ګلګت -- په سلګونو موټر چلوونکو د پاکستان د خپلواکۍ اويايمې کليزې د لمانځلو لپاره په خوندي توګه د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۱ مه) پاکستان موټر کار ريلي پای ته رسولې ده، او د ۳،۰۰۰ نه زیات کلوميټره اوږد سفر يې کړې دی.
په ټول هیواد کې د ۲۳ موټر کلبونو د ۳۰۰ نه زيات جيپونو، ۵۰۰ موټرسايکلونو او ۱۵۰ موټرو په دې ريلي کې ګډون وکړو. د پاکستان پوځ د دغه ريلي انتظام کړی و.
موټر چلوونکو د اکتوبر په ۲۱ مه د چين پولې ته څېرمه د خنجراب درې نه ريلي پیل کړه، او د ګلګت، اسلام اباد، جنوبي وزيرستان، کویټې او کراچۍ له لارې تېر شول. د دوی اخري منزل د بلوچستان صوبې ګوادر و. پوځ د موټر چلوونکو ساتنه وکړه او لاره یې خوندي کړه.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بيان کې وويل، پاکستان موټرکار ريلي د هیواد په ټوله برخه کې سفر وکړو چې د امید او سولې پیغام ورکړي، سپورټ ته وده ورکړي، د سياحت لپاره امکانات، کلتوري میراث او د سپورټ وړتیا، اقدامات او هغه کم کلبونه په ګوته کړي کوم چې د موټرو سپورټ سره تعلق لري او په پاکستان کې د زړو ګاډو ساتنه وهڅوي.
په دغه بيان کې راغلي، "هغه لارې او سیمې، چې د ریلي لپاره ټاکل شوي وې، نسبتا لږې ښکارې دې. دغه لارې د غیر معمولي هڅو سره جوړي شوي دي او د پاکستان په سوکالۍ کې مهم رول لوبوي."
پاکستان په ۱۹۴۷ کې د اګست په ۱۴ مه د بریتانوي واکمنۍ نه خپلواکي ترلاسه کړه.
د سولې يو پيغام
ډیرو موټر چلوونکو او نورو خلکو دا ریلي د پاکستان لپاره د امید يو پیغام وګرځولو. د ۱،۰۰۰ نه زيات ګډون کوونکو سره، چې د پاکستان په سختو غرونو او هوارو سيمو کې سفر کوي، دې ریلی دا خبره څرګنده کړه چې د هیواد ډیره برخه د کلونو د نا امنۍ او ويرې نه وروسته اوس خوندي ده.
د ګلګت بلتستان وزير اعلی، حافظ حفیظ الرحمان، چې د اکتوبر په ۲۱ مه يې د ريلي په پیل کې ګډون کوونکي رخصت کړل, وويل، "په کاميابۍ سره د دې ريلي اختتام نړیوالې ټولنې ته پيغام ورکوي چې پاکستان سوله خوښونکی هيواد دی."
هغه وويل، دا ریلي "د ټول پاکستان لپاره د امید او خوشحالی پیغام دی او د تروریزم د چاپیریال په وړاندې د جنګ ګټلو نه وروسته د خوشحالۍ په لور روان دی."
ماه جبين، چې يوه ښځینه موټر چلوونکي ده، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ دلته یو چې د ښه پاکستان او د ښه نړۍ لپاره مینه، سوله او د امید رڼا خپره کړو."
کلتوري، اقتصادي فرصتونه
حامد علي خان، چې په لاهور کې د کلاسیکي موسيقۍ سندرغاړی دی، د نورو کسانو سره يوځای شو چې په فاټا کې د وزیرستان نه د بلوچستان صوبې د زوب پورې دا ریلي وګوري.
خان پاکستان فارورډ ته وويل چې هغه وزیرستان ته د راتګ په اړه اندیښمن و، خو دلته ژوند عادي دی او هر اړخ ته سوله موجود ده -- زه ډیر ویاړ کوم او خوشحاله یم چې پاکستاني پوځ د تروریزم پرضد جګړه ګټلې ده."
هغه وويل: "داسې ډول ريلي او داسې لارې، چې نا امنه وې، نن ورځ سوله ايزي دي." هغه زياته کړه، "دا ريلي څرګندوي چې پاکستان اوس د ترهګرۍ لپاره خوندي ځای نه دی."
هغه وويل، پاکستانیان وياړ کوي چې نړۍ ته ووايي چې سوله هیواد ته بیرته راغلې ده او ترهګرۍ ته یې د پوځ او خلکو په ملاتړ ماتی ورکړو.
خان وویل: "دا د نړۍ لپاره يو پیغام دی چې پاکستان د فن، کلتور او موسیقۍ لپاره خوندي ځای دی او د دې نه علاوه نورې خبرې د تير وخت خبرې دي."
سلیم مروت، چې په ریلي کې ېې برخه اخیستې وه، پاکستان فارورډ ته وویل، چې دا ريلي به د پاکستان لپاره یو ستر اميد وي" او دا به "سیمه ایز او بهرني سیلانیان هم راجلب کړي."
توقیر ضیا، چې يو بل ګډون کوونکې دی، په ريلي کې د بهرنیانو د شتون په اړه خبرې وکړې. هغه وويل، چې "دا ښه نښه ده؛ دا به هیواد ته زياته سرمايه کاري او سرمايه کاران راولي."
ضيا وويل: "د دې شاته پاتې شويو سيمو ځوانانو لپاره زيات کارونه او دندې به د تروريزم لپاره يو جدي ګوزار وي، کوم چې د بې روزګاره پاکستاني ځوانانو استحصال کوي."