امنیت

د پاکستان او افغانستان تر منځ بیا تقویه شوي امنیتي همکارۍ وسله والو ته زيات زيان رسولی دی

د محمد آهل لخوا

د پاکستاني پوځ هيلي کوپټر د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۷ مه د افغانستان پکتیکا صوبې پولې ته څېرمه د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې په انګور اډا کې ګشت کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

د پاکستاني پوځ هيلي کوپټر د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۷ مه د افغانستان پکتیکا صوبې پولې ته څېرمه د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې په انګور اډا کې ګشت کوي. [عامر قریشی/ای ايف پي]

پیښور -- امنيتي چارواکي وايي چې د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته په پوله باندې زيات پوځي فشار ترهګرو ته د انتخاب کولو دوه اصلي لارې وړاندې کوي -- تسلیم شئ یا د هوایی بریدونو له امله د تباهۍ سره مخامخ شئ.

د پاکستان، افغانستان او ایتلافي ځواکونو ترمینځ نوي امنیتي همکارۍ په دې وروستیو میاشتو کې يو شمير مهم وسله وال کمانډران وژلي دي، په داسې حال کې چې نور يې مجبور کړي چې خپل ځانونه چارواکو ته وسپاري.

بول ټي وي راپور ورکړو، د بيلګۍ په توګه، د جماعت الاحرار دوه قومندانان، چې د تحریک طالبان پاکستان اورپکۍ ډله ده، د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۳ مه) د پاکستان حکومت ته تسلیم شول.

وسله وال قوماندانان علي شاه، عرف عمر مختار، او اسلام، عرف حضرت بلال، په افغانستان کې له اوږدې مودې راهيسې پټ پاتې شوي ول. دواړه پیښور ته راغلي دي او حکومت ته تسلیم شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال (ګس اړخ ته) د اکتوبر په ۲۰ مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې اترې کوي. [آی ايس پي آر]

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال (ګس اړخ ته) د اکتوبر په ۲۰ مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې اترې کوي. [آی ايس پي آر]

په دې بې نيټه انځور کې پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې د تروریزم پرضد په ضرب عضب عملیاتو کې برخه اخلي. [آی ايس پي آر]

په دې بې نيټه انځور کې پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې د تروریزم پرضد په ضرب عضب عملیاتو کې برخه اخلي. [آی ايس پي آر]

هوایې بریدونه ترهګر په نښه کوي

دواړو غاړو ته په تحریک طالبان پاکستان او د هغې په اورپکۍ ډلو باندې سخت هوایي بريدونه شوي دي، چې دا بريدونه د زیاتې همکارۍ له کبله ممکن شول.

د راپورونو له مخې، د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې نږدې ۷۰ ميزايلو او هوايي بریدونو د هغه ډلو ۳۵ مهم وسله وال قوماندانان ووژل کوم چې د افغانستان په پکتیا، خوست او پکتيکا صوبو کې پټ شوي ول.

شنونکي وايي، وسله والو په معمول ډول په رسنیو کې د مهمو قوماندانانو د وژل کیدو څخه انکار وکړو چې د حکومت اعتبار کمزوری کړي.

اوس چې دوی د ځینو قوماندانانو د وژلو تایید کړې او حتی د پخواني ویاند تسلیمیدل يې ولیدل، ځینې شنونکي فکر کوي چې د دوی په چلند کې بدلون دا څرګندوي چې دوی شکست منلی دی.

د بيلګې په توګه، تحريک طالبان پاکستان د اکتوبر په ۱۸ مه د خلیفه عمر منصور، عرف عمر نري، د افغانستان په ننګرهار صوبه کې په جولای ۲۰۱۶ کال کې په هوايي بريد کې د وژلو تاييد وکړو. عمر نرې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول کې د قتل عام پلان جوړونکی و.

دا اعلان هغه وخت وکړی شو کله چې په دغه ورځ په پکتیا صوبه کې يو هوایي برید وکړی شو چې د جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني، چې د عبدل ولي په نامه هم ياديږي، ټپي شو او دغه ترهګريزې ډلې ته یې لوی ګوزار ورکړو.

جماعت الاحرار په پاکستان او افغانستان دواړو کې په وژونکي بريدونو کې ښکیل دی.

د جماعت الاحرار ویاند اسد منصور د اکتوبر په ۱۹ مه پاکستان فارورډ ته د ټيلي فون له لارې تایید وکړو چې خراساني د افغانستان په پکتیا صوبه کې په خوش هارام سیمه کې د پاکستان کرم ایجنسی ته نژدې په هوایي برید کې ټپي شوی و. هغه د زخمونو له کبله د خپل نهه نورو ملګرو سره مړ شو.

دغه وياند په یو مخکينې بیان کې د جماعت الاحرار د مهم قومندانانو قاري شکیل، مولانا صالح، عزيزالله (عرف زرقاوي)، شاهد، مولانا شاه خالد، مولانا خالد سیف الله او د یو شمیر نورو کسانو د وژلو تصدیق وکړو.

په عين حال کې،د تحريک طالبان پاکستان پخوانې وياند لياقت علي، عرف الله احسان الله احسان، په تير پسرلي کې خپله ډله پريښوده او پاکستاني چارواکو ته تسليم شو.

په يو اعترافي بیان کې، چې د اپریل په ۲۶مه خپور شو، احسان د هغه وسله والو کمانډرانو خلاف خپل نفرت څرګند کړو کوم چې د اسلام ايميج ته زيان رسوي او ځوانان د بې ګناه خلکو په وژلو باندې مجبوروي او پاکستان بې ثباته کوي.

د تحريک طالبان پاکستان يو بل مهم قومندان، مقبول داور، د افغانستان په خوست صوبه کې د اکتوبر په ۲۹ مه د ایتلافي ځواکونو په هوایی برید کې ووژل شو. په دغه بريد کې د هغه ورور مراد علي او دوه نور ملګري هم ووژل شول. تحريک طالبان پاکستان د هغه د مرګ تصديق وکړو او د وژل شويو قوماندانانو انځورونه یې خپاره کړل.

هوایې بریدونو جماعت الاحرار وار خطا کړی دی او دغه ډله يې مجبوره کړې چې نسبتاََ لږ مشهور قومندان، اسد افريدي، د نوي مشر په توګه وټاکي. شنونکي فکر کوي چې دا تقرري دا څرګندوي چې دې ډلې خپل ټول بنسټیز غړي او مهم قوماندانان له لاسه ورکړي دي.

یو پیغام استول

محمد عامر رانا، چې په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ ډايريکټر دی، وویل، د پولې دواړو غاړو ته د ترهګريز شبکو د ماتولو لپاره په عملياتو کې د مهمو قومندانانو وژل د پاکستان او په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو نوې هڅې په ګوته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا همکاري ښایي چې ټول اړخونه جدي دي چې د یوځای کار کولو او د پاتې ترهګريزو شبکو له منځه وړلو په اړه اندیښنې لري کړي."

هغه وويل: "تر څو چې دوی د [پاکستان او افغانستان] د پولې په اوږدو کې د ترهګرو خوندي پټنځایونو پر ضد په ګډه [کار] نه وي کړی، نو ستونزې او [ګواښ] به تل موجود وي. له دې امله، دا نوی نوښت به کاميابۍ رامنځته کړي."

په پېښور کې يو خبریال او د قبايلي چارو يو کارپوه، عقیل یوسفزۍ، پاکستان فارورډ ته وویل: "د کلیدي وسله والو قوماندانانو، چې پاکستان ته مطلوب ول، وژل يو ډير روښانه پیغام ورکوي چې همغږي زياته شوې ده او کاميابۍ رامنځته کوي."

هغه وويل، "په شمالي وزیرستان ایجنسۍ کې د ترهګريز شبکو له منځه وړل او په خيبر ايجنسۍ کې د راجګال درې پاکول د ترهګرو په تعقيب کولو کې لوی بریالیتوب دی کوم چې پاکستان او افغانستان دواړو ته ګواښ کوي."

بریګيډير (ريټايرډ) محمو شاه، چې په پيښور کې د فاټا پخوانې امنيتي سيکريټری دی، وویل: د هغه کليدي ترهګرو وژل، چې د آرمي پبلک سکول په قتل عام او نورو جنایاتو کې ښکيل ول، لوی بریالیتوب دی.

هغه وويل: "پکار ده چې هغه کسان په نښه کړی شي کوم چې تر اوسه پورې پټ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستره بريا. پاک پوځ ته سلام

ځواب