امنیت

ایران د خپلې 'ناوړې' جغرافیايي اجنډې د پوره کولو لپاره د پاکستان شیعه کاروي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د سوريې دولت پلوه ځواکونه د تير اپريل په ۲۶ مه د دمشق په شاوخوا کې په سيده زينب جومات کې د جنازې په مراسمو کې سلوټ کوي. [لويې بشارا /ای ايف پي]

د سوريې دولت پلوه ځواکونه د تير اپريل په ۲۶ مه د دمشق په شاوخوا کې په سيده زينب جومات کې د جنازې په مراسمو کې سلوټ کوي. [لويې بشارا /ای ايف پي]

کويټه -- سرچینو پاکستان فارورډ ته وویل، ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول (آی آر جي سي) په پراکسي ملېشا کې د پاکستاني شیعه ګانو استخدام کولو ته دوام ورکوي، چې د پاکستان ملي حاکميت ته زيان رسوي. د دې مطلب دا دی چې د تهران جغرافیایي مشنونه پای ته ورسوي.

راپورونه ښیي چې تر ۱۲،۰۰۰ پورې پاکستاني او افغان شیعه د ايران اسلامي انقلاب ګارډ قول په زينبيون بريګيډ او فاطميون ډویژن کې استخدام شوي دي چې په سوريه، پمنځني ختیځ او نورو ناکرارو سیمو کې جګړه وکړي.

ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، چې په اسلام اباد کې د دفاع يو شنونکى دى، وويل، "ايران زموږ په سيمه کې د خپلو ستراتېژیکو ګټو لپاره فرقه واريت ته هوا ورکوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، چې ایران د "شیعه ګانو حقوق او تحفظ" مفکوره کاروي چې پاکستانیان استخدام کړي. په حقيقت کې، که څه هم، دا پاکستانيان کاروي چې د آی آر جي سي د جغرافيايي او سیاسي ستراتیژۍ پيروي وکړي.

دا انځور، چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوې، په ایران کې جنازه ښيي کومه چې د هغه شیعه ملېشو د غړو لپاره ترسره شوه کوم چې په سوریه کې وژل شوي ول. د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول زینبیون بريګيډ، چې په پاکستان شيعه ګانو باندې مشتمل دی، جهنډا په نظر راځي.

دا انځور، چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوې، په ایران کې جنازه ښيي کومه چې د هغه شیعه ملېشو د غړو لپاره ترسره شوه کوم چې په سوریه کې وژل شوي ول. د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول زینبیون بريګيډ، چې په پاکستان شيعه ګانو باندې مشتمل دی، جهنډا په نظر راځي.

هغه وويل، هغه پاکستانيان، چې په سوريه کې د ايران د موخو لپاره جګړه کوي، د پاکستان انځور ته زيان رسوي.

هغه وويل، "په سوریه کې د پاکستاني شیعه وسله والو د جنګي جرمونو له امله، نړیواله ټولنه په سوریه کې په جګړه کې د ښکیلتیا له کبله په پاکستان تور لګوي."

عمر وويل، د دې خبرې ضرورت دی چې په زرګونو پاکستاني هغه حاجیانو څارنه وکړی شي کوم چې ایران ته لاړ شي او بیرته نه راځي.

هغه وويل، "د پاکستان د خير لپاره، دا وخت دى چې امنيتي ادارې په دې مسله په جدي توګه غور وکړي او د ايران د نفوذ د ختمولو لپاره سخت ګامونه پورته کړي."

پاکستانيان ښکيل کول

د تروریزم ضد لوړ پوړي چارواکي، چې د پاکستان د دفاع په وزارت کې کار کوي، د نوم د نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "ایران يوه خپله ستراتيژي لري چې [په سيمه کې] فرقه ایزو شخړو ته هوا ورکړي."

هغه د ايران د حج دوو ځايونو ته په اشارې سره وويل، "د ايران د اسلامي انقلاب قول زياتره د هغه شیعه عالمانو نه کار اخلي کوم چې له ایران سره نږدې اړیکې لري او ځینو د قوم او مشهد په مدرسو کې تعليم ترلاسه کړی وې."

هغه وویل چې په پاکستان کې د ایران لپاره د استخدام تر ټولو ښه سيمې پاړه چنار، د پنجاب سویلي سيمې، کراچۍ، کويټه او د بلوچستان هغه سيمې دي چې د افغانستان سره پوله لري.

هغه وويل، د پاکستان شیعه ګان د ډیرو وجوهاتو لپاره د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول لپاره جګړه کوي، خو ديني عالمان يو شمير کسان تر خپل کنټرول لاندې راولي او وايي چې د آی آر جي سي ترڅنګ جګړه به په سوریه کې د مقدسو ځایونو ساتنه وکړي.

علامه اکبر حسين زاهدي، چې په بلوچستان کې د شیعه علماء شورا صدر دی، وویل، افراطي سازمانونه لکه د ایران ملاتړي، "د خلکو د حالاتو نه ګټه پورته کوي."

هغه وويل، د ایران د ملاتړي عالمانو د فرقه يي دليلونو سربیره، "بله وجه پيسه ده چې ځوانان وسله وال سوريه ته د جګړې لپاره ځي،" او د جګړې لپاره د ليږلو نه مخکې د ايران مليشا د پاکستانيانو سره د پيسو ورکولو وعده کوي.

زاهدي پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ ځوانان د بهرني پلانونو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکوي." "دا جګړه یوازې د ایران سیاسي موخې ترلاسه کوي."

ايران پاکستان ته 'انقلاب صادروي'

عثمان عابد، چې په کويټه کې د استخباراتو یو سينير چارواکی دی، وویل، "یو شمیر ایراني چارواکي په پاکستان کې په پټه کار کوي چې خپله اجنډه پوره کړي او هغه ګروپونو ته مالي او لوژيستيکي مرسته ورکړي کوم چې د شیعه وسله والو په ګمارلو کې ښکیل دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په سختۍ سره کار کوو چې په خپله خاوره باندې د بهرني نفوذ مخه ونیسو او هیڅکله به هيڅ يو کس ته اجازه ورنه کړو چې زموږ ځمکه د خپلو موخو لپاره استعمال کړي."

عابد زياته کړه، د فبرورۍ په لومړيو کې "د ایران په قونسلګرۍ کې د ایران يو سينير سفارتکار په کويټه کې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول د پنځو نورو شکمن کسانو سره ونيول شو."

هغه وويل، د شکمنو کسانو تحقیقاتو "د هغوی د شبکې په اړه خورا مهم او پټ معلومات څرګند کړل. زموږ ځواکونه امید لري چې د دې شبکې نور غړي به ژر تر ژره ونیول شي."

عابد وويل، "موږ شک لرو چې يو شمېر بهرني فرهنګي مرکزونه د پاکستان سالميت ته زيان رسوي او په پټه د شيعه وسله والو استخدام کوي."

هغه وويل، "موږ غواړو چې ايران دې زموږ سيمې ته د انقلاب صادر کولو کوشش ونه کړي."

'ناوړه پلانونه'

لياقت علي هزاره، چې په ښار کې د هزارې قبيلې مشر دی او د امیر نړیوال ټرانسپورټ کمپنۍ مالک دی، وویل، "په کويټه کې ایراني ايجنټان زموږ ځوانان ګمراه کوي ... او هغوی په سوريه او د نړۍ په نورو برخو کې په وسله والو شخړو کې استعمالوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "ايران د خپلو ناوړه پلانونو لپاره په پاکستان کې يوه خفيه لوبه کوي." هغه زياته کړه، د دې ډلو لخوا رامنځته شوی فرقه واريت د بلوچستان اوسيدونکي په لوی خطر کې اچوي.

هغه وويل، "د سوريې په جګړه کې د شيعه وسله والو هر ډول ګډون به په هېواد کې زموږ د ټولنې امنيت ښه نه کړي."

هزاره وويل، "موږ له پکار ده چې د هغه عناصر حوصله افزايي ونه کړو کوم چې کوشش کوي چې زموږ قوم د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمال کړي." هغه زياته کړه، چارواکي بايد د هغو عناصرو په وړاندې ګام پورته کړي کوم چې د هېواد واکمنۍ ته زيان رسوي.

رشید احمد، چې د افغانستان د امنیتي چارو کارپوه دی او په اسلام آباد کې د ملي دفاع يونيورسټۍ کې ښوونه کوي، موافقه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان له مخکې نه د ترهګرۍ قرباني دی او موږ د تروریزم په وړاندي په جګړه کې په زرګونو خلک له لاسه ورکړي دي." "دولت باید د هغه ډلو په وړاندې سخت ګام پورته کړي کومې چې د سولی ضد فعاليتونو کې ښکيل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 19

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ایران دی ... له بده مرغه.

ځواب

الله دې پاکستان د شيعه ګانو او بدمعاشانو نه خوندي وساتي. آمين.

ځواب

ایران او سعودی د نړیوالو ادارو ايجنټان دي او دوی ته دا کار ورکړل شوی دی چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي او فرقه ايزو شخړو ته هوا ورکړي چې په امت کې بې اتفاقي او تباهي راولي.

ځواب

زه تيار يم

ځواب

دا د سعودي عرب او يا د ایران د موقف منلو خبره نه ده. دواړه هېوادونه خپل ملي، سیمه ایز، فرقه يي، اقتصادي او سیمه ییزې ګټې لري. سعودي عرب نه غواړي چې ايران دې د سعودي عرب په شاوخوا کې خپلې ریښې وغځوي او ایران غواړي چې په نږدې هیوادونو کې د سعودي عرب نفوذ ختم کړي. د عقل خاوندانو له پکار ده چې د دې مسلې په دواړو خواوو غور وکړي، موږ ټول د دواړو هیوادونو تاریخ پېژنو.

ځواب

تاسو د پاکستاني ترهګرو لکه القاعده، طالبان، لشکر جهنګوي، سپاه صحابه پاکستان وغيره په اړه ليکل ولې نه کوئ ... تاسو د سعودي د مالي مرستې په اړه ولې ليکل نه کوئ؟

ځواب

که چيرې ته د ايران په اړه ډير انديښمن يئ، نو هلته لاړ شه. د پاکستان سوله مه تباه کوه.

ځواب

دوی له خوراک له دې ځای څخه ورکول کیږي او دفاع د ايران کوي، دوی باید له دې ځای څخه وویستل شي چې خون خرابه پای ته ورسيږي.

ځواب

هو، تاسو سمه خبره کوئ. ايران يو تروريست هيواد دی. دوی په عراق، افغانستان اور شام کې په میلیونو خلک وژلي دي. (شرم دې وکړي)

ځواب

د سعود د نيکونو څخه د وهابي ترهګرو په اړه تاسو څه وايئ ... تاسو د هغوی په اړه څه ولې نه وايئ چې د اسرايلو او آمريکې په مرضۍ يې د بې ګناه کسانو نه سرونه پرې کړل، هغوی يې ژوندي وسوځول او په سوريه او عراق کې يې د هغوی د ښځو سره جنسي تيري وکړو؟؟؟؟ ايران هغوی ټول په دوزخ کې اچولې دي ... اوس، د الله تعالی په فضل سره، خلک په منځني ختيځ کې د آرام ساه اخلي...

ځواب

د افغانستان طالبان په پاکستان کې په میلیونو شیعه ګان وژني. هیڅ يو کس په دی غور نه کوي؟ پاکستان په پاکستان کې د شیعه ګانو په حفاظت کولو کې ناکامه شوی دی. کله چې شیعه ګان د خپلې دفاع لپاره آواز پورته کوي، نو پاکستان دې ته د فرقه ايز تاوتریخوالي رنګ ورکوي؟ دا څه دي

ځواب

دا په بشپړه توګه د ایران پر ضد پروپيګنډه ده. آيا تاسو د هغه ټولو ځوان پاکستانیانو تپوس کړی چې سعودي عرب ته لیږل کیږي او سلفيان او وهابیان ورته تربيت ورکوي؟ دوی په ښکاره ډول ایرانيان استعمالوي چې دا حقیقت پټ وساتي!

ځواب

ريټايرډ ميجر عمر ۱۰۰ فيصده د اسرايلو لپاره کار کوي.

ځواب

جعلي خبرونه. پروپيګنډه مه خپروئ ...

ځواب

سعودي عرب او چین دواړه لوبه کوي. په پاکستان کې د بې وزلۍ له امله ځوانان په اسانۍ سره ګمراه کيدی شي. ایران له دې ځای نه خلک استخداموي په داسې حال کې چې چین دغه ځوانان د تجارت لپاره استعمالوي او سعودي عرب زموږ خلک د خپلو ګټو لپاره استخداموي. د امنیتي ادارو نه علاوه، د پاکستان خلکو له هم پکار ده چې په هغه ناوړه فعالیتونو او وجوهاتو غور وکړي چې ولې دوی زمونږ په خلکو کې دلچسپي اخلي او زمونږ سره ښه سلوک کوي.

ځواب

شروع کوم د الله په نوم سره ۔ دا مقاله ډيره د تعصب نه ډکه ده او د پاکستان د شیعه ټولنې خلاف ده، یوازې د تکفیریانو، اسراییلو او امریکایانو د ګټو د پاره ده. دې ټولو په سوریه کې ستر ماتی وخوړو، له همدې امله دوی دا ډول پروپيګنډې کوي.

ځواب

دا ښه معلومات دي، زه په دې فخر کوم چې پاکستانی يم.

ځواب

حيرانوونکی .........

ځواب

دا ريښتيا دي، موږ له پکار ده چې بهرني اشغالګر منع کړو چې زموږ ځوانان د خپلو ناوړه اعمالو لپاره نه کاروي.

ځواب