پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت په دې وروستیو کې د صوبې پبلک سکولونو ته امر کړی چې په ټولنه کې د مثبت بدلون رامنځته کولو لپاره په نصاب کې د اخلاقیاتو په اړه مضامین شامل کړي.
د خیبر پښتونخوا چيف سيکريټري محمد اعظم خان د نومبر په وروستیو ورځو کې د ابتدايي او ثانوي تعليم د ډیپارټمنټ چارواکو ته هدایات ورکړل چې د پرايمرۍ سکولونو په نصاب کې د اخلاقياتو په اړه مختلف مضامين شاملول پيل کړي.
د چهار شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳ مه)، اعظم یو بل ګام پورته کړو او دغه ډیپارټمنټ ته يې هدایات ورکړل چې د صوبې په ټولو سکولونو کې په چټکتیا سره اخلاقي لیکچرونه او تقريرونه پیل کړي.
اعظم د ټولو سکولونو مشرانو ته هدایات ورکړل چې د زده کوونکو د سهار په اسمبلو کې د اخلاقياتو په اړه په منظم ډول بیانونه او درسونه پیل کړي.
د چارواکو له مخې، د دې موخه دا ده چې نوی نسل وهڅوي چې په ژوند کې ښه رويه او چلند اختيار کړي او په ټولنه کې ښه فضا رامنځته کړي.
مثبت چلند ته وده ورکول
د ابتدايي او ثانوي تعليم سپيشل سيکريټري، خالد خان، پاکستان فارورډ ته وویل، چيف سيکريټري د اخلاقياتو ۳۵ نور موضوعات په ګوته کړي چې په نصاب کې شامل کړي. په د دې موضوعاتو کې روغتیایی پاملرنه، چاپیریال، ملګرتیا، همدردي، قناعت او صبر، ټولنیز کار، او د میرمنو او مشرانو لپاره درناوی شامل دي.
هغه وويل: "زموږ ډیپارټمنټ ټولو اړوندو دفترونو ته هدایات ورکړي چې د لارښوونو د پلي کولو لپاره سمه ستراتيژي جوړه کړي او انتظامات وکړي." هغه زياته کړه، "موږ به دا نوی نصاب په راتلونکي تعليمي کال کې پیل کړو."
هغه وويل، د تعليمي نصاب څانګې ماهران د مناسب نصاب په جوړولو کې ښکیل دي او "دوی به هغه موضوعات په ګوته کړي کوم چې د مختلفو درجو د زده کونکو لپاره مناسب وي. دا به وروسته د هغوی په درسي کتابونو کې شامل کړی شي."
خان وويل چې د دې موخه په ځوان نسل کې مثبت چلند او اخلاقي بدلونونو ته وده ورکول دي.
هغه وویل، د ابتدايي او ثانوي تعليم ډپارټمنټ هم پلان لري چې د ښوونکو ظرفیت ته وده ورکوي چې په صوبه کې سکولونه په سمه توګه اصلاحات پلي کړي.
یوه ذمه واره ټولنه رامنځته کول
نظر علی، چې د پېښور په باړه ګیټ کې د پرايمرۍ سکول استاد دی، وویل، هغه په نصاب کې د اخلاقياتو شاملولو ستاینه کوي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د دې په شان معمولي پرېکړې دا د راتلونکي نسل مستقبل بدلولی شي.
هغه وویل: "دا زموږ دنده ده چې زده کونکو ته د بنيادي اخلاقياتو درس ورکړو، خو که چيرې کوچني شیان لکه کورونه او سړکونه پاکول، د غریبانو سره مرسته کول او خپل لاسونه د خوړلو نه مخکې وينځل د نصاب برخه جوړه شي، نو دا به ډیر زیات اغيز ولري."
هغه زياته کړه، "دا د يوې ذمه وارې ټولنې رامنځته کولو لپاره يوازينۍ لاره ده."
د پیښور یو ښوونکي او ټولنیز فعال، بينش شجاع، پاکستان فارورډ ته وويل، دا د صوبايي حکومت يو ښه نوښت دی، او دا به د ماشومانو سره په خپلو شخصيتونو ښه کولو کې مرسته وکړي.
شجاع وويل: "اخلاقيات د يوې ښې ټولنې لپاره ضروري دي -- که چيرې موږ خپلو ماشومانو ته په پيل کې د دې اقدارو په اړه تعليم ورکړو او هغوی د دې نه خبر کړو، نو موږ کولى شو چې د خپلې ټولنې لپاره ښه او مسؤل وګړي جوړ کړو."
دا یو ښه ګام دی. زه د پنجاب سره تعلق لرم او دا باید په پنجاب کې هم پلي شي او پکار ده چې په ټول پاکستان کې تعليم په اردو کې وي.
ځوابتبصرې 1