امنیت

په پاکستان کې د دریم کال لپاره مسلسل د اورپکۍ له کبله په مرګ ژوبله کې کمی راغلی دی

ای ايف پي

د پاکستاني پوځ يو سرتيری په پیښور کې د مارچ په ۳ مه د خیبر پښتونخواه صوبايي اسمبلۍ ته نژدې چمتو ولاړ دی. [عبدل ماجد / ای ايف پي]

د پاکستاني پوځ يو سرتيری په پیښور کې د مارچ په ۳ مه د خیبر پښتونخواه صوبايي اسمبلۍ ته نژدې چمتو ولاړ دی. [عبدل ماجد / ای ايف پي]

اسلام آباد -- د يو څيړنيز موسسې د يو نوي راپور له مخې، په پاکستان کې د دريم کال لپاره مسلسل د اورپکۍ له کبله په مرګ ژوبله کې کمی راغلی دی، چې دا د تير کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې ۲۱٪ دی.

په اسلام آباد کې د څيړنې او د امنیت د مطالعاتو مرکز (سي آر ايس ايس) د چهار شنبې په ورځ (د مارچ په ۷ مه) د يو راپور له مخې، په دغه کال کې په مجموعي توګه په ۴،۱۳۱ کسانو کې نږدې ۲،۰۵۷ کسان وژل شوي او ۲،۰۷۴ کسان ژوبل شوي ول.

د سي آر ايس ايس ارقام ښيي چې دا شميره په ۲۰۱۶ کال کې په کميدو شوه، چې ۲،۶۱۳ کسانو په دغه کال کې د تاوتریخوالي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړل او ۱،۷۱۴ کسان ټپیان شول. په ۲۰۱۵ کال کې، ۴،۶۴۷ کسان وژل شوي ول او ۱،۹۲۷ کسان ژوبل شوي ول.

په امنیت کې د پام وړ پرمختګ وروسته له هغې راغی کله چې پاکستاني پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عملیات پیل کړل چې په شمال مغربی سیمو کې یې د وسله والو اډې ختمې کړي او هغه خونړی بغاوت یې پای ته ورسو چې د ۲۰۰۴ کال راهيسې په زرګونو ملکي وګړو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستاني پوځ سرتیري په دې بې نيټې تصوير کې په ضرب عضب عملیاتو کې د یاغیانو په لټه کې دي. [آی ايس پي آر]

د پاکستاني پوځ سرتیري په دې بې نيټې تصوير کې په ضرب عضب عملیاتو کې د یاغیانو په لټه کې دي. [آی ايس پي آر]

په دې کې د پوځي عملياتو يوه لړۍ او همداراز د وسله والو د مالي سرچينو د بلاک کولو لپاره کوششونه شامل دي.

که څه هم، پاتې وسله والې ډلې اوس هم توان لري چې وار په وار خونړي بریدونه ترسره کړي، او شنونکو د اوږدې مودې راهيسې خبرداری ورکړی چې پاکستان د افراطیت د اصلي لاملونو په وړاندې د مبارزې لپاره کافي کار نه کوي.

دغه راپور خبرداری ورکړو چې حتی د امنیت د ښه والي سره، په هیواد کې نوي وسله والې ډلې رامنځته شوي دي.

په دې راپور کې دا هم ویلی شوي چې داعش لږ تر لږه د ۱۴۳ کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی -- چې دا د هغه ۶۸ کسانو دوه چنده دی کوم چې په ۲۰۱۶ کال کې د دغه ډلې لخوا وژل شوي ول -- په داسې حال کې چې د لشکري جهنګوي يوې ډلې لخوا ۹۹ کسان وژل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له پاکستان پوځ سره مينه لرم

ځواب