زغم

پاکستان د سکھ پوځي افسر د واده سره د اقلیت حقونه لمانځوي

د محمد آهل لخوا

د پاکستان د پوځ لومړی سکھ افسر میجر هارشم سینګھ په حسن ابدال کې د دسمبر په ۳ مه واده وکړو. [آی ايس پي آر]

پیښور -- د پاکستان پوځ او د اقليتونو د حقونو فعالین د میجر هارشم سینګه واده لمانځوي، چې دا دا خبره په ګوته کوي چې پوځ د ټولنې ټولو وګړو ته فرصتونه ورکوي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر د يو بيان له مخې، سینګھ د پاکستاني پوځ لومړی سکھ افسر دی. هغه د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۳ مه) د پنجاب په حسن ابدال کې په په ګوردوارا پوجا صاحب کې واده وکړو.

يو شمير اوسني او ريټايرډ پوځي افسرانو د وادوه په مراسمو کې ګډون وکړو. د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم سینګھ ته د واده مبارکي ورکړه او د پاکستان د دفاع کولو لپاره ېې د هغه د خدماتو ستاينه وکړه.

چارواکي او فعالين وايي، سینګھ د ۲۰۰۷ کال راهیسې په پوځ کې دنده ترسره کړې ده، او په پوځ کې د هغه ستر مقام ته رسيدل دا په ګوته کوي چې پوځ د پاکستاني ټولنې ټولو برخو ته مساوي فرصتونه برابروي او د پاکستان تنوع لمانځوي.

اوسني او ريټايرډ پاکستاني پوځي چارواکي د دسمبر په ۳ مه په حسن ابدال کې د میجر هارشم سنګه سره د هغه د واده په موقع د تصوير لپاره پوز جوړوي. [آی ايس پي آر]

اوسني او ريټايرډ پاکستاني پوځي چارواکي د دسمبر په ۳ مه په حسن ابدال کې د میجر هارشم سنګه سره د هغه د واده په موقع د تصوير لپاره پوز جوړوي. [آی ايس پي آر]

ميجر هارشم سنګھ، چې لومړی سکھ پاکستانی پوځي افسر دی، په حسن ابدال کې د دسمبر په ۳ مه د واده په ورځ د خپلې ميرمن سره د تصوير لپاره پوز جوړوي. پوځ وايي چې په پوځ کې د سینګھ لوړ مقام ته رسيدل دا په ګوته کوي چې پوځ ټولو پاکستانيانو ته فرصتونه ورکوي. [آی ايس پي آی]

ميجر هارشم سنګھ، چې لومړی سکھ پاکستانی پوځي افسر دی، په حسن ابدال کې د دسمبر په ۳ مه د واده په ورځ د خپلې ميرمن سره د تصوير لپاره پوز جوړوي. پوځ وايي چې په پوځ کې د سینګھ لوړ مقام ته رسيدل دا په ګوته کوي چې پوځ ټولو پاکستانيانو ته فرصتونه ورکوي. [آی ايس پي آی]

آی ايس پي آر په يو بيان کې وويل، "[د پاکستان پوځ] د ملي یووالي یوه نښه ده او په پاکستان کې د مذهبي اقليتونو د حقونو قدر کوي."

په پیښور کې د سکھ اقلیت د حقوقو فعال، رادیش ټوني وويل چې سینګھ د سکهانو د ټولنې ویاړ دی او د خاورې یو زړور زوی دی، چې د خپل هيواد د خدمت لپاره چمتو دی."

ټوني پاکستان فارورډ ته وویل، چې اقليتونه په پاکستان کې آزاد دي چې عبادت وکړي او د ژوند په هره برخه کې يو شمير فرصتونه لري. هغه په پوځ کې د سینګھ د ترقۍ موازنه د کيپټن سيسل چوهدري او د اقليت د نورو افسرانو سره وکړه. سیسل چوهدري يو تجربه کار پاکستانی عیسايي جنګیالی پیلټ او د جنګ اتل و. هغه د ۱۹۵۸ نه ۱۹۸۶ پورې ډيوټي کړې وه او په ۲۰۱۲ کال کې کې مړ شوی و.

هغه وويل، پاکستان د اقليتونو نور هم کسان لري چې د هغوی بریالیتوب "دا ثبوت وړاندې کوي چې د ټولنې هر غړی که چیرې وړتیا لري ... ترقي ترلاسه کولی شي."

که څه هم، هغه وویل، د دې نور هم ضرورت دی چې اقليتونو ته په تعليم، صحت او نورو سيکټرو کې د روزګار لپاره د ۵٪ ځانګړي کوټو او سيټونو ورکولو له لارې د اقلیت د ځوانانو حوصله افزايي وکړی شي.

د مساواتو په لاره کې خنډونه پاتې دي

په پېښور کې د مدني ټولنې موسسې بليو وينز چيف ايګزيکيټيو، قمر نسیم، وویل: "په مجموعي توګه په ټولنه کې هیڅ توپير نشته." هغه زياته کړه، "اقلیتونه آزاد دي چې ژوند وکړي، عبادت وکړي او په هر يو فيلډ کې خدمت وکړي، خو په انتظامي او آيني کچه يو څو کمزورۍ شته چې د هغې د ختمولو او منظم کولو ضرورت دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د اقلیت حقونه زموږ په مذهب کې هم شته، خو پکار ده چې د آيني حقونو په رڼا کې د ودونو د رجسټريشن، میراث او د نورو داسې انتظامي ګامونو د پياوړتيا لپاره قانون جوړ کړی شي چې اقليتونه نور هم خوندي شي."

نسيم وويل، يو شمېر کسان د ناپوهۍ له امله د اقليتونو په وړاندې تعصب لري، خو د پوهاوي کمپاينونو له لارې په دې باندې قابو موندلی کيدی شي.

آګسټين يعقوب، چې په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د اقليتونو د یووالي شورا د بشري حقونو فعال دی، وويل، په ټولیزه توګه، په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه "خوندي" دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل "يو څو عناصر شته چې هغوی د ناپوهۍ له کبله سخت چلند کوي، خو په مجموعي توګه خلک زموږ د اقلیت د غړو په توګه قدر کوي."

هغه وويل، ځینې مسلې د غريبۍ سره تعلق لري او د فرصتونو نشتوالې شتون لري، خو اقليتونه "مخکې تلې شي او کار کولی شي، څنګه چې موږ هغوی په صحت، تعليم او حتی فن، کلتور او موسیقۍ ته په وده ورکولو کې ليدلي دي."

په پيښور کې د هندوانو د اقلیت مشر او ټولنیز فعال هارون سراب دیال پاکستان فارورډ ته وویل، د يو څو انتظامي او بیوروکراتیکي خنډونو سره، "د اقلیتي ټولنې غړي د نورو پاکستانيانو په څیر د پرمختګ کولو فرصتونه لري."

هغه وويل: "توپير ... د يو څو کسانو لخوا رامنځته کيدې شي، خو دا يو حقيقت دی چې د اقليتونو لپاره هيڅ توپير نشته." "البته بيا هم حکومت له پکار ده چې د اقلیتونو لپاره مناسب قانون جوړ کړي، ځکه چې دا ډیره اړینه خبره ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500