ټولنه

د پېښور لیکوالانو کلب ادبي میراث او روزنې ته وده ورکوي

د محمد شکيل لخوا

د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه په کراچۍ کې د ادبياتو په فسټیول کې خلک کتابونه ګوري. چارواکي په پیښور کې کار کوي چې په خیبر پښتونخواه کې د آنلاین لیکوالانو د کلب له لارې ادب او کلتور ته وده ورکړي. [آصف حسن/ ای ايف پي]

د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه په کراچۍ کې د ادبياتو په فسټیول کې خلک کتابونه ګوري. چارواکي په پیښور کې کار کوي چې په خیبر پښتونخواه کې د آنلاین لیکوالانو د کلب له لارې ادب او کلتور ته وده ورکړي. [آصف حسن/ ای ايف پي]

پیښور -- د خیبرپښتونخواه د کلتور ریاست د يو آنلاين کلب پرانسته وکړه چې د ځایی لیکوالانو مهارتونو ته وده ورکړي، د څرګندونې لپاره یو پلیټ فارم برابر کړي او د صوبې بډايه ادبي میراث ته وده ورکړي.

د پیښور لیکوالانو کلب پرانسته د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۳۰ مه وشوه. په دې کې هغه کسان شاملیدی شي چې لږ تر لږه یو کتاب یا تحقيقي مقاله يې چاپ کړي وي او په خیبرپښتونخواه کې اوسیږي.

'د لیکلو صنعت جوړول'

د دې کلب یو هدف د غړو لپاره د روزګار فرصتونه رامنځته کول او د هغوی د مهارتونو د ښه کولو لپاره روزنې برابرول دي.

اکبر خان هوتي، چې د خیبرپښتونخواه د کلتور په ریاست کې د ژبو او ادبياتو ماهر دی، وویل، پلان دا دی چې د صوبې مسلکي ليکوالان د کلب سره رجسټر کړو او د خپلواکو ليکوالانو يوه شبکه جوړه کړو، او بیا د هغوی کارونه د ښه او موثرو کارونو لپاره استعمال کړو.

د خیبرپښتونخواه د کلتور رياست د آنلاين ليکوالانو د کلب پرانسته کړې ده چې محلي ادب، کلتور او میراث ته وده ورکړي. [محمد شکیل]

د خیبرپښتونخواه د کلتور رياست د آنلاين ليکوالانو د کلب پرانسته کړې ده چې محلي ادب، کلتور او میراث ته وده ورکړي. [محمد شکیل]

هغه پاکستان فارورډ ته د جنورۍ په مياشت کې وويل، "زمونږ د لیکوالانو او د تعليم يافته خلکو مهارتونه په سیسټمیک ډول استعمالول او هغوی ته د خپلو مهارتونو د ښه کولو لپاره د شریکې موازنې له لارې موقعې ورکول يو نوی رجحان دی چې دا به يقيناََ د ليکوالانو په پرمختګ باندې مثبت اغیز وکړي."

د دې کلب په موخو کې د نوو لیکوالانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو انتظام کول، دانشورانو ته بلنه ورکول، چې دوی د مسلکي لیکوالانو سره ځان اشنا کړي او ادبي بحثونه ترسره کړي، شامل دي. هوتي وويل، دا کلب به رجسټر شوي غړو ته د لوستلو او ليکلو سهولتونه چمتو کړي.

هغه وويل، دا کلب به د کاپي رايټنګ، کاپي ايډيټنګ، پروف ريډنګ، د اداريې د ليکلو، د سکرين رايټنګ، د خلاصې ليکلو د خدمتونو، د قلمي نسخو ښه کولو، د فهرست جوړولو او نورو اړوندو مهارتونو په اړه د جديد ټريننګ ورکولو له لارې د ليکوالانو لپاره د روزګار په موقعې برابرولو کې مرسته وکړي.

د روزل شوي خپلواکو لیکوالانو ځواک د برخې جوړيدلو نه وروسته، د خيبر پښتونخواه لیکوالان به توان ولري چې خپل خدمتونه په پاکستان کې خصوصي سازمانونو، سوداګریزې ټولنې او د سوداګرۍ سکتور او همدارنګه له هیواد څخه بهر احتمالي پیرودونکو ته وړاندې کړي.

هوتي وويل، "موږ غواړو چې د دې کلب، چې په پاکستان کې دا لومړې کلب دی، د چتر لاندې د تعليم يافته کسانو سره د مرستې له لارې په صوبه کې 'د لیکلو صنعت' جوړ کړو."

تراوسه پورې ۵۸ لیکوالان رجسټر شوي دي، چې په دې کې مشهور ادبي کسان لکه سعدالله جان برق، خالقداد امید، اباسين یوسفزۍ، عبدل لطیف سیماب، محمد علی دیناخیل او زوبیر تورولي شامل دي.

هوتي وویل چې د دغو مشهورو لیکوالانو ونډې به د کلب آنلاین آرکايو یوه برخه وي او د ځوان نسل او نویو ليکوالانو لپاره به د حوصله افزايۍ سرچینه وي.

کلتوري میراث ته وده ورکول

ارشد حسين، يو اداکار، چې مخکې يې په دې رياست کې د مشاور په توګه کار کولو، پاکستان فارورډ ته وويل، "ځايي لیکوالانو ته په آنلاین چينلونو د خپلو مهارتونو د څرګندونې لپاره لارې ښول به زمونږ د صوبې بډايه او متفرق کلتوري میراث ته وده ورکړي کوم چې د پیړیو زوړ رواجونه او ارزښتونه لري."

هغه وويل، د پېښور ليکوالانو کلب به د غړو د وړتيا د زياتوالي له لارې د هغوی لپاره د روزګار او پرمختيا نوي فرصتونه هم رامنځته کړي.

حسين وويل، سر بيره پر دې، د دې کلب له لارې به دا ممکنه وي چې په ځايي ژبو کې د ادبي کارونو تاليف کولو او ريکارډ کولو له لارې د خیبرپښتونخواه کلتوري نقشه جوړه کړو. هغه زیاته کړه چې دا کارونه د ډیرو دلیلونو له کبله پټ پاتې شوي دي، چې په دې کې د څرګندونې لپاره د مناسب لارې نشتوالی شامل دی.

هغه وویل: "دا کلب به سیمه ایز نثر او شعرونه روښانه کړي چې دا د سولې مينه وال خلک هڅولی او خبرولی شي او نړۍ ته زموږ د ځمکې ښه انځور وړاندې کولی شي."

هغه وويل، په خيبرپښتونخوا کې خلک تقريباََ ۲۸ ژبې وايي او د دغو ژبو ليکوالانو ته د انلاين کلب له لارې د زيات ښکاره کيدو امکانات به د ودې او پرمختګ لپاره فرصتونه رامنځته کړي.

آنلاین خپرونې به د خپرونکو سره هم مرسته وکړي چې دوی د دې ځايي لیکوالانو سره اړيکې ونيسي.

حسين وويل، د دې کلب ګټورتيا به زياته شي که چيرې د دې ليکوالانو ليکل په هغو ژبو کې ترجمه شي کومې چې په پاکستان کې په پراخه توګه ويلی کيږي. دا به د لوستونکو شميره او د ليکوالانو مشهورتيا زیاته کړي او د داسې لیکوالانو لپاره به احتمالي مالي ګټې هم رامنځته کړي.

ډاکټر شير علي خان، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د آرټ او ډيزاين چيرمين او د پيښور د ليکوالانو کلب سره رجسټر شوی ليکوال هم دی، وویل: "آنلاین کلب به د ځايي لیکوالانو ليکل ښکاره کړي، او ليوال ليکوالانو ته به يو فليټ فارم چمتو کړي چې دوی په ځايي ژبو او د هغې په اړوندو کلتورونو ريسرچ وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا به ځايي لیکوالان وهڅوي چې رامخکې شي او د صوبې بډايه او متنوع ادبي میراث ته په وده ورکولو او ساتلو کې خپل رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500