https://pakistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_pf/features/2018/01/23/feature-01
سوداګري |

په وادي سوات کې امن د اسلام پور د شال جوړونکو لپاره د ښه تجارت لامل دی

د دانش يوسفزۍ لخوا

image

اسلام پور، چې د جنورۍ په ۱۰ مه په دې انځور کې ښودل شوی دی، د هغه سیمه ییزو هنرمندانو لپاره مشهور دی کوم چې په لاسو شالونه جوړوي. [دانش یوسفزۍ]

image

هټيوال عبدالله خان (ګس اړخ ته) یو ګاهک ته د شال مختلف قسم نمونې ښیي کومې چې د اسلام پور په ځايي مارکيټ کې د نارینوو او ښځو لپاره شتون لري. اسلام پور د سلام پور په نامه هم یادیږي. يو شمير سیلانیان د شالونو د اخيستلو لپاره دې بازار ته راځي. ځینې خرڅونکي اخيستونکو ته شالونه لیږدوي. [دانش یوسفزۍ]

image

تاریخ ليکونکي په سوات کې د شال تجارت تر ټولو زوړ تجارت ګڼي، او په سلام پور کې د ۸۰٪ نه زيات ځايي خلک په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له دې صنعت سره تعلق لري. شالونه او کپړې د روايتي مشين په واسطه جوړيږي، چې ځايي خلک ورته کهډۍ هم وايي. [دانش یوسفزۍ]

image

ځایي نارینه او ښځینه کارپوهان په شالونو باندې مختلف قسم ډيزاينونه جوړوي. په ځینې وخت کې دوی په یو شال باندې په هفتو کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

image

حفیظ الرحمان، ۲۱ کلن، د شالونو په جوړلو کې د خپلو والدينو پيروي کوي. هغه د لوړ کیفیت شالونو په جوړولو کې مهارت ترلاسه کړی دی. [دانش یوسفزۍ]

image

حفیظ الرحمان وايي چې يو کس د ۱۸ میاشتو د روزنې وروسته د شال جوړولو لپاره بنيادي مهارتونه زده کوي. په سوات کې یوشمیر غیر دولتي موسسو تربيتي ورکشاپونه منعقد کړي چې د سیمه ییزو کارکوونکو مهارتونو ته دوه ورکړي. [دانش یوسفزۍ]

image

په اسلام پور کې د شالونو جوړلو لپاره چې کوم عام خام مواد کارول کيږي هغه ځايي وړۍ، د آسټريلیا وړۍ، پاکستاني وړۍ، چاينه وړۍ، مصنوعي ریشم، نایلون او مالوچ دي. [دانش یوسفزۍ]

image

یو سیاح د جنورۍ په ۱۰ مه په اسلام پور کې په یوې هټۍ کې د لاس جوړ شوي شالونو کې دلچسپي څرګندوي. ځینې ښځې په خپلو شالونو باندې د دستکارۍ لپاره آرډر ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

image

حاجي هاشم خان، ۶۴ کلن، چې یو ځايي هټیوال دی او د شلو کلونو راهيسې د شال صنعت سره تعلق لري، وايي چې په سوات دره کې د سولې د بیا بحالۍ وروسته سوداګري وده کوي. [دانش یوسفزۍ]

image

د ښځو لپاره د شال جوړولو سربیره، په اسلام پور کې کارګران د نارینوو لپاره څادرې جوړوي. پلورونکي وايي چې ډیر سیلانیان د نارينوو لپاره دا ځانګړي شالونه خوښوي. [دانش یوسفزۍ]

سوات -- په اسلام پور کې د لاس جوړ شوي شالونو تجارت مخ په وړاندې روان دی -- چې د سوات په کوچني کلې کې يې نږدې هرې کورنۍ ته روزګار چمتو کړی دی.

د ښځو او نارینوو لپاره د وړۍ شالونه په ټول پاکستان او په دغه سیمه کې مشهور دي او حتی چې دا نړیوالو بازارونو ته هم صادریږي.

د اسلام پور اوسيدونکي، چې د سلام پور په نوم هم ياديږي، لږ تر لږه د تيرې پېړۍ راهيسې شالونه جوړوي. که څه هم، دا تجارت په سوات دره کې د تروریزم او افراطیت، چې په ۲۰۰۷ کال کې ډير زيات شو، د اوږدې څپې له امله په ختميدو و.

image

حفیظ الرحمان، چې د جنورۍ په ۱۰ مه په دې انځور کې ښودل شوی دی، د سوات درې په اسلام پور کې د شالونو جوړلو په کار کې د خپلو والدينو پيروي کوي. [دانش یوسفزۍ]

د شال سوداګري په سیمه کې د بریالي پوځي عملیاتو نه وروسته بیا بحال شوې ده -- چې په دې کې په ۲۰۰۹ کال کې راه راست عمليات او وروسته په ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عملیات او روان ردالفساد عملیات شامل دي -- دې عملياتو د قانون او نظم په حالت ښه کولو او د سوات درې ته د سیلانیانو په راجلب کولو کې مرسته وکړه.

د جيو نيوز له مخې، اوس چې امنیت بیرته بحال شوی دی، نو شال جوړونکو بیرته کار پيل کړی دی او په دغه کلې کې ۱۰۰٪ خلک روزګار لري.

حفیظ الرحمان، ۲۱ کلن، سیمه ایز کارګر، پاکستان فارورډ ته وویل، د اسلام پور آبادي د ۳۰،۰۰۰ نه زیاته ده، چې په دې کې ۸۰٪ خلک د شالونو په جوړلو کې ښکيل دي.

هغه وويل، چې د کاټيج صنعت په ۳،۰۰۰ کهډو مشتمل دی. دغه کهډۍ د يو شمير خلکو ملکيت دی.

هغه وويل، "په دغه سيمه کې د دې سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره د ښځو ونډه ډيره مهمه ده او د شالونو او څادرو په جوړولو کې مهم رول لوبوي."

اختر علي، چې په اسلام پور کې يو ټولنيز کارکونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په سلام پور کې هريو کس په خپل کار کې ماهر دی -- دوی شالونه، کپړې او سکارپونه جوړوي."

حتی د سولې سره، چيلنجونه شتون لري. د اسلام پور کارګران مارکیټ ته په مستقیمه توګه لاس رسي نه لري، او زياتره دوی په دلالانو باندې تکيه کوي.

علي پاکستان فارورډ ته وویل، "دلالان خپل سامان په ډیر کم نرخ اخلي او بیا یې په ملي او نړیوالو بازارونو کې په [زيات] قيمت خرڅوي."

د سولې بیرته بحاليدل

عبدالله خان د اسلام پور د شالونو د ۶۰ دکانونو څخه د یو مالک دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د وړۍ په يو رنګارنګ شال باندې د ۴۰۰ نه تر ۳۰،۰۰۰ روپو (۴-۲۷۱ امريکايي ډالره) پورې لګښت راځي، چې د دې انحصار د شال د وړۍ او د دستکارۍ په قيمت دی.

هغه زياته کړه، د کلونو اوږدې مودې اورپکۍ دغه کارګران خپل کاروبار په پريښودو مجبوره کړل، سره له دې چې دوی د تيرې پېړۍ راهيسې د دې سوداګرۍ سره تړاو لرلو.

خان وويل چې هغه اوس خوشاله دى چې دوی په سوات کې د سولې د بحاليدو له امله کولى شي چې خپل کورنيز مسلک ته دوام ورکړي.

هغه "په دې ښکلي دره کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو له کبله" د پاکستاني پوځ مننه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
3
نه
تبصرې 2
د تبصرو تګلاره
Captcha

دا مقاله زما خوښه شوه.

ځواب

د يو شال په جوړولو کې څومره کلوګرامه وړۍ خرچ کيږي؟

ځواب