جرم او انصاف

د فاټا اصلاحات حقیقت ته يو قدم نږدې والی دی

د محمد شکیل لخوا

د پېښور هایی کورټ د نومبر په مياشت کې ښودل شوی دی. [محمد شکیل]

د پېښور هایی کورټ د نومبر په مياشت کې ښودل شوی دی. [محمد شکیل]

پیښور -- داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت د اوږدمهاله او زيات اټکل شویو اصلاحاتو منظوري ورکړې چې دا به قبايلي سيمې (فاټا) د هیواد په سیاسي بهير کې شامل کړي.

ډان او دي نيشن ورځپاڼو راپور ورکړو چې د فاټا د اصلاحاتو په اړه د ملي تطبیق کمیټۍ تیره هفته د خیبر پښتونخواه صوبې سره د فاټا د يو ځای کيدو منظوري ورکړه، او وفاقي کابینې د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په په ۲۶ مه) د خيبر پښتونخوا سره د فاټا په يو ځای کيدو باندې زور ورکړو.

اين آی سي، چې وزير اعظم شاهد خاقان عباسي يې مشري وکړه، هم موافقه وکړه چې فاټا ته اجازه ورکړي چې د ۲۰۱۸ کال په جولای کې په عمومي ټاکنو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د فاټا لپاره ۲۳ غړي وټاکي.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د اين آی سي غونډه د دسمبر په ۲۶ مه ترسره شوه، خو د پام وړ پریکړې په فوري توګه ښکاره نه کړی شوې.

د پاکستان کابینې مخکې د سپتمبر په ۱۱ مه د فاټا د اصلاحاتو د بل منظوري ورکړی وه. د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد د سپتمبر په مياشت کې دغه بل پارلمان ته وړاندې کړو.

دي نيشن ورځپاڼې د دسمبر په ۲۷ مه راپور ورکړو چې حکومت د عمومي توافق ترلاسه کولو لپاره د فاټا د اصلاحاتو د قانون په تصويب کولو کې د تاخير نه کار اخلي.

په فاټا کې عدليه معرفي کول

که چیرې دا بل تصویب شي، نو دا به د سرحدي جرمونو مقرراتو (ايف سي آر) تر لاندې ډله ییزه سزا ختمه کړي او په فاټا کې به د پاکستان عدالتونه قايم کړی شي.

دا ناوړه ايف سي آر د استعماري دور سره تعلق لري. د ايف سي آر له مخې، په فاټا کې قبایل خپلې شخړې د قبایلي جرګو له لارې حل کوي، په داسې حال کې چې د خیبرپښتونخوا د ګورنر لخوا ټاکل شوي پوليټيکل ايجنټان په ټولو اووو ايجنسو حکومت کوي.

د فاټا د حقوق پوهانو د فورم صدر، اعجاز مهمند، پاکستان فارورډ ته د دسمبر په ۲۰ مه وويل، "د قبایلو قسمت، چې د جرګو او [ايف سي ار] د کنټرول لاندې و، به په فاټا کې د عدالتي نظام د معرفي کيدو نه وروسته يو نوی شکل اختيار کړي."

"د وړاندیز شوي سیسټم له مخې، د عدالتونو لپاره به دا ممکنه وي چې د جرګې په نظام کې شفافيت، قانونيت او مشروعیت يقيني کړي او د دې د عملیاتي کړنلارې او پریکړو څارنه وکړي." سربيره پر دې، که چيرې د جرګې پرېکړه عادلانه او د اطمينان وړ نه وي نو اوسيدونکي حق لري چې عدالتونو ته لاړ شي."

د مهمند له مخې، فعال عدالتونه انصاف ته اسانه لاس رسي برابروي، چې د دې نشتوالی يو ستر فکتور دی او په فاټا کې په خونديتوب، امنیت، او اقتصادي ثبات باندې اثر کوي.

هغه وويل، "د هغو سیمو اوسېدونکي، چېرته چې ناکراري اکثر موجود وي، د زيات ظلم او نا انصافۍ سره مخامخ وي، چې دا توپير، بد چلند، د حقونو سرغړونه او اقتصادي بې ثباتي رامنځته کوي."

هغه وويل، عدالتي نظام ته د لاسرسۍ ترلاسه کولو لپاره د قبايلي سيمو غړو ته اجازه ورکول به "هغوی ته د پرمختګ، ژوندي پاتې کيدو او سوکالۍ لپاره مساوي فرصتونه برابر کړي."

د قبايلي سيمو غړو لپاره انصاف

شهاب الدين خان، چې په قومي اسمبلۍ کې د باجوړ ایجنسۍ غړی دی، په فاټا کې د پاکستان د سپريم کورټ او د اسلام آباد هايي کورټ د قانون عملي کولو ستاینه وکړه، خو هغه وویل، "دا به ډیره ښه وه که چيرې موږ ته دا حق راکړل شوی وې چې مونږ [نژدې] پېښور هايي کورټ ته لاس رسی ترلاسه کړی وې."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د قبايلي سيمو غړي، چې د وسله والو پر وړاندې په پوځي عملياتو کې يې د خپل هيواد سره د مينې او برداشت څرګندونه کړې ده ... د هيواد د خلکو نه د هغې به بدل کې د همکارۍ غوښتنه کوي."

هغه وويل، "وړاندیز شوی عدالتي نظام به نه یوازې قبايلي انتظامي سیسټم د غیر قانونی لاسوهنې او اجاره دارۍ نه آزاد کړي بلکې دا به هم يقيني کړي چې دا د قواعدو او مقرراتو سره سم کار کوي."

عجيب الله، چې په پيښور کې د مهمند ايجنسۍ يو سوداګر دی، وويل، وړانديز شوي اصلاحات به د قبايلي او ميشتو سيمو ټولنيز او اقتصادي يووالی رامنځته کړي او د ودې او پرمختيا لپاره به يو شمير فرصتونو ته لاره هواره کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "په قبایلي سیمو کې به یو منظم قانوني سسټم د هغو مسلو په حل کولو کې مرسته وکړي کومې چې د کلونو راهيسې پر ځای پاتې دي."

هغه وويل: "زه د ملکیت يوه پخوانۍ مسله لرم چې په قبايلي سیمو کې د ملکیت په اړه د [مناسب] قانون د نشتوالي له کبله نه ده حل شوې ... او د حدبندۍ هيڅ ریکارډ نشته." هغه زياته کړه، "په قبایلي سیمو کې د عدالتونو واک پراخول به د ډیرو هغو مسلو په حل کولو کې مرسته وکړي کومې چې نه دي حل شوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500