زده کړه

چارواکي هڅه کوي چې په بلوچستان کې د تعلیمي چیلنجونو مخه ونیسي

د عبدل غني کاکړ لخوا

په کویټه کې د مختلفو سکولونو ماشومان د اکتوبر په ۳۱ مه په یو محفل کې ګډون کوي. [عبدل غني کاکړ]

په کویټه کې د مختلفو سکولونو ماشومان د اکتوبر په ۳۱ مه په یو محفل کې ګډون کوي. [عبدل غني کاکړ]

کويټه -- د تعليمي ماهرانو له مخې، اورپکۍ او د ښوونکو غير حاضرۍ په څیر مسایل په بلوچستان کې د تعلیمي هڅو مخنیوی کوي، خو ولايتي چارواکي ژمنه لري چې دوی به د دې وضعیت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

ظهور عابد، چې په کویټه کې د تعليمي پاليسۍ ماهر او د تعليمي ډیپارټمنټ يو ريټايرډ چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "د بلوچستان په ناکراره سيمو کې، د آوران، تربت، پنجګور، مشکۍ او نورو سيمو په شمول، د۱۵،۰۰۰ نه زيات حکومتي او خصوصي تعلیمي موسسې تړل شوي دي."

هغه وويل، "وسله وال ګروپونه د جينکو او هلکانو سکولونه په نښه کوي او د سکولونو انتظاميې ته یې خبرداری ورکړی چې زده کونکو ته د پاکستان نصاب ښودل بند کړي."

هغه وويل، د امنيت پرته، ښوونکي او د تعليمي موسسو نور کارکوونکي نشي کولی چې خپل خدمتونه وړاندې کړي.

هغه زياته کړه: "د ناکراره سيمو ځپل شوي اوسيدونکي د نوي نسل د راتلونکي په اړه اندېښمن دي."

د بریدونو ګواښ

اسد علي، چې په کویټه کې د اخلاص ویلفیر سوسايټۍ یو سينير فعال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په بلوچستان کې، د ۸۰٪ نه زیات اوسیدونکي په حکومتي تعليمي ادارو باندې تکيه کوي، خو دا سکټور زموږ زده کونکو ته معياري تعليم نه ورکوي."

هغه وويل، يو شمير بلواګرو ډلو په صوبه کې د هلکانو او جينکو په سکولونو باندې يو شمير بريدونه کړي دي چې تعليمي سکټور تباه کړي، په داسې حال کې چې افراطي ډلې "باور لري چې د پاکستان تعلیمي سیسټم د اسلامي ایډیالوژۍ خلاف دی."

په بلوچستان کې د ښوونکو او تعلیمي ماهرانو د وژنې يو تاریخ هم موجود دی. د بیلګې په توګه، د ۲۰۱۴ په نومبر کې، د ساینس ښوونکی غلام احمد خرال د بولان په ډسټرکټ کې ووژل شو او د ۲۰۱۰ په اپريل کې پروفیسر ناظيما طالب په کویټه کې ووژل شوه.

علي وويل، د دې ګواښونو سره د مبارزې لپاره لومړی ګام دا دی چې د اورپکۍ په سيمو کې د ښوونکو خونديتوب یقیني کړی شي.

د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسيون یو لوړ پوړي چارواکي، کاشف محمود، وویل، د وسله والو ډلو د دوامداره ګواښونو له امله حکومت هڅه کوي چې د ښوونکو له ذهنیت څخه ویره له منځه یوسي.

محمود پاکستان فارورډ ته وويل، وسله والې ډلې د خلکو پام ترلاسه کولو لپاره په ښوونکو تمرکز کوي ځکه چې دوی يو "نرم هدف" دی.

محمد حنيف کونډۍ، چې په بلوچستان کې د ټولو پرمختیایي خصوصي ښوونځیو مشر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په تیرو څو کلونو کې، د مختلفو وسله والو ډلو، د تنظيم الاسلام الفرقان په شمول، د ګواښونو له امله یو شمیر خصوصي تعلیمي موسسې تړل شوي دي." دغه ډلو د صوبې په پنجګور ډسټرکټ او نورو برخو کې د مختلفو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

هغه وويل، په هغه سيمو کې، چې د وسله والو لخوا ځپل شوي دي، ماشومان د تعليم نه محرومه دي، او والدين خپل ماشومان د امنيت د نشتوالي له کبله سکولونو ته نه شي ليږلې.

'ستر لومړيتوب'

محمد ايوب صابر، چې د بلوچستان د تعليم د بیا کتنې کمیټۍ چيرمين دی، وویل: "په بلوچستان کې تعليمي اصلاحات د صوبايي حکومت ستر لومړیتوب دی -- مونږ به په خپل راتلونکې باندې روغه جوړه ونه کړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، وسله وال غواړي چې په ولایت کې زموږ تعلیمي سیسټم ویجاړ کړي او افراطیت او بنياد پرستۍ ته وده ورکړي."

هغه وويل، ولايتي حکومت هڅه کوي چې د خپلې زده کړې د تګلارې بيا کتنه وکړي، د امنيت مسلې حل کړي او پرمختللي تعليمي سيستم ته وده ورکړي.

هغه وويل: "د بلوچستان په ناکراره سيمو کې د پوهاوي نشتوالی د تعليمي سيسټم د ښه کولو په لاره کې يو لوی خنډ دی، له دې امله موږ هم په پوهاوي کمپاين تمرکز کوو چې د سولې ضد د عناصرو اجنډه ناکامه کړو."

ولایتي حکومت هم د خپلې بیوروکراسي په مرسته د روانو مسلو سره د مبارزې لپاره ګامونه پورته کوي.

عبدل شکور خان، چې په بلوچستان کې د نيب وياند دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د احتساب ملي ادارې په دې وروستيو کې په کویټه کې د صوبايي تعليم ډپارټمنټ نهه کارکوونکي ونيول او هغوی يې تورن کړل. دغه کسان په سلګونو د غير موجود ښوونکو په جعلي بهرتیو کې ښکيل ول.

هغه وويل: "د بلوچستان په تعليمي ډپارټمنټ کې د ۶۰،۰۰۰ نه زيات ښوونکي ګومارل شوي دي، او زموږ څېړنې ښيي چې په زرګونو ښوونکي جعلي دي."

هغه وویل: "نیب سخت کار کوي چې دا دوامداره مسله په ګوته کړي."

محمد علي، چې په کویټه کې په مارننګ سټار فیلوشيف سيسټم کې یو استاد دی، وویل، دا یوه بله ستونزه ده چې حقیقي ښوونکي غیرحاضري کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د بلوچستان په کلیوالي سیمو کې، په حکومتي ښوونځیو کې د ښوونکو غیر حاضري یوه مهمه مسله ده چې مناسب پام ته اړتیا لري." هغه زياته کړه، "که ولايتي حکومتونه پاملرنه وکړي او په حکومتي ښونځيو کې د ښوونکو حاضري يقيني کړي، نو زه باور لرم چې دا به د بلوچستان تعلیمي جوړښت ډير ښه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا مقاله په بلوچستان کې د تعليمي نظام په اړه معلومات ورکوي او په دې کې د حکومت رول، د ښوونکو شتون او ماشوم ته د سبق ښولو توان او په بلوچستان کې د تعليم راتلونکی په ګوته کوي. زه له دې سره موافقه کوم چې په هر يو ډیپارټمنټ کې په ځانګړي توګه په تعليم کې اصلاحات به بې کاره وې که چيرې مونږ د دې اصلاحاتو د پلي کولو ژمنه ونه لرو. زما په خيال، مسله د ليډرشپ او حکومتدارۍ ده چېرته چې مشران اصلي مشران نه دي بلکې خود غرضه دي. د حکومت چارواکی هیڅ اراده او حوصله نه لری چې ښه کوششونه وکړي بلکې دوی د پيسو په ګټلو کې بوخت دي. دلته، د "حکومتي چارواکو" مطلب سول او د پوځ لوړ پوړي چارواکي دي. دوی د هغه سیاست دانانو / جاګيردارانو سره تړاو لري کوم چې د تعليم وده يا په خپلو حلقو کې خلکو ته تعليم ورکول لومړیتوب نه ګڼي بلکې دوی خلک د خپل جاګيردارانه حاکمیت لاندې ساتي. واکمنان / جاګيرداران، ملکي او پوځي بیوروکريسي د عامو خلکو د بهبود لپاره مختص شوي ټول فنډونه خوري . د څه حده پورې، ډیری غیر دولتي موسسې هم په کرپشن کې ښکيل دي. د وخت ضرورت دا دی چې منځنۍ طبقه او تعليم يافته خلک ګامونه پورته کړي او رامخکې شي. دا ښکاره خبره ده چې د سیمې د خلکو نه علاوه هیڅوک بدلون نه شي راوستلی او د هغوی قسمت بدلولی نه شي، ګنې مخالفین د هغوی د ټولنو، سیمو، کورنیو او عزيزانو په انتظار دي.

ځواب