ديپلوماسي

پاکستان ته د ایران لاسرسی د 'دوه ګونی معیارونو' له امله ويجاړ شو

د عبدل غني کاکړ لخوا

د ایران صدر حسن روحاني (په منځ کې) په نيو دهلي کې په صدارتي محل کې د ۲۰۱۸ د فبرورۍ په ۱۷ مه په رسمي مراسمو کې د هند صدر رام ناتھ کووند (ګس اړخ ته) او د هند وزيراعظم ناریندرا مودي (ښې اړخ ته) سره جوړ پخير کوي. د ايران د صدر لخوا هند ته د دريو ورځو په رسمي سفر کې، چې کومې خبرې اترې او کاروباري معاهدې شوې وې، دا د هغه بيانونو خلاف دي کوم چې د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې ورکړي ول. [موني شرما/ ای ايف پي]

د ایران صدر حسن روحاني (په منځ کې) په نيو دهلي کې په صدارتي محل کې د ۲۰۱۸ د فبرورۍ په ۱۷ مه په رسمي مراسمو کې د هند صدر رام ناتھ کووند (ګس اړخ ته) او د هند وزيراعظم ناریندرا مودي (ښې اړخ ته) سره جوړ پخير کوي. د ايران د صدر لخوا هند ته د دريو ورځو په رسمي سفر کې، چې کومې خبرې اترې او کاروباري معاهدې شوې وې، دا د هغه بيانونو خلاف دي کوم چې د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف پاکستان ته په خپل وروستي سفر کې ورکړي ول. [موني شرما/ ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان د دفاع او استخباراتو چارواکي وایي چې د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف لخوا پاکستان ته اوسنۍ دورې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاو تریخوالي اړیکو په ښه کولو کې هيڅ رول ونه لوبوو.

ظریف د يکشنبې- سه شنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۱-۱۳ مه) پاکستان ته سفر وکړو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف، د ملي امنیت سلاکار لفټننټ جنرال (ريټايرډ) ناصر خان جنجوعه او د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه او نورو چارواکو سره یې ليدنه وکړه.

هغه خپله دوره په محتاط انداز سره پيل کړه او پاکستانيانو ته يې د باور ورکولو کوشش وکړو چې ايران او د هغوی د اسلامي انقلاب قول ګارډ د پاکستان حاکميت او امنيت ته زيان نه رسوي.

د پاکستان د دفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ وویل، دا دوره د "پلان مطابق کاميابه نه شوه."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف په کراچۍ کې د مارچ په ۱۳ مه د ایران او پاکستان ترمنځ کاروباري فورمونو ته خطاب کوي. [آصف حسن / ای ايف پي]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف په کراچۍ کې د مارچ په ۱۳ مه د ایران او پاکستان ترمنځ کاروباري فورمونو ته خطاب کوي. [آصف حسن / ای ايف پي]

دا انځور، چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوی، په ایران کې هغه جنازه ښيي کومه چې د هغه شیعه ملېشو د غړو لپاره ترسره شوه کوم چې په سوریه کې وژل شوي ول. د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول زینبیون بريګيډ، چې په پاکستاني شيعه ګانو باندې مشتمل دی، جهنډا په نظر راځي.

دا انځور، چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوی، په ایران کې هغه جنازه ښيي کومه چې د هغه شیعه ملېشو د غړو لپاره ترسره شوه کوم چې په سوریه کې وژل شوي ول. د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول زینبیون بريګيډ، چې په پاکستاني شيعه ګانو باندې مشتمل دی، جهنډا په نظر راځي.

د طالب وسله والو دا ډله -- چې د ايران لخوا تمویل شوي او روزل شوي وه -- د ترکمانستان-افغانستان-پاکستان-هند ترمنځ د قدرتي ګيس پايپ لاين پروجيکټ د پرانيستلو په مراسمو باندې، چې د پاکستان وزير اعظم عباسي په کې ګډون کړی و، د بريد کولو نه مخکې چارواکو ته تسليم شوه. يو وسله وال وويل، "مونږ د پولې نه اخوا د ایران په خاوره کې جنګي ټريننګ ترلاسه کړو." شنونکي وايي چې د ايران د سفارتخانې لخوا په دې هکله د تبصرې کولو نه ډډه کول 'د انديښنې' خبره ده. [سليمان]

د طالب وسله والو دا ډله -- چې د ايران لخوا تمویل شوي او روزل شوي وه -- د ترکمانستان-افغانستان-پاکستان-هند ترمنځ د قدرتي ګيس پايپ لاين پروجيکټ د پرانيستلو په مراسمو باندې، چې د پاکستان وزير اعظم عباسي په کې ګډون کړی و، د بريد کولو نه مخکې چارواکو ته تسليم شوه. يو وسله وال وويل، "مونږ د پولې نه اخوا د ایران په خاوره کې جنګي ټريننګ ترلاسه کړو." شنونکي وايي چې د ايران د سفارتخانې لخوا په دې هکله د تبصرې کولو نه ډډه کول 'د انديښنې' خبره ده. [سليمان]

هغه وويل، "زموږ دفاعي تګلاره په بشپړ ډول د پاکستان په ملي ګټو ولاړه ده." "د تروریزم په وړاندي په جګړه کې د لومړۍ کرښې د هيواد په توګه، پاکستان به تل د خپلو لومړیتوبونو تعقیب کوي."

پاکستان د ايران د جارحيت په اړه خپلې انديښنې -- چې ايران د افغانستان- پاکستان-هند پايپ لاين پروجيکټ د پرانيستلو په هغه مراسمو، چې د پاکستان وزير اعظم خاقان عباسي په کې ګډون کړی و، باندې د بريد کولو کوشش کړی و اود ايران په مليشو کې په دوامداره توګه د پاکستاني شيعه ګانو استخدام -- ظریف ته په "سخت" انداز کې وړاندې کړې.

هغه وويل، "جاوید ظریف ته وویل شول چې پاکستان یو خپلواکه هيواد دی او دا به هیڅکله يو هيواد ته اجازه ورنه کړي چې د دې خاوره د شخصي ګټو لپاره استعمال کړي."

دغه چارواکی وويل، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته په ډاګه وويل شول چې پاکستان په سیمه کې امن غواړي او هیڅکله به د هغه کوششونو يا اقداماتو سره مرسته ونه کړي کوم چې په سیمه کې بغاوت رامنځته کولی شي."

د ایران دوه ګونې معیارونه

د پاکستان د دفاع او استخباراتي شنونکو د ایران د ډاډونو په اړه شک څرګند کړو.

ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، چې په اسلام آباد کې د دفاع يو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زه فکر کوم چې د ایران د بهرنیو چارو وزير پاکستان ته وروستی سفر په بشپړه توګه ناکامه شوی دی." "جاوید ظریف کوشش وکړو چې پاکستان ته ډاډ ورکړي چې ایران د پاکستان د امنيت په وړاندې په هیڅ ډول فعالیت کې ښکيل نه دی، خو په حقيقت کې حالات د هغه د بيانونو خلاف دي."

عمر وويل چې هغه د "ظريف" د بيان په اړه "ډير حيران" شو چې ايران غواړي چې له پاکستان سره په ګډه د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

"ایران پخپله په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي؛ نو، زما په خيال، د جاويد ظریف وروستي بیانونه د ایران دوه ګوني معیارونه په ګوته کوي."

هغه وويل، "ایران نه شي کولی چې د پاکستان حاکميت او امنیت کمزوری کړي ... اوس چې د ايران د سولې ضد تګلاره په سیمه او ګاونډی هیوادونو کې -- د پاکستان او افغانستان په شمول -- ښکاره شوې ده، په ښکاره ډول په خپله خاوره باندې په ترهګرۍ کې د [ایران] د ښکیلتیا غندنه کوي."

عمر وويل، "پاکستان د ايران لخوا د پاکستان پر ضد ځواکونو سره د معاهدو په اړه اندېښمن دى." "دا په سیمه کې د سولې لپاره اړینه ده چې د ایران د ناوړه پلانونو اود ايران اسلامي انقلاب ګارډ قول متنازعه رول خلاف ګامونه پورته کړي."

هغه وويل، "یو خوا، ایران په سیمه کې د افراطیت سره مرسته کوي، او بل لور ته د داعش وسله والو سره په جګړه کې بوخت دي، چې دا يوه متضاد خبره ده." "دا د پاکستان لپاره وخت دی چې د ایران سره د اړيکو لرلو د پالیسۍ بیا کتنه وکړي."

دوامداره بې ثباتي

نبيل يوسف، چې په راولپنډۍ کې د پاکستان د استخباراتو پخوانی چارواکی دی، وویل، "ایران په سیمه کې د پاکستان ضد عناصرو ملاتړ کوي، او غواړي چې په [سیمه کې] د مخ پر زیاتیدونکي جارحيت لپاره په پوله باندې کړکيچ ته وده ورکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان په سیمه کې سوله غواړي، خو په ایران کې ځیني عناصر د سولې پروسې د خرابولو کوشش کوي." که چيرې د دې وضعيت د ښه کولو لپاره ګامونه پورته نه کړی شول او د ايران د جارحيت مخنيوی ونه کړی شو، نو دا به نوره بې ثباتي رامنځته کړي."

یوسف وویل، ایران "د خپلو پلانونو په اړه د خپل موقف دفاع کوي." "له دې امله [ظريف] په وار وار د [پاکستان چارواکو] ته ډاډ ورکړو چې د ایران خاوره به د پاکستان په وړاندې ونه کارول شي."

هغه وويل، "د پاکستان د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو په ښکاره توګه د ايران د جارحيت په اړه [ظريف] ته د خپلو انديښنو څرګندونه وکړه او په دې اړه يې د کلک ګامونو غوښتنه وکړه."

هغه وويل، هغه ګامونه چې د ايران اسلامي انقلاب ګارډ قول د پاکستان د ګټو په وړاندې پورته کوي او د دوی تمويل شوي ډلې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته زيان رسوي. "په راتلونکې کې، زما په خيال پاکستان به د ایراني یرغمل په اړه خاموش پاتې نه شي."

د ایران پراکسي جګړې يو راز نه دی

په اسلام آباد کې د دفاع وزارت يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، "په پاکستان او افغانستان کې د ایران پراکسي لوبه راز نه دی."

هغه وويل، "ايران نه شي کولی چې له پاکستان سره خپلو اړيکو ته زيان ورسوي." "په سیمه کې د ایران رول ورځ په ورځ متنازعه کیږي."

هغه وویل، د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول لخوا د پاکستان او افغانستان څخه د شیعه مسلمانانو ګمارل، چې د ايران په پراکسي جنګونو کې ونډه واخلي، فرقه واريت ته هوا ورکوي او په سيمه کې "سولې ته زيان رسوي."

هغه وويل، "پراکسي جنګ د ايران او پاکستان ترمنځ سياسي اړيکو ته زيان رسوي." "که ایران غواړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې د شخړو نه بغير او ښه وساتي، نو دوی له پکار ده چې د پاکستان دا اندیښنې په جدي توګه ختم کړي."

هغه وويل، "پکار ده چې د پاکستان او ايران ترمينځ اړيکې په متقابل اعتماد او د يو بل د ګټو لپاره په درناوي باندې تکيه وکړي." هغه زياته کړه، چې د اعتماد نه بغير، "د دواړو هېوادونو اړيکې به پرمختګ ونه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا مقاله په پاکستان کې د سعودي ټرمپ لابي په روښانه توګه څرګندوي. په دې کې شک نشته چې ځینې پاکستانيان د متحده آیالاتو- هند - اسراییل - سعودي اتحاد لخوا اخیستل شوې دي. پکار ده چې د دې خبرې هم ذکر شوې وې چې په دې وروستیو کې د هند د مسلمانانو قاتل مودي د سعودي او همداراز د اسراییل رژيم پلوه د متحده عرب اماراتو نه تر ټولو لوی انعام ترلاسه کړو. په سیمه کې د متحده آیالاتو- سعودي - اسراییل- هند او د پاکستان - ایران - ترکي - چین - روس يو نوی اتحاد جوړ شوی دی. راځئ چې د نوي حقیقتونه لپاره چمتو شو - چې څومره ژر وي، دومره به ښه وي.

ځواب

ايران د لومړۍ ورځې نه د پاکستان او اسلام دښمن دی.

ځواب

په حقیقت کې د ایران چلند مثبت نه دی بلکې دوه ګونې معیار لري، د پاکستاني چارواکو لخوا د اندیښنې څرګندونه کافي نه ده، بلکې د وخت ضرورت دا دی چې په زور ايران کنټرول کړي. پکار ده چې په سیمه کې د ایران تروریزم ته په سم ډول ځواب ورکړی شي. ایران په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې په قتل عام کې په بشپړه توګه ښکیل دی؛ او د ايران راتلونکی هدف به پاکستان وي.

ځواب

دا یو ځل بیا د پاکستان خلاف پروپيګنډه ده.

ځواب