د ښځو حقوق

د فاټا يوه ښځه چې د قومي اسمبلۍ د سيټ لپاره هڅه کوي د الهام سرچينه ده

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

علي بيګم، چي په کرم ایجنسۍ کې د پاړه چنار يوه ښځه ده، د اپریل په ۷ مه په قومي اسمبلۍ کې د سيټ لپاره خپل سياسي کمپاين پيل کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

علي بيګم، چي په کرم ایجنسۍ کې د پاړه چنار يوه ښځه ده، د اپریل په ۷ مه په قومي اسمبلۍ کې د سيټ لپاره خپل سياسي کمپاين پيل کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

پیښور -- علي بيګم، ۶۳ کلنه، چې په فاټا کې د کرم ايجنسۍ يوه ريټايرډه سول ملازمه ده، خپله اراده څرګنده کړې چې هغه به په راتلونکو عمومي ټاکنو کې برخه اخلي.

په جنګ ځپلي قدامت پسند سیمه کې د ښځو د پاره په سیاست کې برخه اخیستل نسبتاً کم تره وي

د ۲۰۱۳ کال په وروستیو عمومي ټاکنو کې، د باجوړ ایجنسۍ اوسېدونکي بادام زري د فاټا لومړۍ ښځینه اميدواره وه چې په عمومي ټاکنو کې یې ونډه اخيستې وه.

زري خپل سيټ بایللی و، خو د فاټا يو شمير خلک هيله لري چې د قومي اسمبلۍ د سيټ لپاره به د بیګم کمپاین کامياب شي. ټاکنې د جولای په وروستیو کې په عارضي توګه ټاکل شوي دي.

علي بیګم د اپرېل په ۷ مه په پاړه چنار کې په یوه سیاسي غونډه کې خبرې کوي. هغه په فاټا کې یوازې دوهمه ښځه ده چې د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د سيټ لپاره کمپاین ترسره کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

علي بیګم د اپرېل په ۷ مه په پاړه چنار کې په یوه سیاسي غونډه کې خبرې کوي. هغه په فاټا کې یوازې دوهمه ښځه ده چې د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د سيټ لپاره کمپاین ترسره کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

بیګم د اپرېل په ۷ مه په پاړه چنار کې د کمپاین دفتر پرانېسته وکړه.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "زما موخه ترهګري له منځه وړل، د سولې ټینګښت، د ښځو پیاوړتیا او په قبايلي خلکو کې د جمهوريت احساس رامنځته کول دي."

هغې وويل، "زه غواړم چې په پاکستان کې د نارينو په ټولنه کې د ښځو رول او حقونه ښه کړم او د سولې لپاره فرقه يي هم آهنګي رامنځته کړم."

بيګم وويل، "د سیمې د پرمختیا او سوکالۍ لپاره د قبایلو د غړو یووالی [زما موخه او هغه څه دي چې زه يې] سیاست ته راوستلم." هغې زیاته کړه، چې هغې د عامه غونډو ترسره کول پيل کړې دي چې په سياست کې ښځې شاملې کړي.

هغې وویل، "ښځې تر ټولو زياتې نظر انداز شوې دي، او زه غواړم چې هغوی سیاست ته راولم چې په جمهوري بهیر کې برخه واخلي." "موږ باید د ښځو ستونزې حل کړو."

ځايي خلک د ملاتړ ژمنه کوي

بيګم وويل، هغه به د ټاکنو په ګټلو کې د نارینوو او ښځو دواړو ملاتړ ترلاسه کړي. هغه له مخکی نه یو شمیر ملاتړې لري.

جمال حسين، ۴۱ کلن، چې په پاړه چنار کې په سکول کې استاذ دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "مونږ ټول د علي بيګم ستاینه کوو او هیله مند یو چې هغه به د خلکو خدمت وکړي." "[رایې ورکوونکي] به په بشپړ ډول د هغې ملاتړ وکړي."

هغه وويل، "هغه زموږ د ستونزو نه ډيره ښه خبر ده ځکه چې هغه تعليمي پس منظر لري او د سول ملازمې په توګه يې په مهمو پوسټونو کار کړی دی." هغه زیاته کړه، بیګم به د ښځو د يووالي لپاره يو ستر قوت ثابت شي چې دوی د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي.

محمد سهيل، چې په پیښور يونيورسټۍ کې د تاریخ په ډیپارټمنټ کې ليکچرار دی، وويل، بيګم د یووالي نښه جوړيدی شي او د قبایلي خلکو لپاره د پام وړ قوت په توګه کار کولی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه یوه تعلیم يافته ښځه ده او په ټوله سیمه کې درناوې لري، او خلک به د هغې سره مرسته وکړي." "په ټاکنو کې بريا به د هغې لپاره ډيره د حوصله افزايۍ خبره وي."

د سولې بیرته بحاليدل

د پاړه چنار يو مشر عطاالله خان وويل، د بيګم دا اعلان چې هغه به په محافظه کاره سيمه کې په ټاکنو کې ونډه اخلي، يو پياوړی پيغام استوي چې فاټا يو سوله ايز ځای دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د نړۍ لپاره ډيره مهمه ده چې دا وګوري چې په دې سیمه کې سوله بیرته بحال شوې ده، چیرته چې ښځینه اميدواره د ووټ لپاره هر کور ته تلی شي."

خان وويل، په ټاکنو کې د برخې اخيستلو د بيګم پريکړه د فاټا لپاره يوه ښه خبره ده ځکه چې دا به په ښځو کې د هغوی د حقونو او مسؤليتونو په اړه پوهه رامنځته کړي.

هغه وويل، افراطیت هغه لوی خنډ دی چې د فاټا د پراختیا مخه نیسي، چې د هغې لپاره موږ ته د علي بيګم په څیر د سخت کارکونکو ضرورت دی چې نور خلک وهڅوي او په ګډه کار وکړي."

هغه وویل، دا اقدام وسله والو ته واضح پیغام استوي چې هغوی نه شي کولی چې د ظلم له لارې ښځو ته ماتې ورکړي.

خان د ټاکنو په ورځ د بیګم د بریالیتوب په اړه پيش ګويي وکړه.

هغه وويل، "په سيمه کې زياتره ښځې به د هغې په کمپاين کې برخه واخلي چې هغه پارلمان ته وليږي او د هغوی ستونزې حل کړي." هغه زياته کړه، د ښځو تعليم بايد د بيګم د اجنډې په سر کې وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500