رسنۍ

د بلوچستان سول ملازمين د بحران سره د مقابلې او د ميډيا سره د اړیکو په اړه ټريننګ ترلاسه کوي

د عديل سعيد لخوا

پاکستاني ژورناليستان د فبرورۍ په ۷ مه په هري پور ډسټرکټ کې د مرکزي جيل نه بهر د عدالت د هغې فيصلې تصویرونه اوباسي په کومه کې چې د مشال خان په وژلو کې تورن کسانو ته سزا ورکړل شوې وه. سول ملازمينو په بلوچستان کې ټریننګ ترلاسه کړی دی چې له رسنیو سره په ښه توګه اړيکې ونيسي. [عامر قريشي / ای ايف پي]

پاکستاني ژورناليستان د فبرورۍ په ۷ مه په هري پور ډسټرکټ کې د مرکزي جيل نه بهر د عدالت د هغې فيصلې تصویرونه اوباسي په کومه کې چې د مشال خان په وژلو کې تورن کسانو ته سزا ورکړل شوې وه. سول ملازمينو په بلوچستان کې ټریننګ ترلاسه کړی دی چې له رسنیو سره په ښه توګه اړيکې ونيسي. [عامر قريشي / ای ايف پي]

پیښور -- د بلوچستان سول ملازمين د بحران سره د مقابلې لپاره ټريننګ ترلاسه کوي، په ځانګړي توګه په دې اړه چې څنګه به د ترهګرۍ د بریدونو نه وروسته رسنیو ته معلومات ورکوي.

دا ټريننګ د فبرورۍ په ۲۲ او ۲۳ مه د ملازمت نه مخکې ۶۱ سول ملازمينو ته ورکړل شو.

د پاکستان د سولې تنظيم (پي پي سي) په پيښور کې په سول سروسز اکيډمۍ کې د دې ټريننګ، "د تاوتریخوالي د مقابلې، د ستراتیژیکي اړیکو او رسنیو ښکيلتيا" انتظام کړی و. د پاکستان د سولی تنظيم په اسلام آباد کې د څيړنې او مرستې يو پروجيکټ دی چې د وفاق د معلوماتو، خپرونې او ملي میراث د وزارت لاندې د سولې او تروریزم ضد مسلو په اړه کار کوي.

د پي پي سي روزونکو یوې ډلې د يو ورکشاپ د انتظام کولو لپاره پیښور ته سفر وکړو.

طاهرخان، چې د بي بي سي اردو خبريال دی، په پېښور کې د فبرورۍ په ۲۲ مه د بلوچستان سول ملازمينو ته د ټريننګ ورکولو په دوران کې "د تاوتريخوالي افراطيت سره د مبارزې، د ستراتیژیکي اړیکو او رسنیو د ښکیلتیا" په اړه درس ورکوي. [په پيښور کې د پاکستان د خدماتو اکيډمي]

طاهرخان، چې د بي بي سي اردو خبريال دی، په پېښور کې د فبرورۍ په ۲۲ مه د بلوچستان سول ملازمينو ته د ټريننګ ورکولو په دوران کې "د تاوتريخوالي افراطيت سره د مبارزې، د ستراتیژیکي اړیکو او رسنیو د ښکیلتیا" په اړه درس ورکوي. [په پيښور کې د پاکستان د خدماتو اکيډمي]

محمد عثمان، چې په پي پي سي کې ريسرچ منيجر دی، وويل، پي پي سي کوشش کوي چې سول ملازمينو ته، د وياندانو په شمول، د تروریزم سره د مبارزې لپاره د تدابیرو او د رسنیو په اړه ټريننګ ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په دې ټريننګ کې د سول ملازمينو لپاره پيغام خورا روښانه دی: که خبريالان هر څنګه پوښتنه وکړي، دوی له پکار ده چې د دولت موقف وړاندې کړي."

د ميډيا او امنيت نامتو کارپوهانو، خپرونکي او د عامې پالیسۍ ماهرې، بيرسټر مهرين خان، د پرنټ او اليکټرانک ميډيا ژورناليسته قطرينه حسین، ژورناليست طاهر عمران او کالم نګار خورشید نديم په شمول، د رسنیو سره په مناسب ډول د خبرو اترو په اړه درسونه ورکړل.

په دې ټريننګ کې جعلي مشقونه هم شامل ول. په دغه مشقونو کې حکومتي چارواکي شامل ول چې د ميډيا سره يې جعلي کانفرنسونه ترسره کول چې د ترهګریزو اعمالو لکه بمبارۍ، د جهاز د اغوا کولو، د مذهبي مشرانو د وژلو، د جیليانو د تښتيدو، او نورو پیښو نه وروسته د حکومت د موقف تشریح وکړي.

د خلکو رايې جوړول

محمد اکمل خان، چې په پي پي سي کې ډيجيټل او کيمپين منيجر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې ټريننګ موخه داده چې [نوي ټاکل شوي] سول ملازمينو ته د مطبوعاتو سره د معلوماتو شریکولو په اړه عصري طريقې وښيي، او په هغوی کې اعتماد پيدا کړي چې د تاوتریخوالي د پیښې نه وروسته د ميډيا سره په ښه توګه خبرې وکړي."

هغه وويل، په موجوده حالاتو کې، چې د خلکو رايې جوړولو کې د ميډيا رول اړین دی، دا ضروري خبره ده چې د حکومت وياندانو ته توان ورکړي چې د ترهګرۍ په اړه د حکومت موقف وړاندې کړي او په اغیزمنه توګه يې دفاع وکړي.

اکمل وويل، "کله چې يو ترهګريز بريد رامنځته شي، نو حکومتي استازي ډير لږ وخت لري چې په حالاتو باندې ځان پوهه کړي او د ميډيا سره مخامخ شي." "که چیرې چارواکي په سمه توګه روزل شوي وي، نو دوی کولی شي چې د پیښې حساسیت او په ټولنه باندې د ددې اغیز په پام کې نیولو سره یو مناسب بيان ورکړي."

مهرين خان په ټريننګ کې ګډون کوونکو ته وويل، "په پاکستان کې يو داسې رجحان رامنځته شوی دی چې د خبرونو راپورونه د هيجان نه ډک وي. د دې وجه دا ده چې ټي وي چينلونه د ريټنګ لپاره په سیالۍ کې بوخت دي، او تر ټولو نه مخکې خبر ورکولو لپاره معلومات ژر تر ژره ورکول ضروري دي."

د انتظاميې سول ملازمينو له پکار ده چې د ميډيا سره د خبرو اترو لپاره ځان تيار وساتي، ځکه، که چيرې هغوی ته د ترهګرۍ د پيښې نه وروسته مناسب معلومات ور نه کړل شول، نو دوی به د مقرره وخت د فشار له کبله په افواه ګانو تکيه کوي.

نجم سحر، چې په پيښور کې په سول سروسز اکيډمۍ کې ډپټي ډايريکټر دی، وويل، د ميډيا سره د مخامخ کيدو لپاره د موجوده ضرورياتو په پام کې نيولو سره، دا ټريننګ کورس د ډیرې پاملرنې وروسته تيار کړی شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې ټريننګ موخه دا ده چې سول ملازمين د هغه اغيزمنو لارو چارو سره معرفي کړي کومې چې د رسنیو له لارې خلکو ته د معلوماتو رسولو لپاره کارول کيږي."

په اعتماد سره د ميډيا سره مخامخ کيدل

قطرينه حسين، چې په کراچۍ کې یوه ژونالسته ده او د پي پي سي پخوانۍ مشره ده، وویل، "دا مشق به د بلوچستان د سول ملازمينو ويره او وارخطایي لرې کړي، چیرې چې وضعیت خراب وي او چیرې چې دوی د چارج اخيستلو وروسته د بحران سره مخ کيدې شي." قطرينه حسين په دغه ټريننګ کې موجود وه.

هغې زياته کړه، ګډونوالو د ټريننګ مهمې خبرې په پام کې ونيولې چې څنګه به دوی د ميډيا سره خبرې وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان موقف وړاندې کړي.

ډاکټر مير ويس خان، چې يو ډاکټر دی او د ټريننګ نه وروسته يې په پشين ډسټرکټ کې د سيکشن آفيسر په توګه چارج واخيستو، وويل، "دا ټريننګ ډیر اغیزمن و او زما يې رهنمايي وکړه چې څنګه به مونږ د مناسبو الفاظو او بیانونو په کارولو سره د خراب وضعیت سره مقابله وکړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دې ټريننګ ما سره مرسته کړې چې د تروریزم د پيښې وروسته د حالاتو په حساسیت ځان پوهه کړم او د حکومت د استازي په توګه میډیا ته مناسب بیان ورکړم.

ثنا مهجبين، چې په جفعفر آباد ډسټرکټ کې اسسټنټ کمشنره ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "زه نه پوهیدم چې د ميډيا سره خبرې کول څومره ستونزمن کار دی."

هغې وويل، "دې ټريننګ مونږ ته معلومات راکړل چې څنګه د ميډيا سره په اعتماد سره خبرې وکړو او د هغوی پوښتنو ته په مناسبه توګه ځواب ورکړو چې زموږ د حکومت موقف په ګوته کوي."

هغې وويل: "د جعلي کانفرنسونو په دوران کې، زه د ژورنالیستانو د ځینو پوښتنو له کبله غوسه شوم، خو په ټريننګ کې د زدکړې له کبله زه د فشار لاندې رانه غلم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500