امنیت

امنیتي ځواکونو په ټول پاکستان کې د وسله والو د وسلو غټې زيرمې ونيولې

د محمد آهل لخوا

د پاکستان امنیتي ځواکونو د جنورۍ په ۲۹ مه د جنوبي وزیرستان په ايجنسۍ، شکۍ تحصیل کې د وسلو او مهماتو (چې په دې انځور کې ښودل شوي دي) يوه لويه زيرمه ونيوله. [آی ايس پي آر]

د پاکستان امنیتي ځواکونو د جنورۍ په ۲۹ مه د جنوبي وزیرستان په ايجنسۍ، شکۍ تحصیل کې د وسلو او مهماتو (چې په دې انځور کې ښودل شوي دي) يوه لويه زيرمه ونيوله. [آی ايس پي آر]

پیښور -- امنيتي شنونکي وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو د وسلو هغه غټې زیرمې نیولي او وسلې یې په ګوته کړې کومې چې وسله والو، چې د روان پوځي عملیاتو له کبله په تښتيدو مجبوره شوي ول، پټې کړي وې.

ضرب عضب عملیاتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پیل شوي ول، ترهګر د پاکستان د قبایلي سیمو نه وشړل.

وروسته په ردالفساد عملیاتو کې، چې په فبروري ۲۰۱۷ کال کې پیل شول، کلیدي وسله وال قوماندانان ونیول شول، چې ډیرو په کې چارواکو ته معلومات ورکړي چې د هغه معلوماتو په بنیاد د وسلو زیرمې ونیولی او ویجاړې کړی شوې.

تښتيدلي وسله والو، چې د خپلو مرکزونو نه جدا شوي ول، به اکثر خپل وسلې او مهمات په ځمکه کې دننه په پټنځايونو او غارونو کې پټول او يا به يې په پټو او حتی جوماتونو کې پټول.

وسله والو په اورکزۍ ایجنسۍ کې په يو غار کې د کلونو راهيسې په ځمکه کې سيل شوي راکټ لانچرونه، توغندي، چاودیدونکي توکي، ځانمرګي واسکټونه او نور وسایل (چې په دې انځور کې ښودل شوي دي) کيښودې ول. [آی ايس پي آر]

وسله والو په اورکزۍ ایجنسۍ کې په يو غار کې د کلونو راهيسې په ځمکه کې سيل شوي راکټ لانچرونه، توغندي، چاودیدونکي توکي، ځانمرګي واسکټونه او نور وسایل (چې په دې انځور کې ښودل شوي دي) کيښودې ول. [آی ايس پي آر]

عقيل يوسفزۍ، چې په پېښور کې يو ژورناليست دی او د قبايلي سيمو د چارو کارپوه دی، وويل، "لکه څنګه چې وسله وال اوس توان نه لري چې د امنيتي ځواکونو د عملياتور سره مقابله وکړي، دوی د دې وسلو نه د ځان خلاصولو او د نيولو نه د بچ کيدو لپاره دغه وسلې پټوي او يا يې په ځمکه کې خښوي."

وسلې او مهمات د ځمکې نه راويستل

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، د دې یو وروستی مثال دا دی چې امنيتي ځواکونو د جنورۍ په ۲۹ مه د جنوبي وزیرستان په شکۍ تحصیل کې د وسلو او مهماتو غټې زيرمې ونیولې.

دا زیرمه، چې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو کې معلومه شوه، په راکټونو، ای کې ۴۷ رایفلونو، لاسي بمونو او په زرګونو ګولو باندې مشتمله وه.

د دې نه مخکې د جنورۍ په ۲۶ مه، امنیتي ځواکونو -- د نيول شويو وسله والو څخه د ترلاسه شوي معلوماتو په کارولو سره -- هم په اورکزۍ ایجنسۍ کې په يو غار کې د وسلو يوه غټه زيرمه ترلاسه کړه.

پنځوس راکټ لانچرونه، درې فوټه اوږد ۵۰ میزايل، په زرګونو ګولۍ، راکټي بمونه، ځانمرګي وسکټونه، چاوديدونکي توکي، د لاس جوړې شوي چاودیدونکي وسيلې او نور آلات په پیچلي غار کې دننه په خاوره کې پټ شوي ول. دا غار د کلونو راهيسې پټ پاتې شوی و.

د آی ايس پي آر له مخې، په یو بل آپريشن کې، فرنټير کور د جنورۍ په ۱۸ مه د بلوچستان په پشين ډسټرکټ کې د لټون عملیات ترسره کړل، او د وسلو او مهماتو يوه لويه زيرمه یې ترلاسه کړه.

د جنورۍ په ۱۴ مه، د پیښور پولیسو د ښار په مختلفو سیمو کې په عملياتو کې پنځه شکمن کسان ونیول او د وسلو لویه زیرمه يې ترلاسه کړه. د دې عملیاتو له کبله په ټول پاکستان کې د تروريستي فعاليتونو لپاره د وسلو وړلو مخه ونيولی شوه.

امنيتي ځواکونو د جنورۍ په پنځمه په ردالفساد عملياتو کې د بلوچستان په سويي، مسلم باغ، برهان، سمباز، مختر، لورالايي او مستون سیمو کې وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکې ترلاسه کړې.

د ترهګرو خوندي پټنځايونو له منځه وړل

د امنیتي شنونکو په وینا، د وسلو نيولو سره د وسله والو توان ختم شوی چې د راتلونکي لپاره وسلې پټې او قاچاق کړي.

په پيښور کې بريګيډير (ریټایرډ) محمود شاه، چې امنيتي شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وويل، "د نيول شويو وسله والو نه ترلاسه شوي معلومات د داسې درنو وسلو او زېرمو په موندلو کې کليدي رول لوبوي. وسله والو دغه وسلې په قبايلي سيمو کې هغه وخت خښې کړې کله چې دوی د [پوځي] عملياتو نه تيښته کوله."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا یو حقیقت دی چې د فاټا په ډیرو برخو کې او د پاکستان - افغانستان د پولې دواړو غاړو ته د تروریستانو خوندي پټنځایونه موجود ول او دوی دا سیمې د وسلو د پټولو او خښولو لپاره هغه وخت استعمال کړې کله چې دوی د پوځي عملیاتو له کبله په تيښته مجبور شول."

شاه وويل، په تیرو څو میاشتو کې، "په سوات او قبايلي سيمو کې، چيرته چې وسله وال د [پوځي] عملياتو له کبله ختم کړی شول، په زرګونو ټنه چاوديدونکي توکي او وسلې نیول شوي دي."

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر او په پيښور کې د فاټا د چارو کارپوه، رستم شاه مهمند، له مخې، دا وسلې د دوو سرچینو څخه راځي.

هغه وويل، په ځېنې موقعو کې، ترهګرو هغه وخت خپلې وسلې پريښودلې کله چې دوی د پوځي عملياتو په پيل کې وتښتيدل، په داسې حال کې چې افغان وسله والو په قبايلي سيمو باندې د پاکستاني پوځ د کنټرول ترلاسه کولو نه مخکې خپلې وسلې په فاټا کې پټې کړې.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د دې نه انکار نه شي کيدی چې هغه وسله وال مشران چې په توقیف کې دي او ... د وسلو زیرمو او خوندي پټنځایونو په اړه معلومات لري ... امنیتي ځواکونو ته د دغه پټنځايونو په اړه معلومات ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په موجوده حالاتو کې د پاکستان د پوځ کاميابي

ځواب

سلام، زه غواړم چې د پولیسو په محکمه کې کار وکړم. زه به ستاسو ډیره شکريه ادا کړم که چیرې تاسو ما ته يو چانس راکړئ. ما د لسمه پورې سبق ویلی.

ځواب

زه غواړم چې په هر حالت کې د پوځ سره يو ځای شم. زه به څنګه د پاک پوځ سره يو ځای شم

ځواب