روغتیا

د لیډي ريډنګ هسپتال کارکوونکي د ژوند ژغورلو نوي تخنیکونه زده کوي

د محمد شکيل لخوا

د لیډي ریډنګ هسپتال (ايل آر ايچ) عمله د نومبر په میاشت کې د ژوند د ژغورلو ټريننګ ترلاسه کوي. [ايل آر ايچ]

د لیډي ریډنګ هسپتال (ايل آر ايچ) عمله د نومبر په میاشت کې د ژوند د ژغورلو ټريننګ ترلاسه کوي. [ايل آر ايچ]

پیښور -- په پیښور کې د لیډي ریډينګ هسپتال (ايل آر ايچ) کارکوونکو د ژوند ژغورلو په اړه تازه تخنیکونه زده کړي دي.

ايل آر ايچ، چې د خیبر پښتونخواه (کې پي) ترټولو لوی هسپتال دی، د ورځني بیړني حالتونو سربیره، د ترهګرۍ قربانیانو په علاج کولو کې د پام وړ تجربه ترلاسه کړې ده. د جنوري ۲۰۰۷ کال راهیسې، د هسپتال بیړنۍ څانګې د صوبې په بیلابیلو سیمو کې د ۳۰۰ نه د زیاتو چاودنو د قربانیانو علاج کړی دی. .

دا په خیبر پښتونخواه کې یوازینی هسپتال دی چې د دې په بیړنۍ څانګه کې هغه ټول سهولتونه او آلات موجود دي کوم چې د سختو بيمارانو لپاره اړین دي. دا څانګه د جراحۍ، آرتهوپيډيک، نیورو سرجرۍ او پيډياټريک آپريشن تهيټري لري.

د هسپتال عملې ته د عصري تخنیکونو او طريقو په اړه تازه معلومات ورکولو لپاره، د ايل آر ايچ انتظاميې او د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ (آی سي آر سي) په تیر نومبر کې د هسپتال د عملې لپاره د ژوند ژغورلو بنيادي ټريننګ انتظام وکړو.

د غبرګون وخت کمول

د ايل آر ايچ ميډيا منيجر، ذولفقار باباخيل، پاکستان فارورډ ته وويل، ډاکټران د سختو مريضانو حالت د هغوی د رارسيدو نه وروسته په لومړیو څو سيکنډونو کې په ګوته کوي.

هغه وويل، د لنډ غبرګون وخت د قربانیانو د ژوند په ژغورلو کې لومړی ګام دی او د ايل آر ايچ د کار کوونکو لپاره دا تربيتي پروګرامونه په دې تمرکز کوي.

هغه وويل، "دا قیمتي سيکنډونه خوندي ساتل ... زموږ يوه موخه ده." "دا د سختو مريضانو د حالت په معلومولو کې مهم رول لوبولی شي."

د ژوند د ژغورلو د دوه ورځني اساسي ټريننګ موخه دا وه چې د کارکوونکو کارکردګۍ او وړتيا ته وده ورکړي او د سختو مريضانو په علاج کولو کې هغوی ته د ژوند ژغورلو او علاج نوي طریقې وښيي.

د باباخیل له مخې، ټولټال ۵۰ کارکوونکو، د ۳۰ نرسانو او ډاکټرانو په ګډون، په دې ټريننګ کې ګډون وکړو. په دې ټريننګ کې هغوی ته د کارډيالوجي، آرتهوپيډيکس، نیورو سرجري او نورو طبي مضمونو په اړه معلومات ورکړل شول.

هغه وویل چې په دې ټريننګ کې په هغه مسلو غور وکړی شو کوم چې د مختلفو درجو زخمونو له امله رامنځته کیدی شي، او د هر ډول مريضانو په علاج کولو کې يې د بیړنۍ څانګې د کارکوونکو باور ښه کړو.

هغه وويل، "زموږ په هسپتال کې هر قسم آلات موجود دي او کارکونکي ډير ښه تربيت لري، خو دا د وخت ضرورت دی چې دوی ته د هغه نوي طريقو په اړه معلومات ورکړل شي کوم چې د ژوند ژغورلو لپاره جوړي شوي دي، او دا زمونږ اصلي موخه ده."

مرستندویه کارکوونکي ټريننګ ترلاسه کوي

سعد علي، چې په ايل آر ايچ کې نرس دی او په دې ټريننګ کې ېې ګډون وکړو، پاکستان فارورډ ته وويل، په خیبرپښتونخواه کې تير امنیتي وضعیت نه یوازې ډاکټران، پیرامیډیکس او نرسانې بلکې ټول کارکوونکي مجبوره کړل چې په لومړي بیړني غبرګون کې ټريننګ ترلاسه کړي.

هغه وويل، "دا ټريننګ، چې مونږ ته راکړل شو، په هغه ټولو طريقو او تخنیکونو مشتمل و کومو چې د کارډيو پلمونري بيمارو ښه کولو او پيچيده تخنيکونو سره تعلق لرلو. دا هغه تخنيکونه ول کوم چې په بیړنیو حالتونو کې کارول کیږي چیرته چې د ژوند او مرګ فيصله په سيکنډونو کې کيږي."

هغه وويل، "سربیره پردې، دې ټريننګ موږ ته توان راکړو چې هغه حالات وپيژنو کوم چې د ژوند لپاره يو خطر وي او د مريضانو په چټکتیا سره علاج وکړو." "د تربيت يافته کارکونکو په توګه، موږ په ښه حالاتو کې يو چې د قربانیانو سره او په بیړنیو حالاتو کې د کارکوونکو سره د هغوی په کار کې مرسته وکړو."

غياث الدين، چې په ايل آر ايچ کې د بيړنۍ څانګې منيجر دی، وويل، "د مريضانو او طبي کارکوونکو تناسب او د ترهګرۍ قربانيانو په علاج کولو کې د هسپتال تاريخ په پام کې نيولو سره، دا پریکړه وشوه چې په هسپتال کې ټولو کارکونکو، که هر قسم ډيوټي لري، له پکار ده چې د ژوند ژغورلو په بنيادي تخنیکونو کې تربيت ترلاسه کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا د وخت تقاضا ده چې د هسپتال کارکوونکو ته د ژوند ژغورلو په طريقو کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې د دې ټريننګ موخه د هغوی وړتيا ته وده ورکول او هغوی ته بارو ورکول وو چې د بیړني حالاتو سره مقابله وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500