تروريزم

اسلام نه، بلکې لالچ د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې وسله وال هڅوي

د جاويد محمود لخوا

د پاکستان د مخدره موادو پر ضد ځواک د دسمبر په ۱۲ مه په کويټه کې په مراسمو کې د غیرقانوني مخدره موادو، چې د سوځيدلو په حالت کې ښودل شوي دي، مخې ته ولاړ دی. د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر له مخې، د افغانستان د ۴۵٪ نه زيات غیرقانوني افيم له پاکستان له لارې د يورپ او ايشيا بازارونو ته لیږدول کیږي. که څه هم، وسله وال دا اعا کوي چې د هغوی موخه د اسلام سره سمه ده خو زياتره وسله وال د نشه یي توکو په پيدا کولو کې ښکيل دي. [بنارس خان / ای ايف پي]

د پاکستان د مخدره موادو پر ضد ځواک د دسمبر په ۱۲ مه په کويټه کې په مراسمو کې د غیرقانوني مخدره موادو، چې د سوځيدلو په حالت کې ښودل شوي دي، مخې ته ولاړ دی. د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر له مخې، د افغانستان د ۴۵٪ نه زيات غیرقانوني افيم له پاکستان له لارې د يورپ او ايشيا بازارونو ته لیږدول کیږي. که څه هم، وسله وال دا اعا کوي چې د هغوی موخه د اسلام سره سمه ده خو زياتره وسله وال د نشه یي توکو په پيدا کولو کې ښکيل دي. [بنارس خان / ای ايف پي]

اسلام آباد -- شنونکي وايي چې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې وسله والې ډلې د اسلام لپاره نه بلکې د پیسو او واک ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.

د يو راپور له مخې، چې په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو انسټیټیوټ (آی ایس ایس آی) د جنورۍ په ۳۱ مه خپور کړی دی، لږ تر لږه ۲۱ مختلفې وسله والې ډلې، چې ځينې په پاکستان کې میشت دي، په افغانستان کې شتون لري.

دا راپور په دې ورستيو کې د افغانستان په مرکزي ښار کې د طالبانو او د داعش د ترهګريزو بريدونو د لړۍ پلټنه کوي چې په سلګونو خلک په کې وژل شوي او يو شمير نور په کې ژوبل شوي ول.

دغه راپور په پاې کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د قتل عام له منځه وړلو او امن ساتلو لپاره پکار ده چې زیاتیدونکي ترهګري ختمه کړی شي.

مخدره مواد او تاوتریخوالی د اسلام سره هیڅ تړاو نه لري

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری پاتی شوی دی، وویل، "په دغو ۲۱ ډلو کې، ځینې په دواړو هیوادونو کې د پیسو لپاره تروريستي بريدونه ترسره کوي او د اسلام د ایډیالوژۍ سره هیڅ تړاو نه لري."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "[داعش]، افغان طالبان، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] -- د فضل الله او محسود ډلو په ګډون -- القاعده، حقاني ډله، لشکر اسلام، لشکر طیبه، لشکر جهنګوي، سپاه محمد، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، انصار الاسلام، د اسلامي جهاد غورځنګ او نورې ترهګريزې ډلې له تیرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې فعالیت کوي."

هغه وويل، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیاتو، په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو په ګډون، په پاکستان کې د ډیرو وسله والو ډلو مشران افغانستان ته په تیښته مجبوره کړې دي.

په دې ډلو کې ځینې ډلې یوازې په افغانستان کې امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کوي، په داسې حال کې چې نورې ډلې په پاکستان کې د تاوتریخوالي فعالیتونه ترسره کوي.

شاه وويل، سره له دې، د دوی فعالیتونه "يوازې د پیسو لپاره دي."

هغه وويل، "په افغانستان کې وسله والې ډلې د کوکنارو کښت، د مخدره موادو او د وسلو د قاچاق، او په خپلو مرکزونو کې د بهتې او د 'ټيکسونو' د اخيستلو له لارې هر کال د ۱۰ ميليارده امريکايي ډالرو [ ۱.۱ ټريليونه پاکستانۍ روپۍ] نه زياتې پيسې ګټې."

وسله وال د 'غير قانوني پیسو' لپاره جګړه کوي

شاه وويل، افغان طالبان د غير قانوني پیسو د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو نه مخکې دي، ځکه چې دوی په هغه سیمو باندې کنټرول لري چيرته چې افغان ځواکونه لږ شتون لري.

په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډیروالی د افغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو لپاره د عوایدو عمده سرچینه وه. کوکنار د افيمو او هيروين جوړولو لپاره کارول کيږي چې په اسلام کې حرام ګڼل کیږي.

د شاه په وینا، تروريستي ډلې غیرقانوني بودیجې د اورپکۍ د ترسره کولو، د وسلو د اخيستلو، د غړو د استخدام او د عملیاتي لګښتونو لپاره کاروي.

هغه وويل، په افغانستان کې، طالبان په کندهار او هلمند صوبه کې فعال دي، په داسې حال کې چې داعش په ننګرهار او کندوز صوبو کې په ترهګریزو بریدونو کې ښکیل دي. هغه زیاته کړه دواړه ډلې د یو بل سره د واک او پیسو لپاره جګړه کوي..

دواړه ډلې په کابل کې په ملکي او حکومتي تاسیساتو باندې برید کوي.

افغانستان او پاکستان باید د تروریزم سره مبارزه وکړي

امنیتي شنونکي وايي، چې وسله والې ډلې د غیر قانوني ګټو لپاره د افغانستان او پاکستان په ویجاړولو کې د پام وړ دلچسپي لري.

کرنل (ريټايرډ) علي رضا مير، چې مخکې يې د پاکستان د استخباراتو په اداره کې د ترهګرۍ ضد ادارې سره کار کړی، وويل، "په افغانستان کې د ټولو ترهګريزو ډلو د فعالیتونو یوازینۍ موخه دا ده چې د بریدونو او بمباریو له لارې افغانستان او پاکستان بې ثباته کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، په افغانستان کې د وسله والو لپاره په اسانۍ سره وسلې دستياب دي ځکه چې نړیوال قاچاق وړونکي ډلې توان لري چې په وچ ګيرې هيواد کې هر ځای ته وسلې واستوي."

د پاکستان لوري ته، چارواکو د سرحدونو مدیریت ښه کړی او د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته يې باړ لګولی دی. هغه وویل، د دې ستراتیژۍ له کبله په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د تروريستي بریدونو شدت کم شوی دی.

مير وويل، "پاکستاني امنيتي ځواکونو هم د ترهګرو پر وړاندې استخباراتي عمليات ترسره کړي دي، چې د ترهګرو شبکې يې له منځه وړي دي او امنيتي وضعيت يې ښه کړی دی."

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د فبرورۍ په ۱۳ مه په سیمه ایز امنیتي کانفرنس کې د خپل هیواد د پوځي عملیاتو د بریالیتوب په اړه خبرې وکړې.

باجوه د کانفرنس ګډونوالو ته مشوره ورکړه چې په افغانستان کې د اورپکۍ د مخنیوي لپاره د صفر زغم پالیسي غوره کړي.

مير وويل، افغانستان او پاکستان له پکار ده چې په دواړو هيوادونو کې د تل پاتې سولی لپاره په ګډه د حل لاره په ګوته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان طالبانو په دور کې، افغانستان په بشپړه توګه د اپيمو نه پاک شوی و. تاریخ وګورئ. سي آی ای او نورې بهرني ادارې د خپلو مالي ګټو لپاره دا کار کوي.

ځواب