ترانسپورت

د پېښور اور وژونکي موټر سايکلونه ترلاسه کوي چې د هغه اور سره مقابله وکړي کوم ته چې لاس رسي ستونزمنه وي

د جاويد خان لخوا

اور وژونکي د مارچ په ۱۸ مه د ریسکیو ۱۱۲۲ په مرکز کې له نوي معرفي شوی موټرسایکلونو سره چمتو ولاړ دي. [جاوید خان]

اور وژونکي د مارچ په ۱۸ مه د ریسکیو ۱۱۲۲ په مرکز کې له نوي معرفي شوی موټرسایکلونو سره چمتو ولاړ دي. [جاوید خان]

پیښور -- چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخواه د ژغورنې خدماتو د اور وژلو یو خدمت پیل کړی چې د موټرسایکلونو څخه به کار اخلي چې په پېښور کې د ګڼې ګوڼې په سړکونو باندې ګشت کوي او اور ووژني.

د خیبر پښتونخواه د ریسکیو ۱۱۲۲ايمرجنسي سروس وياند، بلال احمد فيضي، پاکستان فارورډ ته وويل، دا نوی خدمت، چې د مارچ په ۷ مه پیل شوی، په پاکستان کې د خپل ډول يو لومړی خدمت دی.

فيضي وويل، "د ۲۰۰۹ کال راهيسې، ریسکيو ۱۱۲۲ تراوسه پورې په ۵،۳۶۱ ځايونو کې اور وژلی دی." نوموړي زياته کړه، موټرسايکلونه د اوږدې مودې لپاره اړين دي، ځکه چې دا په اسانۍ سره د ښار په کوڅو کې تلې شي.

د اور وژونکي موټر سايکلونه به په فوري توګه د ښاري سیمو نه د خلکو کالونو ته ځواب ورکړي. هغه وويل، "دا به د اور وژونکو ګاډو د راتلو نه مخکې د اور لمبې کنټرول کړي."

د خیبر پښتونخواه د ریسکیو ۱۱۲۲ پخوانی ډايريکټړ جنرل، اسد علی خان، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا موټرسایکلونه د ۲۵ لیټرو اوبو دوه ټينکۍ او د اور د وژلو آلات او فوم لري."

د خلکو لپاره خدمت ښه کول

د موټرسايکل خدمت معرفي کول د خيبرپښتونخواه د حکومت په هڅو کې يوه وروستۍ هڅه ده چې په ښته توګه د ټولنې خدمت وکړي.

فيضي وويل، د اور د وژلو موټر سايکلونو نه مخکې، د خيبر پښتونخواه ریسکيو ۱۱۲۲ په ۲۰۱۷ کال کې د بيړنيو روغتيايي غبرګونونو بسونه، کوچني امبولانسونه او کوچني اور وژونکي ټرکونو پيل کړل چې د پيښور او نورو ډسټرکونو د اوسيدونکو سره مرسته وکړي." هغه زياته کړه چې ريسکيو ۱۱۲۲ د خيبر پښتونخواه د ۱۰ ډسټرکټونو خدمت کوي.

هغه زياته کړه، د خیبر پښتونخواه ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکي پلان لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې د موټرسايکل امبولانسونه معرفي کړي.

د پنجاب صوبې ریسکیو ۱۱۲۲ د تير اکتوبر په میاشت کې د موټر سايکلونو امبولانسونه معرفي کړې چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د طبی بیړنیو حالتونو سره په چټکۍ مقابله وکړي. دا موټرسايکل امبولانسونه ټول ضروري آلات لري چې په سړکونو باندې یا په نورو ځایونو کې هسپتال ته د ليږدولو نه مخکې د قربانیانو طبي ضرورتونه پوره کړي.

د خیبرپښتونخواه د ریسکیو ۱۱۲۲ نوی ټاکل شوی ډايريکټړ جنرل، ډاکټر خاطر احمد، وویل، د خیبرپښتونخواه حکومت دغه ډیپارټمنت ته هر قسمه سهولتونه او عصري ټکنالوجي ورکوي چې په اغیزمنه توګه د خلکو سره مرسته وکړي.

احمد د مارچ په ۲۹ مه د ريسکيو ۱۱۲۲ په يوې غونډه کې وویل، "د نوي متعارف شوي اور وژونکي موټرسايکلونو خدمت یو ځانګړی خدمت دی، چې د ښار په تنګو کوڅو کې سمدستي غبرګون ښودلی شي."

هغه زياته کړه، د خيبر پښتونخواه دريو نورو ډسټرکټونو، سوات، ايبټ آباد او ډيره اسماعيل خان، ته کوچني اورګاډي او کوچني امبولانسونه ورکړل شوي دي.

احمد زياته کړه، "کوچني امبولانسونه او اور وژونکي به ډېر ژر تر ژره نورو ډسټرکټونو ته ورکړل شي، ځکه چې موږ غواړو چې د خلکو د کور په دروازه باندې خدمت وکړو."

یوه شکر ګزاره ټولنه

عام خلک د اور وژلو د نوي خدمت ستاینه کوي.

آصف جان، ۳۵ کلن، پاکستان فاوررډ ته وويل،"په بس ريپيډ ټرانزيټ [‌‌‌بي آر ټي] باندې د کار کولو او د ورځني ټرافیک جام له کبله سړکونه اکثر بند وي، د اور وژلو دا خدمت به په ډیرو نيبرهوډونو کې او په سړکونو باندې، چيرته چې ټرکونه نه شي رسيدلی، د اور په وژلو کې مرسته وکړي"

جان د مینا بازار، چې په داخلي پېښور کې يو مارکيټ دی او تنګې کوڅې لري، یو اوسيدونکی دی.

جان زیاته کړه، هغه اور وژونکي، چې په اوګاډو کې راغلي ول، په نږدې کريم پور بازار کې په دې ورستيو کې د اور په وژلو کې د ستونزو سره مخامخ ول.

هغه وويل، "د اور وژلو کوچني ګاډي، په ځانګړي توګه د اوبو د ټينکونو سره موټرسایکلونه، به په داخلي ښار کې د اور په کنټرولولو کې خورا ګټورې وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اسلام علیکم، هو، دا مقاله د عامه خدمتونو د ښه والی په اړه ده، یو شکرګزاره ټولنه او د پیښور اوروژونکي موټرسایکلونه ترلاسه کوي چې د هغه اور سره مقابله وکړي کوم ته چې لاس رسي ستونزمنه وي.

ځواب