روغتیا

اي علاج د خیبر پښتونخواه په لرې پرتو سیمو کې روغتیایی خدمتونه چمتو کوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د بهالي په بنيادي روغتیايي مرکز کې يو ټیکنیشن د اکتوبر په ۱۹ مه د اي علاج د سستم د استعمالولو له لارې په اسلام آباد کې د يو روغتیايي ماهر سره اړیکه لري. [دانش یوسفزۍ]

د بهالي په بنيادي روغتیايي مرکز کې يو ټیکنیشن د اکتوبر په ۱۹ مه د اي علاج د سستم د استعمالولو له لارې په اسلام آباد کې د يو روغتیايي ماهر سره اړیکه لري. [دانش یوسفزۍ]

مانسهره -- خیبر پختونخواه په لرې پرتو سیمو کې د طبي خدمتونو د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کوي، چې په دې وروستيو کې يې د مانسهره په ښار کې د صوبې لومړی آنلاین درملنې مرکز، اي علاج، پرانيسته وکړه.

د بهالې په بنيادي روغتيايي مرکز کې د اکتوبر په ۱۶ مه د ټيلي هيلتھ نوي مرکز پرانیسته وشوه.

د دې غټ پروجيکټ موخه دا ده چې په لرې پرتو سيمو کې ناروغان په لوی ښاري روغتونونو کې د ماهر ډاکټرانو سره د تیز رفتار انټرنیټ له لارې اړیکه ونیسي. دا پروجېکټ د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې او د خیبر پښتونخوا د انفارمیشن ټکنالوژی بورډ ترمنځ په همکارۍ ترسره کيږي.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر شهرام ترکۍ پاکستان فارورډ ته وويل، "د لرې پرتو سیمو لپاره د اي علاج خدمتونه معرفي کول به خلکو ته، په ځانګړي توګه ښځو او ماشومانانو ته، د هغوی کور ته نژدې ښه، ماهرانه او په وخت روغتیا پاملرنې چمتو کول يقيني کړي."

هغه وویل، د اي علاج مرکز هغه ناروغانو ته خدمتونه چمتو کوي کوم چې د زړه او پوستکي، غوږ، پوزې مرۍ او په نورو ناروغیو کې اخته وي. په دې کې د مور او ماشوم روغتيايي پاملرنه هم شامل ده.

د ځايي رسنيو له مخې، ترکۍ وويل، "پنځه ماهر ډاکټران به د يو چهت لاندې خدمتونه وړاندې کوي." ډاکټران به د ۹ نه تر ۲ بجو پورې موجود وي.

هغه وويل، د اي علاج مرکز موخه دا ده چې په ښاري روغتونونو باندې بار کم کړي، ځکه چې د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي اکثر ښار ته د روغتیایی پاملرنې لپاره سفر کوي.

ترکۍ پاکستان فارورډ ته وویل، "په لرې پرتو سیمو کې به اوس ناروغان توان لري چې خپل کور ته نژدې مسلکي روغتیایي پاملرنې ته لاس رسی ترلاسه کړي."

هغه وویل، د خیبرپښتونخوا حکومت پلان لري چې ژر تر ژره دا پروجيکټ د صوبې نورو لرې پرتو سیمو ته وغځوي.

هغه وويل: "حکومت ژمن دی چې روغتيايې پاملرنې ته لاس رسي يقيني کړي او د روغتيا لپاره يې د پام وړ بودجې تخصيص کړي دي."

ریموټ تشخیص، درملنه

د خيبر پښتونخوا د انفارميشن ټکنالوجۍ بورډ منيجنګ ډايريکټر ډاکټر شهباز خان په تفصيل سره وويل چې څه رنګه اي علاج سسټم کار کوي.

ناروغان ټيلي هيلتھ مرکز ته راځي، چې د تيز رفتار انټر نيټ له لارې د کنټرول روم سره منسلک دی. ماهر ډاکټران د ناروغانو معاينه کوي او هغوی ته علاج تجويز کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، په هر يو اي علاج مرکز کې ښه روزل شوي کارکوونکي کار کوي چې د ناروغانو سره په اسلام آباد کې د ماهر ډاکټرانو سره په اړيکه نيولو کې مرسته وکړي. تمه کیږي چې په مانسهره کې به دا مرکز نږدې ۲۷،۰۰۰ نفوسو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

"په کلیدي سکيټورونو، لکه د روغتیا او تعليم په سيکټرونو، کې د ټکنالوژۍ کارول د خدمتونو د ښه کولو لپاره يوازينۍ لاره ده."

د خيبر پښتونخوا د انفارميشن ټکنالوجۍ بورډ ډپټي ډايريکټر عاصم اسحاق خان وويل، په بي ايچ يو بهالي کې دوه کمرې د اي علاج نوښت لپاره مختص شوي دي. په اسلام آباد کې هره ورځ د ۲۰ نه تر ۲۵ پورې ناروغان د ډاکټرانو نه تشخیص او علاج ترلاسه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "په راتلونکي میاشت کې، موږ پلان لرو چې دا مرکز د صوبې په لرې پرتو سیمو کې څلورو نورو بي ایچ یوګانو ته وغځوو." وروسته به یو مرکزي دفتر په پېښور کې جوړ شي، چیرته چې به پنځه ډاکټران د هغه طبي کسیونو کتنه کوي کوم چې دوی ته استول شوي وي."

ناروغان، ډاکټران متاثره دي

ډاکټر توصېف الدين، چې د مردان په ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال کې یو سينير سرجن دی، وويل چې هغه د روغتيايي پاملرنې په اړه د حکومت د عصري سوچ ستاینه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "اي علاج د هغو کسانو لپاره یو ډير ګټور نوښت دی کوم چې د ښه طبي علاج لپاره لوی ښارونو ته سفر نه شي کولی." "اوس به دوی کولی شي چې په خپلو کليو کې په بي ايچ يوګانو کې د تجربه کار ډاکټرانو بورډ ته په آسانۍ سره لاس رسي ترلاسه کړي."

واجد علي، ۲۷ کلن، په هغه لومړني ناروغانو کې و کوم چې په بهالي کې د دې نوي نوښت څخه ګټه پورته کړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زما اوس هم یقین نه راځي ځکه چې زه د څه وخت لپاره ناروغه وم او ما توان نه لرلو چې د يو ماهر ډاکټر سره ليدنه وکړم."

علي وويل، "یو څو ورځې مخکې، ما د اي علاج مرکز نه ګټه پورته کړه او حیران یم چې تشخیص او درملنه اوس ډیره اسانه شوي ده او خلک ورته لاس رسي کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Yar mara sax system ma farq ha matlab kamzoor ha

ځواب