جرم او انصاف

د ډیجیټل قضیې مدیریت د نوي وسیلې موخه د خيبر پښتونخواه د څارنوالانو سره مرسته کول دي

د عديل سعيد لخوا

د خیبر پښتونخواه ډايريکټر جنرل پراسيکيوشن عدنان ظفر په پیښور کې د مارچ په ۲۱ مه د قضیې مدیریت او څارنې سیسټم په اړه د خيبر پښتونخواه چيف سيکريټري اعظم خان، د متحده يورپ سفير جين-پرانکوس کوټين او د يو اين او ډي سي استازي سیزر ګیډس ته معلومات ورکوي. [يو اين او ډي سي]

د خیبر پښتونخواه ډايريکټر جنرل پراسيکيوشن عدنان ظفر په پیښور کې د مارچ په ۲۱ مه د قضیې مدیریت او څارنې سیسټم په اړه د خيبر پښتونخواه چيف سيکريټري اعظم خان، د متحده يورپ سفير جين-پرانکوس کوټين او د يو اين او ډي سي استازي سیزر ګیډس ته معلومات ورکوي. [يو اين او ډي سي]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه چارواکو د قضیې د مدیریت سیسټم پیل کړې چې د څارنوالانو سره د جنایي او تروریستي قضیو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

دا ويب پورټل، چې د قضیې مدیریت او نظارت سیسټم (سي ايم ايم ايس) په نامه ياديږي، په پیښور کې په مراسمو کې د مارچ په ۲۱ مه پیل شو. د دې موخه د قضیو د کمپيوټرايزيشن له لارې د خیبرپښتونخواه د څارنوالۍ د رياست فعالیت ښه کول دي.

د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر ( يو اين او ډي سي) د يو رپوټ، "د ترهګرۍ پر ضد د غبرګون په اړه پوه ترلاسه کول --- د خیبر پښتونخواه تجزيه کول"، چې په تيره جولای کې خپور شوې و، له مخې، که څه هم د ۲۰۱۴ کال راهیسې په خیبرپښتونخواه کې د تروریزم د قضیو د حل کولو کچه لوړه شوې ده، خو په ۲۰۱۶ کال کې دا کچه نسبتاََ ۲۸٪ ټيټه پاتې شوه."

په دغه راپور کې ویل شوي چې له ۵۰٪ څخه په زیاتو قضیو کې رهايي ورکړی شوي ده.

د دغه راپور له مخې، "د پولیسو په نظام کې نیمګړتیا هم د تروریزم پرضد په عدالتي سیسټم کې کمزورتیا په ګوته کوي." "د تحقیقاتو معیارونو د ښه کولو په برخه کې د تحقیق نیمګړتیا د څارنوالۍ ناکامي په ګوته کوي. په ورته ډول، د رهايۍ لوی شمير په مقدمه کې نیمګړتیاوې په ګوته کوي."

محمد جعفر، چې د پاکستان د ملي تروریزم ضد ادارې (نيکټا) ډايريکټر جنرل دی، د سي ايم ايم ايس د پرانستلو په مراسمو کې وویل، "د تروریزم د قضیو د سمبالولو لپاره د ټیکنالوژۍ وده د دې وخت ضرورت دی."

هغه زياته کړه، عام جنايتکاران او ترهګر د تخريبي فعاليتونو په ترسره کولو کې د ټکنالوجۍ کارول ښه کوي. هغه زياته کړه چې چارواکي بايد تحقيق او جنايي عدالتي سيستمونه عصري کړي چې د ترهګرۍ سره په اغيزمنه توګه مبارزه وکړي.

پخوانۍ طریقې نوې کول

د خيبر پښتونخواه چيف سيکريټري اعظم خان په مراسمو کې وويل، "د سي ايم ايم ايس د تطبیق نه وروسته، څارنوالان به توان ولري چې خپلې دندې په اغیزمنه توګه ترسره کړي، او دا سیسټم به د جنايي قضیې د پروسې په مختلف پړاوونو کې نظارت، احتساب او شفافيت پیاوړي کړي."

د خیبرپښتونخواه د څارنوالۍ ډايريکټر عدنان ظفر وويل، دا سیسټم د پاکستان د تروریزم پروړاندې د مبارزې پروجيکټ په رڼا کې جوړ شو. هغه د پاکستان او يو اين او ډي سي لخوا په ګډه سره د ۸،۶ ميلیونو ډالرو (۱ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) يو پلان ته اشاره وکړه چې موخه يې د ترهګرۍ د قضیې پروسه ښه کول دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د دې سيسټم د پيلولو لپاره، د څارنوالۍ رياست د متحده يورپ، يو اين او ډي سي او نيکټا سره کار وکړو.

ظفر وويل، "دا نوښت د وخت ضرورت دی ځکه چې د قضيې د مدیریت او څارنې طريقې زړې شوې دي او زياتره يې په روايتي طريقو تکیه کوي."

هغه وويل، "دا سیسټم د خیبرپښتونخواه د څارنوالۍ څانګې سره د نږدې مشورې نه وروسته د منيجمنټ ساينسز لاهور يونيورسټۍ د معلوماتي ټیکنالوژۍ ماهرانو د يو ستر ټیم لخوا جوړ شو چې د ادارې ضروريات پوره کړي. د دې موخه د قضيې مديريت او د څارنې طريقې عصری کول دي."

د ټیکنالوژي کارول وده کوي، چې ټوله صوبه يې په پراخه کچه کمپيوټرايزډ کړې ده.

شهاب خواجه، چې په پیښور کې څارنوال دی، وویل، "په جنايي عدالتي سکتور کې د ټیکنالوژۍ کارول اوس پرمختګ کوي -- له همدې امله دا اړینه وه چې د کاروونکو لپاره یو اسان سیسټم جوړ کړي او د نورو ټکنالوجیکي نوښتونو سره سمون ولري."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، سي ايم ايم ايس ته لاس رسی د سمارټ فونونو او ټلیفونونو له لارې ترلاسه کيدې شي، او دا د نورو ډيټابیسونو او سیسټمونو سره لينک کيدې شي کوم چې د خیبرپښتونخواه حکومت کاروي.

هغه وويل، دا سیسټم داسې جوړ شوی چې مشرې انتظامیې ته ضروري لاس رسی ورکړي چې د قضيو بیاکتنه وکړي او څارنوالانو ته په انفرادی توګه خپله رايې ورکړي.

عتيق الرحمان، چې د خيبر پښتونخواه د قانون د ډیپارتمنټ ډپټي ډايريکټړ دی، وويل، "سي ايم ايم ايس به د قضیو په فزيکي فایلونو باندې د څارنوالانو تکيه ډيره کمه کړي، ځکه چې دا په لومړي ځل په صوبه کې د قضیو کمپيوټرايزډ کولو توان ورکوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا د څارنوالۍ رياست ته يو خوندي، په عدالت کې دننه ډيټابيس، د تعليم شبکه او د څارنې نظارت برابروي، چې په دې کې د نيټې مقرر کولو لپاره د پرمختللي کلينډر انتخاب موجود دی چې د هغوی د روزانه کار مديريت ښه کړي."

رحمان وويل، دا سيستم به د عدلي او قضايي ادارو تر منځ اړيکې رامنځته کړي، چې د قضيو په اورېدو کې به مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې سي ايم ايم ايس به په خیبرپښتونخواه کې د تروریزم اړوندو قضیو په حل کولو کې جنایي عدالت سیستم پیاوړی کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500