امنیت

په دير کې امنیتي وظیفې سپارل د سولې نښه ده

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

دملاکنډ جنرل آفيسر کمانډنګ ميجر جنرل علي عامر اعوان د اپريل په ۱۱ مه په بلامبټ کې د امنيتي مسوليت د منتقلۍ په مراسمو کې خبرې کوي، چې په بره او کوز دير کې يې سول انتظاميې ته د امنيت مسوليت وسپارلو. [محمد آهل]

دملاکنډ جنرل آفيسر کمانډنګ ميجر جنرل علي عامر اعوان د اپريل په ۱۱ مه په بلامبټ کې د امنيتي مسوليت د منتقلۍ په مراسمو کې خبرې کوي، چې په بره او کوز دير کې يې سول انتظاميې ته د امنيت مسوليت وسپارلو. [محمد آهل]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه په دير کې د پاکستان د پوځ لخوا سول انتظاميې ته د امنیتي مسؤلیتونو سپارلو پريکړه په سیمه کې د سولې د بیا بحالۍ نښه ده.

پوځي چارواکو د اپريل په ۱۱ مه په مراسمو کې د کوز او بره دير سول حکومتونو ته د امنيت مسوليت وسپارلو.

ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې د ملاکنډ جنرل آفيسر کمانډنګ ميجر جنرل علي عامر اعوان په دغه مراسمو کې وويل، پاکستاني پوځ لس کاله وړاندې د ملاکنډ په اوو ضلعو کې هغه وخت ځای پر ځای شو کله چې وسله والو د حکومت واکمنۍ ته چيلنج ورکول شروع کړل او په سکولونو، هسپتالونو او بازارونو باندې يې بمباري پيل کړه.

هغه وويل، اوس چې وسله والو ته ماتې ورکړل شوی دی، نو په کوز او بره دير کې ټول چيک پوسټونه پوليسو ته سپارل شوي دي. امنیتي ځواکونه به په سرحدي سیمو کې پاتې شي او د سولې او نظم په ساتلو کې به د سول انتظاميې سره په بشپړ ډول همکاري وکړي.

د پاکستان د سکول جينکۍ خپل کور ماډل سکول ته ځي، چې دغه سکول د مارچ په ۳۰ مه د ملاکنډ ډويژن په ډسټرکټ سوات کې د نوبل د سولې جایزه ګټونکي ملاله یوسفزۍ د فنډونو سره جوړ شوی و. د سولې د بیرته بحال کيدو د نښې په توګه، د پاکستان پوځ په دې میاشت کې په ګاونډي بره او کوز دير کې امنیتي مسؤلیتونه سول حکومت ته وسپارل. [عبدل مجید/ای ايف پي]

د پاکستان د سکول جينکۍ خپل کور ماډل سکول ته ځي، چې دغه سکول د مارچ په ۳۰ مه د ملاکنډ ډويژن په ډسټرکټ سوات کې د نوبل د سولې جایزه ګټونکي ملاله یوسفزۍ د فنډونو سره جوړ شوی و. د سولې د بیرته بحال کيدو د نښې په توګه، د پاکستان پوځ په دې میاشت کې په ګاونډي بره او کوز دير کې امنیتي مسؤلیتونه سول حکومت ته وسپارل. [عبدل مجید/ای ايف پي]

اعوان د ځايي مشرانو، ژورنالېستانو او سول انتظاميې د رول ستاينه وکړه او ويې وويل چې دوی په سيمه کې د سولې په بيا رغونه کې ونډه اخيستې ده. هغه زياته کړه چې د ترهګرو پر وړاندې په جګړه کې ۴۷۰ سرتيري وژل شوي دي.

د منتقلۍ پلان له مخکې نه جوړ شوی و

ډان ورځپاڼې د اپریل په ۱۲ مه راپور ورکړو چې په قبايلي سیمو کې د امنیتي مسوليت د سپارلو پلان د ۲۰۱۷ کال په پای کې پیل شوې و.

پریکړه وشوه چې په ملاکنډ کې دا پروسه پیل کړي، چیرته چې قانون پلي کونکي ادارې چمتو ښکاري چې د پوځ پخواني مسولیتونه په غاړه واخلي.

د ملاکنډ کمیشنر سید ظهیرالاسلام پاکستان فارورډ ته وویل، پوځ نه یوازې سوله بحال کړه بلکې هغه ۳۰۰ سکولونه، چې د طالبانو لخوا ویجاړ شوې ول، یې مرمت کړل او ۳۲ نوې سکولونه یې جوړ کړل.

هغه وويل، "پوځ پوليسو ته ټريننګ ورکړی دی چې هغوی ته توان ورکړي چې د ترهګريزو پېښو سره مقابله وکړي."

ظهيرالاسلام د اپريل په ۱۲ مه په يو کانفرنس کې وويل، په سوات کې، چې د دير ګاونډي دی، د امنيتي چيک پوسټونو شمېر له ۶۰ څخه تر ۶ پورې کم شوې دی، او هلته کې به سول انتظاميې ته د پوځي مسؤوليتونو منتقلي ژر تر ژره بشپړ شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، ټول امنیتي وضعیت ښه شوی دی، چې دا "د ګډو هڅو او د پوځ، د پوليسو او د ځايي اوسيدونکو د قربانيو نتیجه ده."

سوله برقرار ساتل او د ترهګرو د بيرته راتلو مخه نيول

د خيبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان پاکستان فارورډ ته وويل، د جمهوري پروسو ژمنې عادي حالات رامنځته کړې دي.

هغه وويل، "زموږ خلک د سختو ستونزو سره مخ وو، کله چې وسله وال لس کاله وړاندې په سوات کې راڅرګند شول، خو هغوى د افراطيت پر وړاندې د يووالي څرګندونه وکړه او د پوځ تر شا د چټان په څېر ودريدل."

مشتاق احمد، چې په دير کې يو ټرانسپورټر دی، د سولې په ساتلو کې د پوځ او سیاسي مشرانو ستاینه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ځايي انتظاميه اوس توان لري چې د امنیت مسولیت په غاړه واخلي ځکه چې خلک چمتو دی چې همکاري وکړي او په راتلونکي کې افراطيانو ته د ځای ورکولو نه انکار وکړي."

په ملاکنډ يونيورسټۍ کې د سیاسي علومو ليکچرار، خليل الرحمان، پاکستان فارورډ ته وویل، "خلکو په هوسا زړه سا اخيستې ده، او ټول سوداګریز، تعلیمي او د سپورټ فعالیتونه په بشپړ ډول روان دي." "اوس، ټول خلک متحد دی چې په هر شکل کې اورپکي رد کړي."

تل پاتې سوله

مراد سعيد، چې د سوات نه د پاکستان د قومي اسمبلۍ یو غړی دی، د افراطیت او تروریزم د چاپيريال د له مینځه وړلو له کبله پوځ، سول حکومت او خلکو ته کريډيټ ورکړو.

هغه وويل، "د امنيتي مسوليتونو سپارل به "په سيمه کې د اقتصادي پرمختګ دور رامنځته کړي او اوسيدونکي به د سولې نه خوند واخلي."

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر میاں افتخار حسین له پوځ څخه وغوښتل چې د ټولو هغو کسانو په وړاندې خپل کمپاین جاري وساتي کوم چې د سولې ګډوډولو ګواښ کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د سول انتظاميې لخوا هر ډول سستي کولی شي چې وسله وال پیاوړي کړي، او موږ باید په وضعیت سخت نظر وساتو."

هغه وويل، "د ملاکنډ اوسيدونکي د افراطيت تر ټولو زيات قربانيان دي، او دوی بايد د وضعيت احساس وکړي او د تلپاتې سولې لپاره د انتظاميې سره مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500