امنیت

د خیبرپښتونخوا د پولیسو معلومات ښایي چې په تروریزم کې اعلی تعليم يافته کسان ښکیل دي

د جاويد خان لخوا

د مدرسې زده کونکي په کراچۍ کې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۳۰ مه د پاکستان په يوه لويه اسلامي مدرسه جامعه بنوريه کې امتحان ورکوي. [آصف حسن/ ای ايف پي]

د مدرسې زده کونکي په کراچۍ کې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۳۰ مه د پاکستان په يوه لويه اسلامي مدرسه جامعه بنوريه کې امتحان ورکوي. [آصف حسن/ ای ايف پي]

پیښور -- د نیول شوي کسانو د ریکارډ له مخې، چې تعلیمي کچې او د شکمنو عمر ښایي، په تيرو څو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې یو شمیر نيول شوي وسله وال ډير تعليم يافته دي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو سرچینو پاکستان فارورډ ته څرګنده کړه چې په ۴۷۳ نيول شوي وسله والو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ګريجويټ او پوسټ ګريجويټ ډګرۍ لري، په داسې حال کې چې ۳۴ کسانو د دولسم امتحانونه ( د يونيورسټۍ دوه کاله) پاس کړي دي.

معلومات ښایي، سره له دې ډیرو نیول شوي وسله والو يوازې په پرايمرۍ سکولونو کې ګډون کړی دی او یا دوی بې سواده پاتې شوي دي.

په پیښور کې د مرکزي پولیسو دفتر د پوليسو يو راپور ته په اشارې سره پاکستان فارورډ ته وویل، "په ۲۰۱۷ کال کې زيات نه زيات ۱۳ يا ۲.۷۵٪ نيول شوي وسله والو پوسټ ګريجويټ ډګرۍ لرلې، په داسې حال کې چې ۱۱ کسانو (۲.۳۳٪) ګريجويشن (بيچلر ډګري) کړی و."

دوه وسله وال، چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۹ مه د خیبر پښتونخوا پولیسو نيولی ول، د يو شمير نيول شوي چاوديدونکي توکو سره په پیښور کې پوز جوړوي. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

دوه وسله وال، چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۹ مه د خیبر پښتونخوا پولیسو نيولی ول، د يو شمير نيول شوي چاوديدونکي توکو سره په پیښور کې پوز جوړوي. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

سرچينې زياته کړه، چې په نيول شوي وسله والو (۷.۱۹٪) کې څلور ديرش وسله والو د دولسم امتحان پاس کړی و او ۵۷ وسله وال (۱۲،۰۵٪) د هايي سکول نه فارغ شوي ول.

په دغه راپور کې راغلي، "په مجموعي توګه ۳۶ وسله والو (۷.۶۱٪) د مډل سکول تعليم لرلو، ۴۵ یا ۹،۵۱٪ وسله والو د پرايمرۍ تعليم بشپړ کړی و، په داسې حال کې چې ۵۸ وسله والو (۱۲.۲۶٪) د پرايمرۍ لیول نه لاندې تعليم ترلاسه کړی و."

سربيره پردې، ۵۱ وسله وال (۱۰.۷۸٪) د مذهبي مدرسو نه فارغ شوي ول.

د راپور له مخې، اته اتیا نیول شوي وسله وال (۱۸.۶۰٪) بې سواده دي، په داسې حال کې چې د ۸۰ نيول شوي وسله والو (۱۶.۹۱٪) د تعليم په اړه معلومات نشته. داسې ګڼل کیږي چې دوی هم بې سواده دي.

سرچینه زیاتوي چې په نیول شوي وسله والو کې د ۱۸۹ وسله والو عمرونه د ۲۰ نه تر ۳۰ کالو پورې دي، ځکه چې د دې عمر ځوانان د استخدام کوونکو لخوا په اسانۍ سره په نښه کیدی شي.

تعليم يافته ځوانان په اورپکۍ کې ځانګړي رولونه لوبوي

د خيبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، چې "په اورپکۍ کې د لاس لرلو کبله تعليم يافته خلک ونيول شول. هغه تایيد وکړو چې دغه کسان د دیني مدرسو او رسمي سکولونو او کالجونو دواړو سره تعلق لرلو."

يوې سرچينې د پوليسو د ريکارډونو په حواله وويل، "د مرکزي پولیسو په دفتر کې د ریکارډ له مخې، هغه کسان چې د تیر کال په اوږدو کې نیول شوي وو، په هغوی کې د ۳۳ کسانو عمرونه د ۱۴ او ۱۹ ترمنځ و، د ۹۸ کسانو عمرونه د ۲۰ کالو نه تر ۲۵ کالو پورې و، په داسې حال کې چې د ۹۱ کسانو عمرونه د ۲۶ او ۳۰ کلونو ترمنځ ول." د یو شمیر نورو نيول شوي وسله والو عمرونه د ۶۰ کالو نه زيات دي.

په ځینو موقعو کې، سیمه ایز پولیس او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې څانګې چارواکو هغه تعليم يافته ځوانان ونيول کومو چې د اورپکۍ او ترهګرۍ په اړه ليټريچر ویشلو.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو ویاند، زاهد الله خان، وویل: "د ایډیالوژۍ سر بيره، د وسله والو سره د تعليم يافته کسانو د يوځای کيدو يوه وجه دا هم ده چې دوی د نورو تعليم يافته کسانو د وينا او د اورپکۍ په اړه د خبرو اترو نه متاثره شول."

سلمان یوسفزۍ، چې په پېښور کې يو خبریال دی او د څو کلونو راهیسې په خیبرپښتونخوا کې د تاوتریخوالي په اړه راپورونه ورکوي، وايي چې تعلیم یافته وسله وال د جنګ د ميدانونو او بریدونو نه لرې پاتې شوي دي.

یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، "تعلیم يافته وسله وال په فعاله توګه په بریدونو کې ښکیل نه ول، خو دوی د دې ډلو لپاره په نورو فعالیتونو تمرکز وکړو لکه د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه چلول، ليټريچر چاپ کول، او داسې نور."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا پوسټ د یوې يونيورسټۍ د طالب عالمانو په باره کې دی او په دې پوسټ کې انځورد مدرسې د طالب علمانو دی. په دهوکه ورکولو کې تاسو شرم نه محسوسوئ؟ لاندې د امتحان په عنوان ورکولو سره تاسو بيا دهوکه ورکړه او د ځان لپاره مو پټه لاره منتخب کړه څه شرم څه حيا نه لرئ.

ځواب