امنیت

د پولیسو ځانګړی ټريننګ په دوام سره د خیبرپوښتونخواه صلاحیتونه ښه کوي

د جاويد خان لخوا

د پولیسو زده کونکي د نومبر په ۲۹ مه په مردان کې د عامه بې نظمۍ او فساداتو د مخنیوي په سکول کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د راتللو په موقع خپل مهارتونه ښایي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

د پولیسو زده کونکي د نومبر په ۲۹ مه په مردان کې د عامه بې نظمۍ او فساداتو د مخنیوي په سکول کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د راتللو په موقع خپل مهارتونه ښایي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

پیښور -- خیبر پښتونخوا په ځانګړو اتو سکولونو کې د صوبې د پولیسو ځواک وړتیا لوړوي.

تر اوسه پورې، د ۱۷،۰۰۰ نه زيات پولیس افسرانو په هغه سکولونو کې تربيت ترلاسه کړی دی، کوم چې په تیرو څلورو کلونو کې جوړ شوي دي.

په دې وروستيو کې په کوهاټ کې د ټريفک د انتظام لپاره د پوليسو د سکول پرانسته وشوه. د خيبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د نومبر په ۲۲ مه د دغه سکول پرانسته وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ټريفک د انتظام په سکول کې عصري سهولتونه معرفي کړې شوي، چیرته چې د نيشنل هایويز او د موټروې د پولیسو او د پاکستاني پوځ روزونکي به د روزنې غونډې ترسره کوي."

ځانګړي معلومات ورکول

دا عصري سهولتونه د صوبې اوو نورو ځانګړو سکولونو ته هم چمتو شوي دي.

د پیښور په حيات آباد کې د پولیسو د تحقیقاتو سکول لومړی سکول دی چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پیل شو، او وروسته د دغه کال د اکتوبر په مياشت کې په ایبټ اباد کې د استخباراتو د سکول پرانسته وشوه. په ۲۰۱۴ کال کې په نوښار کې د ایلیټ پولیسو د ټريننګ سنټر هم پرانسته وشوه.

په مردان کې د عامه بې نظمۍ او د فساداتو د مخنیوي سکول په جنوري ۲۰۱۵ کال کې پیل شو، وروسته په نوښار کې په فبروري ۲۰۱۵ کال کې د چاودیدونکو توکو د سنبالولو د سکول او په پيښور کې په اګست ۲۰۱۵ کال کې د تاکتیکونو د سکول پرانيسته وشوه. په پيښور کې په سپتبمر ۲۰۱۵ کال کې په ملک سعد شهيد پوليس لاينونو کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ د سکول پرانسته وشوه.

محسود وويل: "د مسلکي روزونکو نه علاوه، سينير پروفيسران، ډاکټران، حقوق پوهان او نور مسلکي پوهان په دې مسلکي سکولونو کې د پوليسو د ظرفيت لوړولو لپاره درسونه ورکوي."

دا سکولونه د خیبرپښتونخوا پولیسو افسرانو ته د دوو او څلورو هفتو کورسونه وړاندې کوي چې د مختلفو مهارتونو په اړه د هغوی پوهې ته وده ورکړي.

په دغه کورسونو کې د چاودنې وروسته انتظام، د بريدونو نه وروسته شواهد راټولول، ښه تحقیق، سیلولر فورنسک، د کيسونو انتظام، بنسټیز او تخنیکي استخبارات، د کمپیوټر پوهه، د هجوم سنبالول او خپرول شامل دي.

ښکاره پرمختګونه

د پېښور د پولیسو سب انسپکټر امیر محمد پاکستان فارورډ ته وویل چې په حيات آباد کې د تحقیق په سکول کې ټريننګ "د کيسونو، په ځانګړي توګه د حساس کيسونو، په ښه تحقيقاتو کې له مخکې نه مرسته کړې ده."

د خيبر پښتونخوا د پوليسو وياند زاهد الله خان پاکستان فارورډ ته وويل،"د بمونو په چاودونو او د آی اي ډي په بريدونو کې د يو شمير وګړو او د قانون پلي کونکو ادارو کارکوونکو د ژوبل کيدو او وژلو شميره ... د ښه تحقیقاتو او موندلو، د استخباراتو راټولولو د مهارتونو او د بم شنډلو او د سپو د يونټونو له امه ډيره کمه شوې ده."

هغه وویل، د خیبرپښتونخوا پولیس هڅه کوي چې د جرم سره د مبارزې په ميدان کې د رواجي ځواک په پرتله ځان د يو عصري، متخصص او د خلکو سره د دوستانه ځواک په توګه رامنځته کړي. هغه زياته کړه چې دا کورسونه د پولیسو د هر هغه افسر لپاره ضروري دي کوم چې د پروموشن په لټه کي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500