امنیت

په پوله باندې د نښتو نه وروسته، د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی کم شوی دی

د محمد آهل لخوا

پاکستاني پوځیانو د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې پولې ته نژدې، چې په دې وروستيو کې ورته شپول تړل شوی دی، ګشت کوي. دا پوله شمالي وزيريستان او افغانستان د يو بل نه جدا کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

پاکستاني پوځیانو د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې پولې ته نژدې، چې په دې وروستيو کې ورته شپول تړل شوی دی، ګشت کوي. دا پوله شمالي وزيريستان او افغانستان د يو بل نه جدا کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

پاړه چنار، پاکستان -- آزادۍ ريډيو د دوشنبې په ورځ ( د اپريل په ۱۶ مه) راپور ورکړو چې پاکستان او افغانستان وروسته له هغې په اوربند موافقه وکړه کله چې د دې هفتې په لومړيو کې په پوله باندې په نښتو کې يو شمير کسان ووژل شول.

د افغان سرحدي پولیسو او د پاکستان د فرنټير کور د غړو ترمنځ جګړه د یکشنبی په ورځ د افغانستان په خوست صوبه کې د زازي میدان په ډسټرکټ کې په پوله، چې د پاکستان په فاټا کې د کرم ايجنسۍ سره پوله لري، باندې رامنځته شوه.

د دغه ورځ په ورستيو کې د قومي مشرانو د خبرو اترو له لارې د اوربند نه وروسته، افغان لوري پاکستان ته د پنځو پاکستاني سرتیرو مړي او همدارنګه یو سرتیری، چې ژوندی نیول شوې و، وسپارل.

افغان امنیتي چارواکو آزادۍ ريډيو ته وويل چې په دې نښته کې دوه افغان پولیس وژل شوې ول.

د پاکستان د قبایلو غړي د اپريل په ۱۶ مه د افغانستان سره پولې ته روان دي چې د هغه پاکستاني پوځیانو ملاتړ وکړي کوم چې د افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي. چارواکو د اپريل په ۱۷ مه وويل، قومي مشرانو د اوربند وروسته کسان کورونو ته واستول او په پوله باندې سوله بيرته بحال شوه. [محمد آهل]

د پاکستان د قبایلو غړي د اپريل په ۱۶ مه د افغانستان سره پولې ته روان دي چې د هغه پاکستاني پوځیانو ملاتړ وکړي کوم چې د افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي. چارواکو د اپريل په ۱۷ مه وويل، قومي مشرانو د اوربند وروسته کسان کورونو ته واستول او په پوله باندې سوله بيرته بحال شوه. [محمد آهل]

سوله او د ورورلۍ اړيکې بيرته بحالول

پاکستان او افغانستان دواړه په يو بل تور لګوي چې د دوی د هيواد سرتیرو جګړه پیل کړه.

خو بيا هم، د پولې د دواړو لوریو قومي مشران او چارواکي د تاو تریخوالي په کمولو او د سولې په بیا بحالۍ کې په چټکۍ سره ښکیل دي.

د کرم ایجنسۍ پوليټيکل ايجنټ بصیر خان وزیر د سه شنبې په ورځ پاکستان فارورډ ته وويل، "مونږ هڅه کوو چې حالات ښه کړو او په لکا تيګا سيمه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله باندې د نښتو له کبله تاوتریخوالی کم کړو."

هغه وويل، د پاکستان د قبایلو غړي، چې د جګړې له کبله پولې ته نژدې تلې ول، بېرته کورونو ته استول شوي دي او قبايلي شوراګانې د افغاني چارواکو سره خبرې کوي چې د نور تاوتريخوالي مخه ونيسي.

ساجد حسين توري، چې د کرم ايجنسۍ نه د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "قومي مشران او په [افغانستان کې] د پولې هاخوا د قبایلو غړي هم له يو بل سره اړيکې لري او د چارواکو سره همکاري کوي چې حالات تر کنټرول لاندې وساتي."

هغه وويل، د قبایلو غړي خپلې هڅې کوي چې په پوله باندې تاوتريخوالی کم کړي او حالات ښه وساتي، چې دا د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه ده.

هغه وويل، "دواړه وروڼه هېوادونه بايد د يو بل درناوى وکړي، ځکه چې د پولې مديريت د سوله ايز ګډ ژوند لپاره اړين دی او دا د پولې د دواړو لوريو مسوليت دی."

حاجي نور محمد، چې د بنګش توري قبيلې مشر او د انجمن حسینيا جنرل سيکريټری دی، وویل، "د پولې دواړو غاړو ته اوسيدونکي پښتانه او مسلمانان دي، او دا د دوی لومړيتوب دی چې د وینې تويولو مخه ونیسي." انجمن حسينيه د شيعه مشرانو ډله ده او د کرم ایجنسی د اوسیدونکو استازیتوب کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د پولې هاخوا د قومي مشرانو سره اړیکې لرو، او موږ خوشبین یو چې ژر به اړيکې ښه شي او تاو تریخوالی به کم شي."

هغه وويل، قومي مشرانو د قبيلو ځوان غړي په قلاره کړل چې د ډزو له امله غصه شوې ول او پولې ته نژدې تلې ول.

هغه وويل، "په پوله باندې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده."

نښتې یوازې ترهګرو ته ګټه رسوي

صالح محمد، چې د کونړ صوبې د ولسي جرګې استازی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه پیښې چې کله نا کله د پولې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر مینځ رامنځته کیږي، د ترهګرو په ګټه دي."

هغه وويل، "د دواړو هېوادونو اتباع د تروریزم قربانیان دي، او دا د دواړو حکومتونو لپاره غوره ده چې په ګډه کار وکړي چې ستونزې حل کړي او د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي."

هغه وويل، "د افغانستان او پاکستان تر منځ بې باوري د تروریزم په وړاندې په مبارزه او په سیمه کې په ثبات راوستلو کې د ښه لاسته راوړنو [د نشتوالي] سبب ګرځيدلي ده." "له همدې امله، د دې ستونزو د حل کولو لپاره د خبرو اترو ضرورت دی."

صالح وويل، "اوس وخت دی چې دواړه هېوادونه باور جوړ کړي."

په کابل کې د نظامي چارو یوه تحلیلګر جنرال طاهر یرغل له دې خبره سره موافقه وکړه.‌

هغه وويل، "په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د ناامنۍ او ترهګرۍ سره مخ دي، دا ډول جګړې به يوازې دواړه لورو ته زيان ورسوي."

يرغل وویل، "په افغانستان کې سوله په یقینی ډول د پاکستان په ګټه ده." "نو ځکه، دواړه هېوادونه باید د تروریزم سره جګړه وکړي او هغې ته ماتې ورکړي، او دا به [افغانستان او پاکستان] دواړو ته ګټه ورسوي."

[د کابل نه سليمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که شمالي کوریا او جنوبي کوریا د سولې په معاهده باندې دستخط کولی شي نو بیا هند او پاکستان هیڅ یو دلیل نه لري چې د یو بل خلک ووژني او ژوبل کړي. افغانستان په ښه پوزيشن کې دی چې د سولې خبرې اترې پيل کړي.

ځواب

د پاکستان پوله يا د ساحل پيښه.

ځواب

پاکستان او افغانستان له پکار ده چې له يو بل سره ملګرتيا وکړي

ځواب