امنیت

د پاکستان دیني عالمان د اسلامي نړۍ په وړاندې د ایران د سازشونو غندنه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان د عالمانو د شورا چيرمين مولانا حافظ محمد طاهر محمود اشرفی (ګس اړخ ته څلورم) په اسلام آباد کې د فبرورۍ په ۲۸ مه د 'ملت غږ' په نامه د کانفرنس مشري وکړه. [د مولانا اشرفی نه په مننه]

د پاکستان د عالمانو د شورا چيرمين مولانا حافظ محمد طاهر محمود اشرفی (ګس اړخ ته څلورم) په اسلام آباد کې د فبرورۍ په ۲۸ مه د 'ملت غږ' په نامه د کانفرنس مشري وکړه. [د مولانا اشرفی نه په مننه]

اسلام آباد -- د پاکستان دیني عالمان د اسلامي هیوادونو په وړاندې د ایران د سازشونو او په سیمه کې د ترهګريزو ډلو سره د مرستې کولو په اړه اندیښنې لري.

د پاکستان د عالمانو شورا (پي يو سي) په اسلام اباد کې د فبرورۍ په ۲۸ مه د "ملت غږ" په نامه په يو کانفرنس کې وویل، يوه مهمه خبره په ایران کې د چابهار بندرګاه جوړل دي، چې دا د پاکستان د ګټو خلاف کار دی او په سيمه کې به تاوتریخوالی زیات کړي.,

په چابهار کې دوه بندرونه، شاهد کلانتاري او شاهد بهشتي، شامل دي.

العربيه د مارچ په لومړۍ نيټه راپور ورکړو چې د پاکستان د عالمانو شورا وویل، ایران پلان لري چې د "داعش" غړي د چابهار له لارې افغانستان ته ولیږي او دغه بندرګاه د پاکستان په وړاندې د "جاسوسۍ او ترهګریزو فعالیتونو" لپاره استعمال کړي.

د ۲۰۱۵ کال د می په ۱۵ مه په دې تصوير کې شاهد کلنتاري، چې په چابهار کې يوه بندر ګاه دی، ښودل شوی دی. چابهار په عمان او هند سمندر کې موقعيت لري. دا په مشرق کې پاکستان او افغانستان ته، په شمال کې وسطي ايشيايي هیوادونو ته، او په مغرب کې ترکی او خلیجي هیوادونو ته د لاس رسۍ ترلاسه کولو د وجې د ايران لپاره د يوې دراوزې په توګه کار کوي. [عطا کیینر/ ای ايف پي]

د ۲۰۱۵ کال د می په ۱۵ مه په دې تصوير کې شاهد کلنتاري، چې په چابهار کې يوه بندر ګاه دی، ښودل شوی دی. چابهار په عمان او هند سمندر کې موقعيت لري. دا په مشرق کې پاکستان او افغانستان ته، په شمال کې وسطي ايشيايي هیوادونو ته، او په مغرب کې ترکی او خلیجي هیوادونو ته د لاس رسۍ ترلاسه کولو د وجې د ايران لپاره د يوې دراوزې په توګه کار کوي. [عطا کیینر/ ای ايف پي]

د پي يو سي چيرمين مولانا حافظ محمد طاهر محمود اشرفي پاکستان فارورډ ته په یوه ځانګړي مرکه کې وویل، "د ایران د وروستۍ پریکړې موخه د مسلمانو هیوادونو ترمنځ یووالي ته زيان رسول دي." "د دې مطلب د ترهګريزو ډلو سره مرسته کول دي."

هغه وويل، "موږ د ايران تضمين غواړو چې دا [بندرګاه] به د ترهګرو سره د مرستې او هغوی ته د وسلو برابرولو لپاره استعمال نه کړی شي." "موږ ترهګري نوره نه شو برداشت کولی."

اشرف وويل، "موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې د دې مسلې په اړه د ایران سره خبرې اترې وکړي او د هغو هیوادونو ګټې خوندي وساتي کوم چې د ترهګرۍ مخالفت کوي." هغه زیاته کړه چې د پاکستان مذهبي عالمان په سیمه کې د سیمه ییز او نړیوالې سولې لپاره متحد دي او له ايران څخه غوښتنه کوي چې د ترهګريزو ډلو سره د مرستې نه ډډه وکړي.

هغه وويل، "موږ د خپل هېواد د امنيت په اړه اندېښمن يو او له دې امله د ايران څخه غواړو چې د هغه اقداماتو نه ځان لرې وساتي کوم چې زموږ امنيت بې ثباته کولی شي."

ایران د پاکستان د ګټو خلاف دی

عبيد الرحمان ، چې په پیښور يونيورسټۍ کې د پاکستان د مطالعاتو ليکچرار دی، وویل، ایران باید په افغانستان کې د تروریزم په مرسته کې د لاس لرلو تورونو وضاحت وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د افغان حکومت اندیښنې لري چې ایران د ځینو طالبانو ډلو ملاتړ کوي."

هغه وويل، د دې بندرګاه جوړول دا "تورونه ريښتيا ثابتوي چې ایران غواړي چې د چابهار په کارولو سره افغانستان ته د ترهګريزو ډلو په ليږلو کې مرسته وکړي." هغه زیاته کړه، "پاکستان به د دې آخرنی هدف وي."

د ډسټرکټ نوښار مولانا سيد يوسف شاه، چې په دغه کانفرنس کې يې ګډون کړی و، وويل، پاکستان د تروریزم په وړاندې زياتې قربانۍ ورکړی دي او باید هغه اقدامونه نظر انداز نه کړي کوم چې د دې امنیت ته زيان رسوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "له دې کبله، موږ په ایران او نورو هیوادونو غږ کوو چې د سوله ییزې نړۍ لپاره کار وکړي او د هغه پریکړو نه ډډه وکړي کوم چې جنګ پلوه هيوادونو ته ګټه ورکوي." "پاکستان یو خپلواک هیواد دی او هرډول حق لري چې د تاوتریخوالي په وړاندې د ځان دفاع وکړي."

هغه وويل، "موږ په سوريه کې د ظلمونو هم غندنه کوو." موږ، ديني عالمان، به په سيمه کې ترهګرۍ ته اجازه ورنه کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پاکستان کې تر ټولو ښه خبرونه

ځواب