امنیت

په پاکستان کې په فرقه ایز تاوتریخوالي کې کمی راغلی دی

د ضياء الرحمان لخوا

پاکستاني مريدان د مسلمان صوفي شاه حسین، چې د مدهو لال حسين په نامه هم مشهور دی، په زیارت کې د تير مارچ په ۲۵ مه په لاهور کې د درې ورځو په میله چيراغان (د رڼا فیسټيول) کې ګډا کوي. [عارف علی / ای ايف پي]

پاکستاني مريدان د مسلمان صوفي شاه حسین، چې د مدهو لال حسين په نامه هم مشهور دی، په زیارت کې د تير مارچ په ۲۵ مه په لاهور کې د درې ورځو په میله چيراغان (د رڼا فیسټيول) کې ګډا کوي. [عارف علی / ای ايف پي]

کراچۍ -- په ټول هیواد کې د تندلارو افراطي ډلو په وړاندې د پاکستان هڅې د فرقه ایزو تاوتریخوالي په کمولو کې اغیزمنې دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه د عمل ملي پلان د يوې برخې په توګه د اورپکۍ په وړاندې عمليات ګړندي کوي. د عمل ملي پلان يوه ستراتيژي ده چې حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د اورپکۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جوړه کړې وه.

د دې پلان يوه موخه دا ده چې د "هغه عناصرو پر ضد ګامونه" پورته کړي کوم چې فرقه واريت خپروي.

د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ د ۲۰۱۷ کال په اړه د کلنيز امنیتي راپور له مخې، د دې ډول هڅو له کبله د څلورم کال لپاره په فرقه ایز تاوتریخوالي کې کمی راغلی دی.

د تير اکتوبر په ۱۰ مه په کراچۍ کې دیني عالمان په يو ورکشاپ کې برخه اخلي چې موخه یې په فرقه ایز تاوتریخوالي او شخړو کې کمی رامنځته کول دي. د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټوټ (پيپس) له مخې، په پاکستان کې څلور کاله په پرله پسې توګه په ۲۰۱۷ کال کې په فرقه ايز تاوتریخوالي کې کمې راغلی دی. [ضیاء الرحمان]

د تير اکتوبر په ۱۰ مه په کراچۍ کې دیني عالمان په يو ورکشاپ کې برخه اخلي چې موخه یې په فرقه ایز تاوتریخوالي او شخړو کې کمی رامنځته کول دي. د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټوټ (پيپس) له مخې، په پاکستان کې څلور کاله په پرله پسې توګه په ۲۰۱۷ کال کې په فرقه ايز تاوتریخوالي کې کمې راغلی دی. [ضیاء الرحمان]

په فرقه ایزی تاوتریخوالي کې کمی

د يو راپور، چې په جنوري ۲۰۱۸ کال کې خپور شو، له مخې، د تير کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د تروريستي بريدونو شمير ۴۱٪ کم شو.

په دغه راپور کې راغلي، په ۲۰۱۷ کال کې د فرقه ایز تاوتریخوالي ۲۰ پیښې راپور شوي وې، چې دا په ۲۰۱۶ کال کې د ۳۴ په پرتله ۴۴٪ کم دی. په ۲۰۱۵ کال کې اته پنځوس داسې پیښې ثبت شوې وې.

په ۲۰۱۷ کال کې په فرقه ایزو بریدونو او نښتو کې د مرګ شمیره تقريباََ ۲۹٪ کمه شوه، چې دا په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۰۴ نه په ۲۰۱۷ کال کې ۷۴ ته راټيټه شوه. په ټول کال کې په فرقه ایزو بریدونو کې ۱۰۶ کسان ټپیان شوي ول، چې دا شميره د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳۴٪ کمه شوې ده.

د تروریزم پر ضد ملي ادارې (نيکټا)، په خپل لنډیزونو او د پالیسۍ په پاڼو کې تایید وکړو چې فرقه ایز تاو تریخوالی کم شوی دی.

د نيکټا ستر مشر احسان غني له مخې، په دوامداره توګه مبارزې هغه منع شوي وسله والې ډلې کمزورې کړې کومې چې په فرقه ايز بريدونو کې ښکيل ول.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "که تاسو د ... د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ د فرقه ايزو بريدونو ارقامو موازنه وکړئ، نو تاسو ته به واضح کمی په نظر راشي."

منع شوي وسله والې ډلې کمزورې شوي دي

د قانون پلي کونکو ادارو په ټول هیواد کې فرقه ایزې ډلې -- په ځانګړې توګه لشکر جهنګوي -- د هغوی د مهمو مشرانو په نیولو یا وژلو په واسطه له منځه وړي دي.

د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ مشر محمد عامر رانا له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۹۰٪ فرقه ايز بريدونه د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نیمايۍ کې رامنځته شوې. د فرقه ایزو تروریستي ډلو لخوا د بریدونو تعداد په راتلونکو میاشتو کې کم شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې [کمي] لوی لامل په سيند او بلوچستان کې د منع شوي فرقه ایزو ډلو -- لشکر جهنګوي او لشکر جهنګوي العلامي، چې د لشکر جهنګوي يوه اورپکۍ ډله ده -- نيټ ورکونه تباه کول و."

د فبرورۍ په میاشت کې، پاکستاني پوځیانو د لوړ پوړو قوماندانانو د نیولو اعلان وکړو: د لشکر جهنګوي مرکزي مشر نعیم بخاري؛ په کراچۍ کې د لشکر جهنګوي نايب مشر صابر خان، چې د منا په نوم هم یادیږي؛ او فاروق بھټي چې تخلص يې موسانه دی، او په هند برصغیر کې د القاعدې مشر دی.

د سيند او بلوچستان صوبو لپاره د لشکر جهنګوي مشر، آصف چوټو، په ۲۰۱۷ کال کې د جنورۍ په ۱۸ مه د پنجاب صوبې په شیخوپورا ډسټرکټ کې د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو. هغه په پاکستان کې تر ټولو مطلوب تروریستانو په ليسټ کې شامل و، ځکه چې هغه د ۱۰۰ نه زيات په فرقه يي وژونو کې لاس لرلو او د هغه په سر ۳ ميليونه روپۍ ( ۲۷،۰۰۰ امريکايي ډالره) مقرر کړی شوي وې.

د کراچۍ پولیسو د تير اکتوبر په ۶ مه د کراچې په زرینه کالوني نيبرهوډ کې د لشکر جهنګوي مشر سعد سر خان ووژلو.

په دې وروستیو کې، د بلوچستان پولیسو د جنورۍ په ۱۵ مه د کویټې په ښار کې شیرا لهري، چې په دغه صوبه کې تر ټولو زيات مطلوب ترهګر و، ووژلو.

د مختلفو فرقو ترمنځ هم آهنګۍ ته وده ورکول

د مدني ټولنو سازمانونو د مختلفو فرقو عالمان يوځای کولو سره په فرقه ایز تاوتریخوالي او شخړو کې کمی راوستې دی.

د بیلګې په توګه، په اسلام آباد کې د سولې او تعلیم سازمان (پي اي ايف) په ټول پاکستان کې د مختلفو فرقو او دیني عالمانو او د مدرسو د ښوونکو سره یوځای ورکشاپونه منعقد کړل چې د مختلفو فرقو ترمنځ همغږۍ ته وده ورکړي.

مجتبی راټور، چې په پي اي ايف کې يو څيړونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې ورکشاپونو د انعقاد کولو اصلي موخه دا ده چې د مختلفو فرقو ترمنځ فرقه يي هم آهنګۍ ته د وده ورکولو لپاره ګډې لارې په ګوته کړو."

هغه وويل، په دغه ورکشاپونو کې ګډونوالو موافقه کړې ده چې د مختلفو فرقو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کولو په پرتله همغږۍ ته وده ورکول پکار دي.

مذهبي مشرانو ګامونه پورته کړې دي چې خپل مريدان وهڅوي چې د فرقه واریت نه ډډه وکړي.

د مختلفو فرقو هغه عالمانو، چې د اکتوبر په میاشت کې يې په کراچۍ کې د پي اي ايف په ورکشاپ کې برخه اخیستې وه، یو بل ته د کافر وويلو خلاف د فتوې جاري کولو وړاندیز وکړو.

د جنورۍ په ۱۵ مه، د ۱،۸۰۰ نه زیاتو عالمانو يوه فتوا جاري کړه چې د ځانمرګي بریدونو غندنه کوي. دوی په دې موافقه وکړه چې فرقه ایز نفرت او وسله واله فرقه ايزه جګړه د اسلام د تعليماتو خلاف عمل دی.

عالمانو د طالبانو او د هغوی د فرقه ایزو ډلو په وړاندې د حکومت د روانې مبارزې سره هم ملاتړ وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه

ځواب