تروريزم

قازقستان او پاکستان د تروریزم ضد ګډ مشقونه ترسره کوي

د اليکزينډر بوګاتيک لخوا

د پاکستان او قازقستان تقريباً ۱۰۰ پوځي پرسونلو، چې د نومبر په مياشت کې ښودل شوي دي، په دې مشقونو کې برخه واخیسته. [د قازقستان د دفاع وزارت]

د پاکستان او قازقستان تقريباً ۱۰۰ پوځي پرسونلو، چې د نومبر په مياشت کې ښودل شوي دي، په دې مشقونو کې برخه واخیسته. [د قازقستان د دفاع وزارت]

آستانه -- د قازقستان د دفاع وزارت وروسته له هغې راپور ورکړو کله چې دې پوځيانو تیره هفته مشقونه پای ته ورسول، قازقستان او پاکستان د تروریزم ضد د دوو هفتو اوږد مشقونو کې برخه واخیسته چې موخه یې د پوځ چمتوالی زياتول و.

د "ملګرتیا ۲۰۱۷" نړیوال تربيتي مشقونه په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا صوبې په پبي کې د ترهګرۍ ضد په مرکز کې ترسره شول او د نومبر په ۲۷ مه پای ته ورسیدل.

د دفاع وزارت وویل چې د دې مشقونو اصلي موخه د "د تروریزم سره په مبارزه کې د تجربو د تبادلې او په میدان کې د تروریزم پرضد د مبارزې د ټريننګ له لارې د دواړو هیوادونو د پوځي پرسونلو مسلکي وړتيا ښه کول دي."

نورلان سابروف، چې د ځانګړو ځواکونو د کمپنۍ کمانډر دی، کاروان سیرای ته وویل، "د پاکستان او قازقستان تقريباََ ۱۰۰ پوځي پرسونلو په دې مشقونو کې برخه واخیسته."

يوه سي-۲۹۵ ترانسپورت الوتکه د نومبر په ۲۴ مه الماتي ته راغله. [د قازقستان د دفاع وزارت]

يوه سي-۲۹۵ ترانسپورت الوتکه د نومبر په ۲۴ مه الماتي ته راغله. [د قازقستان د دفاع وزارت]

هغه د ټريننګ په اړه وویل: "موږ د تروریزم سره په مبارزه کې خورا تجربه ترلاسه کړه."

په دې مشقونو کې يو بل ګډون کوونکي، چې خپل نوم او رتبه يې څرګنده نه کړه، وويل، "ځانګړي تاکتيکي ټريننګونه او د مشقونو يو څو پړاونه ترسره شول، چې په دې کې په هغه ودانیو د بريد کولو مشقونه شامل ول چيرته چې جعلي ترهګر پټ شوي ول."

هغه زياته کړه، د پاکستاني پوځ ليډرشپ "د قازقستان د پوځ د پرسونلو د مهارتونو ستاينه وکړه."

قازقستان پوځ ښه مسلح دی

د تروریزم ضد مشقونه، چې د قازقستان پوځي پرسونل په کې ګډون کوي، په منظمه توګه په قازقستان کې او بهر ترسره کیږي.

د دفاع د وزارت له مخې، د نومبر په میاشت کې، قازقستاني پوځيانو په تاجکستان او هند کې د تروریزم سره د مبارزې په مشقونو کې برخه اخیستې وه، او همدارنګه په استانه کې يې د کمانډ سټاف وار ګيمونو کوربه توب وکړو.

ياروسلوف لوبي موف، چې په الماتي کې یو پیلوټ او یو ريزرو افسر دی، وويل، د قازقستان پوځ د عصري وسلو سره سم سمبال دی، چې په دې کې هغه وسلې شاملي دي کومې چې د ترهګرو سره د جنګ لپاره اړینې دي.

د دفاع وزارت وویل، د نومبر په ۲۴ مه، سي-۲۹۵ پوځي ترانسپورت الوتکه په الماتي کې په هوايی ډګر کې کينسته.

لوبي موف کاروان سيرای ته وويل، "دا الوتکه هسپانوي شرکت ايربس ډيفنس اينډ سپيس جوړه کړې وه." هغه زياته کړه، "دا وړتیا لري چې دوباره د تيلو د اچولو نه بغير د لرې فاصلې سفر وکړي. دا د سرتیرو، مهماتو او تجهیزاتو د لیږدولو لپاره کارول کیږي."

د نومبر په ۱۷ مه، د پوځي پرسنلو د ليږدولو لپاره په قازقستان کې د جوړ شوې بيري الوتکې ټسټونه ( د کمپنۍ لخوا منظور شوي) پيل شول. قازقستان پاراماونټ انجينيرينګ راپور ورکړ چې د دې الوتکې جوړول د قازقستان او جنوبي افريقې ګډه هڅه ده.

په دغه راپور کې راغلي چې "د کمپنۍ د منظور شوي ټسټونو د مکمل کيدو نه وروسته، [ای پي سي] به د دفاع وزارت ته په سخت ژمی کې د عملیاتي ازموینې او ارزونې لپاره وړاندې کړی شي."

د بيري ای پي سيز موخه د قازقستان د پوځ او د قانون پلي کوونکو ادارو لپاره دي. ازبکستان د دې الوتکو په اخيستلو کې دلچسپي ښودلې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500