تروريزم

په مئنځني ختیز کې د داعش د خلافت ويجاړيدل په نورو ځایونو کې هم د دغه ډلې خاتمه په چټکۍ سره رامنځته کوي

کاروانسرايې

د امریکې ملاتړي د سوریې جمهوري ځواکونو (ایس ډی ایف) غړي د اپریل په میاشت کې د سوريې په طبق سيمه کې د داعش جهنډا الرقه ته د تلونه مخکې لرې کوي. الرقه د داعش تش په نامه مرکز و. [دليل سليمان / ای ايف پي]

د امریکې ملاتړي د سوریې جمهوري ځواکونو (ایس ډی ایف) غړي د اپریل په میاشت کې د سوريې په طبق سيمه کې د داعش جهنډا الرقه ته د تلونه مخکې لرې کوي. الرقه د داعش تش په نامه مرکز و. [دليل سليمان / ای ايف پي]

شنونکي وايي چې د داعش لخوا په خپله اعلان شوی " خلافت "په منځني ختيځ کې ټوټې ټوټې کيږي او په افغانستان، پاکستان، مرکزي اسيا او نورو ځایونو کې هم د ترهګريزو ډلو سره ملاتړ کم شوی دی.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې په زياتو سيمو باندې د کنټرول تر لاسه کولو نه وروسته د لږې مودې لپاره د خپل خلافت اعلان کړی وو.

خو د یو لړ سختو زیانونو نه وروسته، د دې یوازې يو څو جنګياليان په سوریه کې پاتې دي چې ناکامه بریدونه ترسره کوي او یا په کوچنیو سیمو باندې کټنرول لري چیرته چې دوی په بشپړه توګه محاصره شوي دي.

د داعش پر ضد کاميابي

د عراق وزير اعظم حيدر العبادي د دسمبر په ۱۰ مه د داعش پر ضد د برياليتوب اعلان وکړو.

عراقي ځواکونه د اکتوبر په ۴ مه د داعش پخوانی قوي مرکز هويجا ته روان دي او د داعش لوګو لرونکی ساین بورډ لرې کوي. [احمد الربایي / ای ايف پي]

عراقي ځواکونه د اکتوبر په ۴ مه د داعش پخوانی قوي مرکز هويجا ته روان دي او د داعش لوګو لرونکی ساین بورډ لرې کوي. [احمد الربایي / ای ايف پي]

یو عراقی سرتیری او پولیس د داعش پر ضد د درې کالو اوږدې جګړې په دوران کې د دسمبر په ۱۰ مه د بغداد په طهرير سکوير کې د بريا په مراسمو کې خپله قومي جهنډا هڅکوي. [احمد ال روبايي/ ای ايف پي]

یو عراقی سرتیری او پولیس د داعش پر ضد د درې کالو اوږدې جګړې په دوران کې د دسمبر په ۱۰ مه د بغداد په طهرير سکوير کې د بريا په مراسمو کې خپله قومي جهنډا هڅکوي. [احمد ال روبايي/ ای ايف پي]

عراقي ځواکونه د نومبر په ۲ مه د سوریې په پوله د انبار صوبې القيم ته روان دي، په داسې حال کې چې دوی د داعش د پاتې يونټونو سره جګړه کوي. [احمد الربايي/ ای ايف پي]

عراقي ځواکونه د نومبر په ۲ مه د سوریې په پوله د انبار صوبې القيم ته روان دي، په داسې حال کې چې دوی د داعش د پاتې يونټونو سره جګړه کوي. [احمد الربايي/ ای ايف پي]

هغه په تلويزيوني خطاب کې وويل، "زموږ ځواکونه د عراق او سوریې په پوله بشپړ کنټرول لري، او له همدې امله د داعش په وړاندې د جګړې د پای اعلان کوم." هغه زياته کړه، "زموږ دښمن غوښتل چې زموږ تمدن تباه کړي، خو موږ د خپل یووالي او د ارادې له لارې بریالي شوي یو."

څارونکي وايي، چې دا ډله په سوريه کې د ورته انجام سره مخامخ ده.

په بریتانیه کې د بشري حقونو لپاره د سوریې د څارونکو تنظيم مشر رامي عبدل رحمان، وويل چې داعش اوس مهال زيات کمزوری شوی دی او د دوی پاتې شوي يونټونه د خپل ځان لپاره د مرستې په لټه کې دي.

رحمان، چې د سوريې د جګړې له پيل راهيسې په سوريه کې د جګړې څارنه کوي، زياته کړه،د امرونو جاري کولو لپاره په هغوی کې يو مرکزي کمانډ نشته. داعش یوازې په سوریه کې د کوچنيو ډلو په شکل کې موجود دی.

په عراق او سوریه کې د داعش "خلافت" له منځه وړلو سره، چارواکي او شنونکي په دې غور کوي چې دا حالات د نړۍ په نورو برخو کې د داعش د راتلونکي لپاره څه مانا لري.

افغان چارواکي ژمنه کوي چې د داعش پاتې ګروپونه له منځه یوسي

د افغانستان لپاره، چېرته چې د افغانستان ملي دفاع او امنیتي ځواکونه او ایتلافي ځواکونه په فعاله توګه د آی ایس آی د خراسان څانګې سره جګړه کوي، په عراق او سوریه کې د ترهګریزو ډلو شکست کولی شي چې دغه جنګیالي د افغانستان سیمو ته رادننه شي.

د ننګرهار صوبې په جلال آباد کې د پوځي چارو شنونکي، کرنل (ريټايرډ) محمد انور سلطاني، وویل: "په عراق او سوریه کې کې د داعش د ماتې نه وروسته، افغانستان ته د دې د راتګ په اړه ډیرې اندیښنې شتون لري."

د دې میاشتې په لومړیو کې، ای ایف پي راپور ورکړو چې د فرانس او د الجيريا جنګیالانو، چې ځيني د سوریې څخه راستانه شوي، په جوزجان صوبه کې د داعش د ليکو سره یو ځای شوي دي.

شنونکي وايي، کيدی شي چې دا بهرني جنګيالان د سوریې او عراق څخه د وتلو وروسته افغانستان ته روان شي.

سره له دې، د افغانستان د ملي دفاع ځواکونو او ایتلافي عملیاتو په تیرو دوو کلونو کې د داعش وړتیا کمه کړې، او امنیتي ځواکونو ته يې توان ورکړی چې د نوي وسله والو سره مقابله وکړي.

سلطاني وويل،[دوی] نور د عراق او سوریې سره اړیکې نه لري، او، نړیوالې ټولنې د هغوی د پیسو سرچینې ویجاړې کړي یا بندې کړي."

هغه وويل، "داعش د مخکې وخت په څير وړتيا نه لرې ځکه چې متحده ایالاتو، نړیوالې ټولنې او افغانستان د دې ډلې په وړاندې یوه ښه جګړه وکړه."

هغه وويل، د کنړ او ننګرهار صوبې اوسیدونکي نور د داعش څخه نه ډاريږي، "ځکه چې د دې شتون محدود شوی او ځکه چې د دې په وړاندې نړیواله مبارزه دوام لري."

په پاکستان کې د داعش ډلې اتحادي ګروپونه ملاتړ له لاسه ورکوي

شنونکي وايي، د داعش د "خلافت" له منځه وړل به په پاکستان کې د دې ګروپ ملاتړي کم کړي.

په اسلام آباد کې د پوځ او دفاع شنونکي، لفټننټ جنرال (ريټايرډ) طلعت مسعود، وویل: "په عراق او سوریه کې د داعش ماتې په پاکستان کې د دې د پلویانو لپاره یو جدي ګوزار دی."

هغه وويل، دې ډول خواخوږو د "د اقتصادي او فزیکي بقا لپاره" د داعش غوښتنه کړې وه، خو په عراق او سوریه کې د دې ډلې ماتې دا معنا لري چې "په راتلونکي که به د داعش لپاره مالي او مادي ملاتړ نه وي."

مسعود وویل: "په دې سیمه کې به هم د داعش جوړښت ويجاړ شي."

عقيل يوسفزۍ، چې په پېښور کې يو سينير ژورنالیست او امنیتي شنونکی دی، وویل: "په عراق او سوریه کې ماتې به بالاخره د پاکستان او افغانستان په سیمه کې د داعش د زوال لپاره يوه روښانه نښه وي."

هغه وويل "د تحریک طالبان پاکستان ځینې ملاتړي او د نورو وسله والو ډلو غړي چې د [داعش مشر ابو بکر] البغدادی سره يې د وفادارۍ اعلان کړی و [نور به د داعش ملاتړ ونه کړي] ځکه چې دوی د دې سره هیڅ نظرياتي تړاو نه لرلو او دوی د خپلو ګټو او اړتیاو لپاره د هغې سره مرسته کړې وه."

هغه وويل، "د داعش دې پاتې ملاتړو ته به په پاکستان او افغانستان کې جدي ګوزارونه ورکړل شي [که چېرې دواړه هېوادونه] د ګډ دښمن د له منځه وړولو لپاره یوځای شي."

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وويل، پاکستان په تيرو کې د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ډويژن او قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ په ماتولو کې بریالي شوی دی.

هغه وويل، له دې کبله، په عراق او سوريه کې د دوی د اعلان شوي شکست نه وروسته، په [پاکستان او افغانستان] کې د داعش پاتې ډلو ته شکست ورکول يقيني دي."

د داعش د جنګیاليانو بیرته راستانه کيدل په منځنۍ اسیا کې اندیښنې رمنځته کوي

په عين حال کې، په مرکزي اسيا کې لومړنۍ اندېښنه هغه کسان دي کوم چې په سوريه او عراق کې د داعش په حمايت کې د جګړې لپاره پاتې شوي ول.

مرات تاليبيکوف، چې په الماتي کې د قازقستان د مسلمانانو د اتحاديې مشر دی، وویل، په عراق او سوريه کې د داعش ماتې به بې شکه په منځني اسيا باندې اغيز ولري.

هغه وویل: "دا ډیره ممکنه ده چې وسله وال اوس د بلې سیمې په لټه کې وي." "دا ممکنه ده چې منځني آسیا داسې ځای جوړيدې شي."

په بشکیک کې د قانون پروفیسر او د قرغیزستان د ټاکنو د کمیسیون غړي، کيرات اسمانوليوف، وویل: "دا بده خبره ده چې تاسو يو بې ثباته ځای لرئ چې د افراطيانو لپاره په ځاله او خوندي ځای کې بدل شي." هغه زياته کړه، "وروسته له دې چې تاسو دغه ځای ختم کړئ، نو دا خطر شته چې پاتې شوي [وسله وال] به په بل ځای کې خپل مرکزونه جوړ کړي."

هغه وويل، "د منځني اسیا وګړي [چې په سوریه کې جګړه کوي] کولی شي چې د ترکیې او افغانستان له لارې کور ته راشي." "زموږ امنیتي ادارې له مخکې نه شواهد لري چې دوی راروان دي."

تالګات اسامګامبوټیوف، چې په الماتي کې يو سياسي شنونکی دی، د داعش د پاتې جنګيالانو په اړه وويل، "هغوی به چیرته ځي؟"

هغه زياته کړه، "افغانستان یا بل کوم ځای ته، او یا به دوی کور ته لاړ شي؟ دوی به د پاتې [وسله والو] نه کوم ډول داخلي [لارښوونې] ترلاسه کوي؟ څومره د هغوی بهرني ملاتړ پیاوړی دی؟"

اسامګامبوټیوف وویل: "خرابه خبره دا ده چې ځینې وسله وال به بیرته راستانه شي. پکار ده چې د هغوی څارنه وکړی شي." "خو ښه خبر هم شته. دا وخت، زموږ سیمې ته د اسلامي نړیوال غورځنګ پام نشته."

[خالد زهري د ننګرهار نه، محمد آهل د پيښور نه او آرمان کاليوف د بیشکیک او آلماتي نه په دې راپور جوړولو کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش ډله يقيناََ ختمه شوې ده. زما یو ملګری له پاکستان څخه عراق ته لاړو او اوس هم هلته دی. هغه وویل چې هلته هر ځای سوله ده.

ځواب