دین

د خیبرپښتونخوا چارواکو د مستحق امامانو لپاره وظيفه منظوره کړه

د محمد شکيل لخوا

په پيښور کې يو امام د تير جون په مياشت کې په جومات کې د جمعې خطبه ورکوي. [محمد شکیل]

په پيښور کې يو امام د تير جون په مياشت کې په جومات کې د جمعې خطبه ورکوي. [محمد شکیل]

پیښور -- د خیبر پښتونخوا چارواکو د لوی جوماتونو د امامانو لپاره میاشتنۍ وظيفه منظوره کړې ده چې دوی وکولی شي چې خپله ټوله انرژي د دین لپاره استعمال کړي او په ټولنه کې خپل درناوی زیات کړي.

دا پریکړه د جنورۍ په ۷ مه د صوبايي کابینې په يوې غونډه کې وشوه. د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پرویز خټک د دې غونډې مشري وکړه.

کابینې په پيښور کې د هغه امامانو لپاره په هره مياشت کې د ۱۰،۰۰۰ روپو (۱۰۰ آمريکايي ډالره) منظوري ورکړه کوم چې د خیبرپښتونخوا دایمي اوسیدونکي دي او د یني مدرسو د پنځو بورډونو مطابق قابلیت لري.

د ضلعې په کچه به هم د اوو کسانو يوه کمیټي جوړه شي چې د هغه امامانو انتخاب وکړي کوم چې د وظيفې ترلاسه کولو لپاره مستحق دي. تمه کیږي چې په دې نوښت به هر کال ۳.۲۵ ملیارده روپو (۳۲ میلیونه آمريکايي ډالره) لګښت راځي.

حبیب الرحمان، چې د خيبر پښتونخواه د اوقاف، حج، مذهبي او اقليتي چارو وزير دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې د خیبرپښتونخوا په جوماتونو کې امامانو ته داسې وسایل ورکړل شي چې دوی خپل مقام لوړ کړي، د خپلو کورنیو خدمت وکړي او خپلې دندې په پوره ژمنتيا او ليوالتيا سره ترسره کړي."

هغه وويل: "د دې نوښت په موخو کې د امامانو ژوند ښه کول، د هغوى مقام ښه کول او هغوی د بهرنيو فشارونو نه لرې ساتل شامل دي."

په دې صوبه کې د افراطیت د خپریدو د مخنیوي لپاره نورې هڅې روانې دي.

د خیبرپښتونخوا حکومت په تیر اکتوبر کې ټولې مدرسې رجسټر کول شروع کړل. دا د دې هڅې يوه برخه وه چې زده کونکي د بنياد پرستۍ نه منع کړي.

پکار ده چې هره مدرسه د تعليمي ډیپارټمنټ سره رجسټر شي، د اورپکۍ، د دولت ضد فعالیتونو یا فرقه واريت د حوصله افزايۍ نه کولو ژمنه وکړي، او تصویب شوی چارټرډ اکاونټنټ ته اجازه ورکړي چې د مدرسو کلنيز آډټ وکړي.

د امامانو مقام لوړول

مقصود آحمد سلفي، چې په پیښور کې يو دیني عالم دی او د نړيوال دينونو د پاکستان شورا، چې يو بين المذاهب تنظيم دی، غړی دی، وویل، "په موجوده ټولنیز حدودونو کې دننه، زمونږ په ژوندونو باندې د امامانو او علماء اغیز ډير زيات دی او باید چې دا کمزوری نه شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه درناوی کوم چې زموږ امامان ترلاسه کوي هغه په بنيادي کچه موجود دی، او د آبادۍ د ټيټې کچې خلک په لیوالتیا سره د هغوی پيروي کوي."

هغه وويل، د امامانو مقام او دريځ غوښتنه کوي چې دوی نه یواځې پوره درناوې او عزت ترلاسه کړي بلکې دوی په ټولنه کې د خپل مقام په پرتله د ژوند لپاره مناسب مالي ملاتړ هم ترلاسه کړي.

هغه وویل: "دا وظيفه به انتهاپسندۍ، فرقه واريت او د منبر څخه د ناوړه استعمال چانسونه کم کړي."

قاري روح الله مدني، چې په پیښور کې یو ديني عالم دی او د خیبر پښتونخوا پخوانی صوبايي وزیر دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "دا زموږ اخلاقي فرض دي چې د امامانو د ساتلو لپاره غوره لارې برابر کړو او هغوی ته توان ورکړو چې په مؤثر ډول خپلې اخلاقي او مذهبي دندې ترسره کړي."

هغه وويل، د صوبايي حکومت دا پرېکړه، چې امامانو ته وظيفې ورکړي، به د هغوی سره مرسته وکړي چې له څه فشار پرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.

هغه وويل، "د دې هڅو اغیزمنتوب به نور هم زیات شوی و که چيرې حکومت د مختص شوي فنډونو بیاکتنه کړی وې او په وظيفو کې يې مناسب زیاتوالی راوستی وې چې امامانو ته په صوبه کې د ملکي کارکوونکو په شان مقام ورکړی شې."

د بهرني نفوذ څخه ډډه کول

بریګيډير (ریټایرډ) محمود شاه، چې په پیښور کې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د صوبايي حکومت لخوا د معتبر امامانو لپاره د وظيفې نوښت یو ښه ګام دی او دا به امامان په قامي بهير کې شامل کړي، په ټولنه کې به د هغی رول او مقام ته وده ورکړي او د نفرت د بیانونو، فرقه واريت او افراطیت کلتور به پای ته ورسوي."

هغه وويل، پکار ده چې د مدني ټولنې غړي د دې نوښت څارنه وکړي.

کرنل (ريټايرډ) جي. بي. شاه بخاري، چې په پیښور کې د امنیت شنونکی او کالم نګار دی، وويل، د ځيني استثناو سره، زموږ امامان، د هغوی د مقام سر بيره، د مالي ستونزو سره مخ دي، چې په نتيجه کې دوی د شخصي ګټو دپاره د نورو کسانو په لاس ورځي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د امامانو سره تړاو لرونکي سیاسي او مذهبي مشران هڅه کوي چې هغوی تر خپل نفوذ او فشار لاندې راولي." هغه زياته کړه، په ځینو کيسونو کې، د جوماتونو په شاوخوا کې د سيمې شتمن اوسيدونکو امامان تر خپل فشار لاندې راوستي دي.

هغه وويل: "يو مطمئن او وړ کس کولی شي چې خپله لاره منتخب کړي او د خپلې پرېکړو په اغېز باندې غور وکړي."

بخاري وويل: "د استحصال چانسونه کمول به دا امکان زيات کړي چې زموږ امامان به مذهبي دندو ته توجو ورکړي او د هغه عناصرو په لاس ورتلو نه به بچ شي کوم چې فرقه واريت، افراطيت او [بنياد پرستۍ] ته وده ورکوي."

هغه زياته کړه: "سربېره پر دې، د هغوی د خدمتونو د منلو او هغوی ته په ټولنه کې د يو ښه مقام ورکولو نه وروسته، موږ د خپلو امامانو نه دا تمه لرلی شو چې دوی د افراطيت پر وړاندې پر مبارزه کې پرمختللی رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500