جرم او انصاف

د مشال خان قاتل 'د توهین رسالت' په تور د قتل کولو له امله د مرګ سزا ترلاسه کوي

د جاويد خان لخوا

د پاکستان ځايي ژورنالیستان د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۷ مه په هري پور کې د مرکزي جيل نه بهر په نوټس بورډ باندې د هغه شکمن کسانو خلاف د عدالت د فيصلې تصويرونه اوباسي کوم چې د کفر په تور وژلو کې تورن ول. [عامر قریشی / ای ايف پي]

د پاکستان ځايي ژورنالیستان د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۷ مه په هري پور کې د مرکزي جيل نه بهر په نوټس بورډ باندې د هغه شکمن کسانو خلاف د عدالت د فيصلې تصويرونه اوباسي کوم چې د کفر په تور وژلو کې تورن ول. [عامر قریشی / ای ايف پي]

پیښور -- د مشال خان د وژلو په کيس کې د چهارشنې په ورځ ( د فبرورۍ په ۷ مه) دغه سزا واورولی شوه.

مشال، چې په مردان کې په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې ۲۳ کلن زده کوونکی و، د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۳ مه په کيمپس کې د غلطو افواهګانو (چې هغه توهین رسالت کړی دی) له کبله د یو هجوم لخوا ووژل شو. د وژلو نه مخکې، هجوم هغه ووهلو او په ډزو يې وويشتلو.

دغه کیمپس د يو څو هفتو لپاره بند و.

د هري پور په مرکزي جيل کې د تروریزم ضد عدالت د هغه په قاتلینو کې يو قاتل -- عمران علی، چې د مشال د کلاس ملګری و -- ته د مرګ سزا واوروله. پنځه نورو تورن کسانو ته د عمر بند سزا واورول شوه.

پاکستاني فعالين د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۴ مه په کراچۍ کې په يو احتجاج کې د مشال خان، چې د کلاس د ملګرو لخوا وژل شوی و، د وژلو خلاف شعارونه پورته کوي. [آصف حسن/ ای ايف پي]

پاکستاني فعالين د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۴ مه په کراچۍ کې په يو احتجاج کې د مشال خان، چې د کلاس د ملګرو لخوا وژل شوی و، د وژلو خلاف شعارونه پورته کوي. [آصف حسن/ ای ايف پي]

د مشال خان د کورنۍ غړي د قرآن کریم تلاوت کوي او د تيرې می په مياشت کې د صوابۍ په زيده کې د هغه د وژلو د څلويښتمې ورځ په موقع د هغه لپاره دعا کوي. [جاوید خان]

د مشال خان د کورنۍ غړي د قرآن کریم تلاوت کوي او د تيرې می په مياشت کې د صوابۍ په زيده کې د هغه د وژلو د څلويښتمې ورځ په موقع د هغه لپاره دعا کوي. [جاوید خان]

د ډان خبري اژانس له مخې، پنځه وويشت تورن کسانو ته د څلورو کلونو د قيد سزا واورول شوه. شپږ ویشت نور کسان بري کړی شول.

د راپور له مخې، يو څو میاشتې وروسته خپور شوي راپور دا څرګنده کړه چې په مشال باندې په دروغه تور لګولی شوی و. د سیکولر طالب علمانو ګروپ غړو د هغه د مشهورتيا له کبله د ګواښونو سره مخامخ شول ځکه چې هغه به په زیاتیدونکي فیس او په يونيورسټۍ کې د کرپشن غندنه کوله. دا لاملونو د هغه د مرګ يو سبب جوړ شو.

د تروريزم ضد عدالت جج فضل سبحان خان په هري پور کې په مرکزي جيل کې د دغې فيصلې اعلان وکړو، چیرته چې لږ تر لږه ۲۵۰ پولیس افسران د امنیت لپاره ځای پر ځای شوي ول. دا مقدمه دغلته کې وروسته له هغې ترسره کړی شوه کله چې د مشال پلار، محمد اقبال، دا انديښنه څرګنده کړه چې هغه به په مردان کې په خوندي توګه د مقدمې چلولو توان ونه لري، ځکه چې زياتره تورن کسان د مردان سره تعلق لرلو.

د پاکستان سپريم کورټ دغه کيس ته پام وکړو او د تحقیق ګډ ټیم یې جوړ کړو.

پولیسو د موبایل فونونو د ويډيوګانو او نورو شواهدو د څيړنې نه وروسته د دغه کيس په سلسله کې ۵۷ کسان ونيول. په شکمنو کسانو کې زده کونکي، کارکوونکي او نور کسان شامل ول. البته څلور شکمن کسان اوس هم نه دي نيول شوي چې په دوی کې تحصيل کونسلر عارف خان شامل دی.

په مردان کې ناکراري

دا فيصله هغه وخت ورکړل شوه کله چې چارواکي په مردان کې د راتلونکي تاوتریخوالي لپاره تيارې کوي. پولیسو د عدالت د فيصلې نه مخکې په يونيورسټۍ کې دننه او په شاوخوا کې امنیت ټینګ کړو.

په صوابۍ کې د پوليسو ډپټي سپرنټنډنټ، اظهار شاه، پاکستان فارورډ ته وويل، دوی د مشال "د استوګنې ځای او قبر" په شاوخوا کې امنیت ټینګ کړو."

د مشال د وژلو نه وروسته، د هغه کورنۍ د پولیسو ساتنه ترلاسه کړې ده. په ورته وخت کې، د هغه د کورنۍ غړي د چارواکو نه تمه کوي چې د خیبرپښتونخواه حکومت به خپله وعده پوره کړي او د يونيورسټۍ نوم به مشال کېږدي.

د مشال ورور، ايمل خان، خبريالانو ته وويل، چارواکو ژمنه کړې ده چې "د صوابۍ يونيورسټۍ نوم په مشال خان بدل کړي." "هغوی باید خپله وعده پوره کړي."

هغه وويل، که څه هم، دغه کورنۍ د پولیسو خوندیتوب لري، "خو موږ نه شو کولی چې خپلې خویندې يونيورسټۍ یا کالج ته د ناڅرګندو ګواښونو له امله ولیږو." که چيرې دوی سکول ته لاړې شې، نو دوی به د دغه ګواښونو سره مخامخ شي.

ایمل د دې فيصلې په اړه د تبصرې وړاندې کولو نه انکار وکړو ځکه چې هغه د خپلو وکیلانو سره مشوره نه وه کړې. هغه زياته کړه، د هغه پلار د ليکچر ورکولو لپاره په انګلستان کې دی.

هغه په پوليسو غږ وکړو چې پاتې نور شکمن کسان ونيسي.

انصاف ورکړی شو

عمران خان، چې په خیبر پښتونخواه کې د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر دی، د صوبې د پولیسو ډیره ستاینه وکړه.

هغه د دغه فيصلې نه وروسته په يو بيان کې وويل، "د خیبرپښتونخواه پولیسو يو هجوم، چې د مشال په وژلو کې ښکيل و، د قانون تر حاکمیت لاندې راوستلو له لارې خپل مسلکیتوب ښودلی دی."

هغه زياته کړه، د خيبر پښتونخواه پوليسو وښودله چې څنګه د مشال د وژلو په څېړنه کې "په موثره توګه کار وکړو او ښه نتيجې رامنځته کړو."

يو شمير ژورنالستانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د قتل په کيس کې د انصاف ورکولو له کبله د خیبرپښتونخواه د چارواکو ستاينه وکړه.

د بري شويو کسانو په اړه اندیښنې

جيو نيوز راپور ورکړو، په ورته وخت کې د خیبرپښتونخواه حکومت غواړي چې په دغه مقدمه کې د ۲۶ بري شويو کسانو په هکله د فيصلو خلاف درخواست جمع کړي.

ځینې څارونکو په دغه کيس کې د بري شويو کسانو په هکله د فيصلو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده، ځکه چې د ویډیو ګانو په شکل کې يو شمير ثبوتونه موجود ول.

د نيو تلویزیون یو لوړ پوړي خبريالې، مریم اسماعيل، په يو ټويټ کې وویل، "د خيبر پښتونخواه دا فيصله د ستاينې وړ ده چې د مشال خان په کيس کې بري شويو کسانو خلاف اپيل وکړي. الله دې د مشال خان په کيس کې انصاف ته بری ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مشال یہ گستاخ وو او د ھغہ گستاخی ثابتہ دہد مردان پہ زرگو خلقو زوانانو د مشال قتل کیس سزا اؤورولے کسان بے گناہ اوبلل او د ھغوی د باغزت رہائ دپارہ ئ مظاہرہ اوکڑہ. دمشال گستاخ د قتل خلاف ٹولہ کفری نڑئ او نام نہاد لبرلز او سیکولر خلق پہ یو پیج راغونڈ دی او کوشش کوی چہ مشال ے گناہ ثابت کی خو مشال سوشل میڈیا سرہ سرہ د خپلوملگرو مخکےھم د گستاخئ مرتکب شوے دے چہ د ھغے ثبوتونہ موجود دی

ځواب