امنیت

په پاکستان کې د نړیوال کرکټ بحالي د تروریزم په وړاندې "لويا بریا" ګڼل کيږي

د عبدل ناصر خان لخوا

ليدونکي د اپريل په ۳ مه په کراچې کې د پاکستان او ویسټ انډیز تر مينځ د ټي ټونټي ميچ په دوران کې يو پوسټرنیولی چې په هغې ليکل شوي دي "پاکستان یو سوله ایز هېواد دی." [آی سي سي]

ليدونکي د اپريل په ۳ مه په کراچې کې د پاکستان او ویسټ انډیز تر مينځ د ټي ټونټي ميچ په دوران کې يو پوسټرنیولی چې په هغې ليکل شوي دي "پاکستان یو سوله ایز هېواد دی." [آی سي سي]

کراچۍ -- د سپورټ چارواکي، شنونکي او مينه وال وايي، پاکستان د نړیوال کرکټ ميچونو لپاره خپل پوزيشن د کوربه په توګه پياوړی کوي.

پاکستان د اپريل په ۱-۳ مه ( د يکشنبې نه تر سه شنبې پورې) په کراچۍ کې په نړيوال ټي ټونټي کرکټ سيريز کې د ويسټ انډيز کوربه توب وکړو. دا د کرکټ دوهمه لويه پيښه وه چې په دې وروستيو هفتو کې ترسره شوه.

د مارچ په ۲۵ مه، په کراچۍ کې د پاکستان سپر لیګ فاينل د اسلام آباد يونايټد او پېښور زلمي ترمنځ ترسره شو. دوه ميچونه په لاهور کې ترسره شوې ول.

د ۲۰۰۹ کال د مارچ په ۳ مه په لاهور کې د سريلانکا په ټيم باندې د بريد نه وروسته، د تير اکتوبر په ۲۹ مه، په لاهور کې په لومړي ځل د ټي ټونټي فاينل د پاکستان او سريلانکا ترمنځ ترسره شو.

د پاکستان پوځ د اپریل په ۳ مه په کراچۍ کې د نيشنل سټیډیم څخه بهر د ليدونکو ټکټونه ګوري. مينه وال د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د نړيوال ټي ټونټي ميچ د فاينل د کتو لپاره راغلل. پاکستان وګټله. [آصف حسن/ای ايف پي]

د پاکستان پوځ د اپریل په ۳ مه په کراچۍ کې د نيشنل سټیډیم څخه بهر د ليدونکو ټکټونه ګوري. مينه وال د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د نړيوال ټي ټونټي ميچ د فاينل د کتو لپاره راغلل. پاکستان وګټله. [آصف حسن/ای ايف پي]

د پاکستان د کرکټ لوبغاړي په کراچۍ کې د ټرافۍ سره وروسته له هغې د تصوير لپاره پوز جوړوي کله چې هغوی د اپريل په ۱-۳ مه د نړيوال ټي ټونټي کرکټ سيريز په ۳-۰ وګټلو. [آصف حسن/ای ايف پي]

د پاکستان د کرکټ لوبغاړي په کراچۍ کې د ټرافۍ سره وروسته له هغې د تصوير لپاره پوز جوړوي کله چې هغوی د اپريل په ۱-۳ مه د نړيوال ټي ټونټي کرکټ سيريز په ۳-۰ وګټلو. [آصف حسن/ای ايف پي]

په راتلونکو کلونو کې، د ټولو لوبو پاکستاني ټیمونو به په عمومي ډول يا خو بهر لوبې کولې او يا به يې لوبې نه کولې. يوازې د کينيا او زمبابوې ټيمونو په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې په ترتيب سره د پاکستان دوره کړې وه.

'بشپړ خونديتوب'

د کراچۍ یو لوړ پوړي خبریال ریحان هاشمي پاکستان فارورډ ته وويل، په دې وروستي ټي ټونټي ميچونو کې، "د ۱۰،۰۰۰ نه تر ۱۲،۰۰۰ پورې امنيتي پرسونل په نيشنل سټيډيم کې دننه او بهر ځای پر ځای شوي ول، چې په دوی کې د پولیسو، رینجرو او استخباراتي ادارو پرسونل شامل ول."

له ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو نندارچيانو په دغو ميچونو کې هره ورځ برخه اخیستې وه.

هاشمي وويل، "په دې ميچونو کې په ټيمونو او نندارچيانو باندې د بريد په اړه څه ګواښ يا استخباراتي رپوټ نه و، خو حکومت بشپړ امنيت يقيني کړی و."

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) مشر نجم سيټهي د نړیوال کرکټ د بیرته بحاليدو له کبله ډير خوشحاله و.

سيټهي د اپريل په لومړۍ نيټه په يو ټويټ کې وويل، "کراچۍ ته ډيره زياته غوره یې! تا مونږ ته د فخر کولو موقع راکړه او مونږ به ژر د ستر کرکټ سره بېرته راشو او انشاالله په پاکستان کې به نړيوال کرکټ په بشپړ ډول بحال شي."

هغه په یو بل ټویټ کې وویل، "د پاکستان ټيم ډيره ښه لوبه وکړه." "پاکستان ته د راتګ له کبله مونږ د ويسټ انډيز شکريه ادا کوو. مونږ د کراچۍ او سند حکومت شکريه ادا کوو چې دوی زمونږ ډير ښه کوربه توب وکړو. مونږ د حکومت د امنيتي ادارو شکريه ادا کوو چې دوی بشپړ امنیت برابر کړو. مونږ د پاکستان حکومت شکريه ادا کوو چې په پاکستان کې يې د کرکټ د بحاليدو انتظام وکړو."

پي سي بي په خپل رسمي اکاونټ باندې په ټويټ کې وويل، "مونږ د کرکټ مينه والو شکريه ادا کوو چې په کراچۍ کې يې د نړيوال کرکټ په تاريخي بحاليدو کې مرسته وکړه. تاسو ثابته کړه چې پاکستان محفوظ، خوندي او د نړيوال کرکټ لپاره چمتو دی. ژر به له تاسو سره کتنه وکړو!"

د پاکستان تحریک انصاف چيرمين عمران خان، چې د کرکټ پخوانی لوبغاړی دی او مخکې یې د پي سي بي لپاره د سيټهې د مدیریت غندنه کړې وه، هم د دې ادارې د هڅو ستاینه وکړه.

هغه د سه شنبې په ورځ په يو ټويټ کې وویل، "د [پي سي بي] لپاره ستره بريا -- زه [نجم سيټهي] او د هغه مديريت ته مبارکي ورکوم چې په پاکستان کې يې نړيوال کرکټ بحال کړو او د کراچې خلکو ته يې يوه موقع ورکړه چې د ۲۰۰۹ کال نه وروسته په نيشنل سټيډيم کراچۍ کې په لومړي ځل د پاکستان ټیم ويني."

د افراطیت پر وړاندې 'یوه لویه بریا'

بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وویل، "په کراچۍ کې د نړیوال کرکټ ميچونه ترسره کول د اورپکۍ په وړاندې خورا لوی بریالیتوب دی او دا به د ترهګرو حوصله ويجاړه کړي."

په کراچۍ کې د سپورټ خبريال حافظ شهباز علي پاکستان فارورډ ته وويل، پي سي بي په دې غور کوي چې په پاکستان کې د ټیسټ زيات ميچونه ترسره کړي.

هغه وويل، "پي سي بي په نږدی راتلونکي کې د جنوبي آفریقې، سريلانکا او زمبابوې سره د کرکټ سيريز لپاره خبرې اترې کوي."

"پي سي بي هیله لري چې په دې ټیمونه کې به يو ټيم ژر تر ژره د پاکستان دوره وکړي چې دا به د پي سي بي لپاره لويا بریا وي."

د ټي ټونټي سيريز د ګټلو نه وروسته، د پاکستان د کرکټ کپتان سرفراز احمد وویل چې د کراچۍ خلکو نړۍ ته ثابته کړه چې په پاکستان کې کرکټ ترسره کيدی شي."

د نړیوال کرکټ شورا له مخې، هغه وويل، "زه فکر کوم چې ټیمونه به اوس پاکستان ته د نه راتلو لپاره څه بانې نه لري -- حتی نن، د خلکو شمير زيات و، سره له دې چې دا د سيريز دریمه لوبه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500