تکنالوژي

د خیبرپښتونخواه د تعليم پروجيکټونه زده کوونکو ته د سوداګرۍ ډیجیټل مهارتونه ښيي

د دانش يوسفزۍ لخوا

طالب علمان د مردان په پار هوتي کې د تير اپريل په ۱۲ مه په ګورنټمنټ پرايمري سکول کې موبايل ايپليکيشن جوړوي. د خیبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ (کې پي آی ټي بي) د ابتدايي عمر پروګرام (اي ای پي) پروجيکټ د برخې په توګه د ۶ م کلاس نه تر ۹ م کلاس پورې ځوانانو ته په ډیجیټل مهارتونو کې ټريننګ ورکوي. [د خېبرپښتونخواه د ابتدايي او ثانوي تعليم وزارت]

طالب علمان د مردان په پار هوتي کې د تير اپريل په ۱۲ مه په ګورنټمنټ پرايمري سکول کې موبايل ايپليکيشن جوړوي. د خیبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ (کې پي آی ټي بي) د ابتدايي عمر پروګرام (اي ای پي) پروجيکټ د برخې په توګه د ۶ م کلاس نه تر ۹ م کلاس پورې ځوانانو ته په ډیجیټل مهارتونو کې ټريننګ ورکوي. [د خېبرپښتونخواه د ابتدايي او ثانوي تعليم وزارت]

پیښور -- مخکې له هغې چې ۱۵ کلنه حفصه طارق خان د خیبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ په اي ای پي پروجيکټ کې برخه واخيسته، هغې هیڅکله هم دا فکر نه و کړی چې د نهم کلاس يوه طالب علمه به د سمارټ فون لپاره ايپليکيشن جوړ کړي.

خو حفصه، چې په پېښور کې په ګورنمنټ کمپري هینسو ګرلز هایير سيکنډري سکول کې طالب علمه ده، دغه کار ترسره کړو.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، ما د سمارټ فون لپاره يو ايپليکيشن د سکريچ کارلو سره جوړ کړی دی چې د ټيلي ويژن په نامه ياديږي."هغې د پروګرامينګ لپاره هغه وړيا آنلاين وسيلې ته اشاره وکړه کومه چې د ايم آی ټي ليب طالب علمانو ته ورکوي." د دې ايپ په کارولو سره، موږ کولی شو چې د خبرونو، موسم، لوبو، کارټونونو، پخلي کولو، موزیک او د ډرامې چینلونو ته لاسرسی ترلاسه کړو."

هغې وویل، "دې نوښت د پروګرامينګ په اړه زما سوچ بدل کړی دی."

پنځلس کلنه حفصه طارق خان (ښي اړخ ته) په هغه ۳،۰۰۰ زده کونکو کې ده کومو چې د اپريل نه تر دسبمر پورې د خیبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ په اي ای پي پروجيکټ کې برخه اخیستې وه. لکه څنګه چې په دې انځور کې ښودل شوي، زده کوونکي د اپريل په ۱۲ مه په ګورنمنټ پرايمري سکول نمبر ۱ مردان کې په کلاسونو کې د سمارټ فونونو لپاره ګيمونه جوړوي. [د خېبرپښتونخواه د ابتدایي او ثانوي تعلیم وزارت]

پنځلس کلنه حفصه طارق خان (ښي اړخ ته) په هغه ۳،۰۰۰ زده کونکو کې ده کومو چې د اپريل نه تر دسبمر پورې د خیبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ په اي ای پي پروجيکټ کې برخه اخیستې وه. لکه څنګه چې په دې انځور کې ښودل شوي، زده کوونکي د اپريل په ۱۲ مه په ګورنمنټ پرايمري سکول نمبر ۱ مردان کې په کلاسونو کې د سمارټ فونونو لپاره ګيمونه جوړوي. [د خېبرپښتونخواه د ابتدایي او ثانوي تعلیم وزارت]

حفصه د شپږم نه تر نهم کلاس پورې د سکول په هغه ۳،۰۰۰ ماشومانو کې ده کومو چې د اي ای پي په لومړي پړاو کې ټريننګ ترلاسه کړو. د پروجيکټ دا پړاو د می په مياشت کې پیل شو او د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په مياشت کې پای ته ورسېدو. د دوی انتخاب په ټوله صوبه کې د ۶۰ سکولونو نه شوی وو. د خیبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ د اپریل په میاشت کې د دې پروجيکټ د پلي کولو لپاره ښوونکو او روزونکو ته ټريننګ ورکړو.

د اي ای پي منيجر ذيشان خان له مخې، په دوهم پړاو کې، چې د جنورۍ په میاشت کې پیل شوی و، د خیبر پښتونخواه د معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ موخه لري چې له ۳۰۰ څخه زیات سکولونو ۱۵،۰۰۰ طالب علمانو ته د سوداګرۍ ډیجیټل مهارتونه وښيي.

هغه وويل، د دې پروجېکټ موخه دا ده چې طالب علمانو ته د سافټویر کوډينګ او پروګرامينګ په اړه تربيت ورکړي، چې دا به په پبلک سکولونو کې د کمپیوټر په "پخواني" کورسونو کې اضافي مواد شامل کړي.

د اتو میاشتو په موده کې، زده کونکي په سکولونو کې په خالي کلاسونو کې هره ورځ د دوو يا دريو ګهنټو لپاره ډيجيټل مهارتونه زده کوي.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "اي ای پي په دې خبره تمرکز کوي چې طالب علمانو ته د سافټویر کوډينګ ټريننګ د کوډ.آرګ او سکريچ کارولو سره په داسې انداز کې ورکړي چې په هغې کې تفريح شامله وي او طالب علمان په کې برخه واخلي." "مونږ د بلاګ په جوړولو او [همداراز] د سمارټ فونونو لپاره د ايپليکيشن او ګيمونو په جوړولو باندې تمرکز کوو."

ډیجیټل مهارتونه په روزګار کې بدلول

د ورته نوښت لاندې، د خيبر پښتونخواه د معلوماتي ټکنالوژۍ بورډ د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې د ځوانانو لپاره د روزګار پروګرام (وايي اي پي) لومړی پړاو پیل کړو. دا په تیر اکتوبر کې پای ته ورسیدو.

د وايي اي پي له مخې، ۲۱۰۰ زده کونکو ته د مختلفو کورسونو، لکه د ګيم جوړولو، ډیجیټل سوداګریز اړیکو، بلاګنګ او د لیکلو، ګرافیک ډیزاین، ډیجیټل مارکیټنګ، یوټیوب او انټرايکټيو ميډيا ورډپريس، فل سټيک ډويلوپمنټ په اړه ټريننګ ورکړی شوې او ښځو ته په ټکنالوژۍ او ډيټا ساينسز کې تربيت ورکړی شوی دی.

د وايي اي پي دوهم پړاو په تير اکتوبر کې پیل شو او د ۲۰۱۹ کال تر دسمبر پورې به جاري وي، چې موخه يې ۴۰،۰۰۰ طالب علمانو ته د سوداګرۍ ډیجیټل مهارتونه ښول دي.

د وايي اي پي پروجيکټ ډايريکټر، شعيب خان، له مخي، وايي اي پي د حکومت د نوي "ډیجیټل کې پي" نوښت برخه ده. دا څلور اړخيزه ستراتیژي ده چې موخه یې انټرنیټ ته لاس رسي برابرول، ډیجیټل مهارتونو ته وده ورکول، ډیجیټل حکومتدارۍ ته وده ورکول او په صوبه کې ډیجیټل اقتصاد ته وده ورکول شامل دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا کورسونه هغه ډیجیټل مهارتونو ته په وده ورکولو باندې تمرکز کوي کوم چې د نن ورځ په ډیجیټل اقتصاد کې لوړ ډيمانډ لري."

هغه وویل، "زموږ ډیرو تعليم يافته کسانو د آنلاین مارکيټنګ او د مختلفو شيانو د خرڅولو له لارې پيسې ګټل پیل کړي دي." "موږ د هغوی ظرفیت ته وده ورکړې او هغوی ته مو هغه وسايل او تخنيکونه ورکړي کوم چې په انټرنیټ باندې د روزګار ترلاسه کولو لپاره اړین دي."

د خيبر پښتونخواه د ابتدايي او ثانوي تعليم وزارت وزیر محمد عاطف خان پاکستان فارورډ ته وويل، "د پاکستان د پرمختګ لپاره غوره لاره دا ده چې موږ خپل ماشومان د عصري ټیکنالوژۍ سره سمبال کړو او هغوی ته تربيت ورکړو، او دا زموږ د حکومت او تعلیمي پالیسۍ لومړۍ ترجيح ده."

هغه وويل، "زموږ ماشومان زموږ راتلونکې دي، او موږ غواړو چې خپل راتلونکى د ښه ډول ټکنالوجۍ او مهارتونو سره سمبال کړو." "په راتلونکي کې به ټول ماشومان په ټیکنالوژۍ تکیه کوي او که چيرې دوی په هغه ټکنالوژۍ کې مهارت ترلاسه کړي کومه چې زموږ په چاپیریال کې موجود وي، نو دوی به بریالي وي"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه زه هیله لرم چې دا ډول پروګرامونه به په نورو صوبو کې هم ژر پیل کړی شي.

ځواب