امنیت

راتلونکي پاکستان سپر لیګ ميچونه د امنیت په برخه کې بریا په ګوته کوي

د عبدل ناصر خان لخوا

ښځې د مارچ په ۱۸ مه په لاهور کې په قذافي سټیډیم کې د پاکستان سپر ليګ جشن لمانځلو په ترڅ کې په يوې ريلي کې موټرسایکلونه چلوي. [پاکستان کرکټ بورډ]

ښځې د مارچ په ۱۸ مه په لاهور کې په قذافي سټیډیم کې د پاکستان سپر ليګ جشن لمانځلو په ترڅ کې په يوې ريلي کې موټرسایکلونه چلوي. [پاکستان کرکټ بورډ]

لاهور -- د لاهور اوسيدونکي د ښه امنيت نه ګټه پورته کوي او دوى د پاکستان سپر ليګ ۲۰۱۸ کال د برخې په توګه په ښار کې د سه شنبې او چهارشنې په ورځ (د مارچ په ۲۰ او ۲۱ مه) په دوو ميچونو کې د نړيوال کرکټرانو د هرکلي لپاره تياری کوي.

په لاهور کې د سپورټ ژورناليست حفیظ شهباز علی د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۹ مه) پاکستان فارورډ ته وويل، "د ښه امنیتي حالت نتيجې په نظر راځي ځکه چې پاکستان به په روان کې درې پي ايس ايل ميچونه ترسره کړي : دوه په لاهور کې او فاينل په کراچۍ کې."

د علي له مخې، په لاهور کې په قذافي سټیډيم کې، چې د ۲۳،۷۰۰ ليدونکو لپاره ځای لري، د ميچونو لپاره ټکټونه یوه هفته مخکې خرڅ شوي دي.

هغه وويل، "د کرکټ مينه وال به يو شمير نړيوال لوبغاړي ويني چې په پاکستان کې به د کرکټ لوبه کوي."

د امنیت ساتونکي د مارچ په ۱۸ مه په لاهور کې د ليدونکو تلاشي اخلي کوم چې قذافي سټیډیم ته ورننوځي. [عبدل ناصر خان]

د امنیت ساتونکي د مارچ په ۱۸ مه په لاهور کې د ليدونکو تلاشي اخلي کوم چې قذافي سټیډیم ته ورننوځي. [عبدل ناصر خان]

پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) په يو ټویټ کې وویل، "ښه خبر! شپږ غوره بهرني لوبغاړي به د هر پي ايس ايل ټيم سره پاکستان ته سفر وکړي."

جاويد آفريدي، چې په پیښور کې د دفاعي چيمپين پيښور زلمي خاوند دی، په يو ټويټ کې تايد وکړو، "زموږ ټول بهرني لوبغاړي به پاکستان ته د پي ايس ايل د لوبو لپاره سفر وکړي." "د تیر کال په څیر، زلمی به قوي ډله ولري او پاکستان ته به د ناک آوټ ميچونو لپاره سفر وکړي."

پرمختللي امنیتي اقدامات

په قذافي سټیډیم کې دننه او بهر د ميچونو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د پنجاب پولیسو ویاند، ناياب حيدر، پاکستان فارورډ ته وویل، "چارواکي په دغه دواړه ميچونو کې ليدونکو او لوبغاړو ته د سخت امنيت ډاډ ورکوي."

هغه وويل، "ليدونکو ته به وړيا شټل سرورس برابر کړی شي چې د ټکټ اخيستو ځای ته ورسيږي، او په دروازه باندې به د هر يو کس تلاشي اخیستل کیږي."

د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف په بيان کې وويل، "زه به پخپله د امنیتي تدابیرو څارنه وکړم."

عزير خان، چې په لاهور کې د کرکټ یو مينه وال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د پاکستان لپاره بيا يوه ښه لمحه ده چې اوس نړیوال کرکټ زموږ په خاوره کې بيرته بحاليږي."

هغه وويل، "زه غواړم چې دا ميچونه وګورم او د پي سي بي او نړیوالو لوبغاړو شکريه ادا کړم چې دوی زموږ په ميدانونو کې لوبې کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500