امنیت

د خیبرپښتونخواه د ریستورانټ صنعت د سولې د بيا بحاليدو نه وروسته وده کوي

د سيد انصار عباس لخوا

په پېښور کې په حبیبي ریستورانټ کې یو کارکونکی د جنورۍ په ۱۰ مه د پیرودونکو لپاره په روايتي دسترخوان د خوراک توکې ږدي. [سید انصار عباس]

په پېښور کې په حبیبي ریستورانټ کې یو کارکونکی د جنورۍ په ۱۰ مه د پیرودونکو لپاره په روايتي دسترخوان د خوراک توکې ږدي. [سید انصار عباس]

پیښور -- د تروریزم د ګواښ له کبله، په پېښور کې نږدې ټولو سوداګرانو لږ تر لږه نورو ښارونو ته د منتقل کيدو په اړه غور کړی و او ډیر په کې منتقل شوي هم ول.

اوس، د سولې د بیرته راتلو سره، ډیر سوداګران بیرته راځي.

د امنیتي شنونکو په وینا، د ۲۰۱۴ کال راهیسې، ضرب عضب او رد الفساد عملياتو په خیبر پښتونخواه او فاټا کې د ځایي او نړیوالو وسله والو ډلو شبکې له مینځه وړې دي.

حبيب الله زاهد، چې په خیبرپښتونخوا کې د هوټلو او د ریستورانټو د ټولنې مشر او د حبیبي ریستورانټ مالک دی، په هغه کسانو کې و کوم چې په دې مجبوره شول چې د طالبانو او تروريزم له کبله د پيښور نه خپله کورنۍ او اثاثې نورو ښارونو ته منتقل کړي.

پښتانه موسیقاران د جنورۍ په ۱۰ مه د پیښور په حبیبي ریستورانټ کې د خپل فن مظاهره کوي. [سید انصار عباس]

پښتانه موسیقاران د جنورۍ په ۱۰ مه د پیښور په حبیبي ریستورانټ کې د خپل فن مظاهره کوي. [سید انصار عباس]

په سیمه کې د سولې بیابحالۍ سره، زاهد ښار ته راستون شوی دی او د حبیبې ریستورانټ نوي څانګه یې پرانستلې ده، چې پيرودونکو ته سیمه ایز خواړه چمتو کوي او د پښتو موسيقۍ سره د هغوی هرکلی کوي.

دا نوي څانګه، چې په یو وخت کې د ۷۰۰ میلمنو کوربه توب کولی شي، د جنورۍ په لومړۍ نیټه پرانستل شوه.

د خیبرپښتونخواه حکومت د سرمايه کارانو سره مرسته کوي

د خیبر پښتونخواه وزير اعلی پرویز خټک د نوي ریستورانټ په پرانستلو کې مرسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې حکومت به په صوبه کې د سوداګریزو پروجيکټونو په پيلولو کې مرسته وکړي.

خټک په ریستورانټ کې په خطاب کې وويل، خيبر پښتونخواه د سوداګريز فعالیتونو لپاره يو ښه ځای دی، او حکومت سرمايه کاران او د هغوی سرمايه کاري خوندي ساتي.

هغه وويل: "اوس په صوبه کې په هيڅ يو ځای کې د امنيت ستونزه نشته."

خټک وویل: "د خیبرپښتونخواه حکومت به په هره ممکنه طريقه د سرمايه کارانو سره همکاري وکړي." "زموږ حکومت سخت کوشش کوي چې په صوبه کې سياحت ته وده ورکړي."

شوکت يوسفزۍ، چې د خیبر پښتونخواه په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف پارټۍ يو غړی دی، وویل، دا صوبه اوس د سرمايه کارانو لپاره يو ښه ځای دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبرپښتونخواه حکومت د خیبرپښتونخواه د اقتصادي زونونو د پراختیا او مدیریت شرکت جوړ کړی دی. دا د يو څو ماهرینو ټیم دی چې په خیبرپښتونخواه کې د سرمايه کارانو سره مرسته کوي." "د [اوبو د بجلۍ] په پروجيکټونو او سياحت کې د سرمايه کارۍ لپاره خيبر پښتونخواه يو مناسب ځای دی."

د خیبرپښتونخواه حکومت سرمايه کارانو ته بې مثاله سهولتونه ورکوي، چې په دې کې په بجلۍ کې ۲۵٪ رعايت، د ځمکې په اخيستلو کې رعايت، او په قرضو باندې کم سود شامل دي.

سر بيره پردې، د خیبرپښتونخواه حکومت په مرسته يوه اداره د سرمايه کارانو سره د اسانتیا په برخه کې د مرستې لپاره د هغوی د لګښت ۱۰۰٪ پیسې ورکوي، د مشورې د لګښت۹۰٪ پيسې ورکوي او د تخنیکي ملاتړ د لګښت ۸۰٪ پيسې ورکوي.

یوسفزۍ وویل: "ترهګرۍ په ختميدو ده." "هغه څوک چې دا صوبه يې پریښودې وه خیبرپښتونخواه ته بيرته راځي."

هغه وويل: "خلک [په حکومت] باور لري. په خيبر پښتونخواه کې د سرمايه کارۍ لپاره ډېر فرصتونه شته."

پیښور ته بيرته راتلل

زاهد پاکستان فارورډ ته وویل، "زما پلار د ۱۹۵۰ کلونو په لومړيو کې د پيښور په شعبه بازار کې د پرديسي ریستورانټ پرانسته وکړه، په هغه وخت کې چې یوازې دوه مشهور ریستورانټونه -- سلاطين او جهانګیر -- موجود ول. دا دواړه د باربي کيو او سيخ تکې لپاره مشهور ول."

"البته ما هم په ۲۰۰۱ کال کې په [پیښور] کې په يونيورسټي روډ باندې د حبیبي ریستورانټ لومړنۍ څانګې په پرانستلو سره په دې سوداګرۍ کې ځايي رواج شامل کړو."

زاهد وويل: "په روايتي فضا کې د ښايسته دوديزه خوراک، چې په صفايۍ سره تيار کړی شوی وي، شتون يو نوې رجحان قايم کړو او خلک حبيبي ریستورانټ ته رامات شول."

هغه وويل: "ترهګرۍ په سيمه کې هرې برخې ته زيان ورسوو، چې په دې کې د ریستورانټ سوداګري او سياحت شامل دي." "د طالبانو ګواښونو او بهته خورۍ زه مجبوره کړم چې خپل ښار پیښور پريږدم."

هغه وويل، په ۲۰۰۶ کال کې، هغه وخت په يو نژدې ریستورانټ کې چاودنه شوه کله چې زاهد په شعبه چوک کې د حبيبي دويمه څانګه پرانستله.

"د ترهګرو نه په فون باندې د ګواښونو ترلاسه کولو سربيره، په ما باندې په اسلام آباد کې برید وکړی شو او زما موټر په ګولو ولګيدو." "اوس نه یوازې زه، بلکې نږدې ټول نړیوال ریستورانټونه، خپلو پيرودونکو ته د ويرې پرته تفريح ورکوي."

هغه د سولې د بيا بحاليدو کريډيټ د پاکستان امنیتي ځواکونو ته ورکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500