جرم او انصاف

خيبر پښتونخوا د کمپیوټري لايسنسونو له لارې غیرقانوني وسلې معلوموي

د محمد شکيل لخوا

د وسلو يو پاکستانی پلورونکی د ۲۰۱۶ کال د جون په ۶ مه په دره آدم خيل کې د پيرودونکو انتظار کوي. دره آدم خيل په فاټا کې د پيښور نه جنوب اړخ ته ۳۵ کلوميټره لرې موقعيت لري. چارواکو په خیبرپختونخوا کې په دې وروستیو کې په بره دير کې د وسلو لپاره د کمپيوټري لايسنس ورکولو د مرکز پرانيسته وکړه. [ای مجید/ای ايف پي]

د وسلو يو پاکستانی پلورونکی د ۲۰۱۶ کال د جون په ۶ مه په دره آدم خيل کې د پيرودونکو انتظار کوي. دره آدم خيل په فاټا کې د پيښور نه جنوب اړخ ته ۳۵ کلوميټره لرې موقعيت لري. چارواکو په خیبرپختونخوا کې په دې وروستیو کې په بره دير کې د وسلو لپاره د کمپيوټري لايسنس ورکولو د مرکز پرانيسته وکړه. [ای مجید/ای ايف پي]

بره دير -- چارواکي په خیبر پښتونخواه کې د وسلو لپاره د کمپيوټري لايسنسونو مرکز او د وسلو د پيرودونکو يو ډيټابيس جوړوي چې د غیرقانوني پرمټونو تعقیب وکړي او د وسلو د ناوړه استعمال مخه ونيسي.

په بره دير کې د یو داسې جوړ شوي مرکز پرانيسته د خیبرپښتونخوا د سیمه ییز حکومت، ټولټاکنو او کلیوالي پرمختیا وزير عنايت الله خان د اکتوبر په ۶ مه وکړه.

دا ډول تاسیسات د وسلو ساتونکو ته اجازه ورکوي چې په صحیح طریقه لايسنسونه ترلاسه کړي او خپل معلومات په ملي ډیټابیس کې ثبت کړي.

د بره دير ډپټي کميشنر محمد عثمان محسود د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، دا مرکز د چارواکو سره مرسته کوي چې جعلي پرمټونه معلوم کړي او په قانوني توګه د وسلو ساتونکو ته ګټه ورکړي.

د خیبرپښتونخوا د سیمه ییز حکومت، ټولټاکنو او کلیوالي پرمختیا وزير عنايت الله خان او نور چارواکي د اکتوبر په ۶ مه په بره دير کې د وسلو لپاره د کمپيوټري لايسنس مرکز پرانېسته کوي. [د بره دير د ډپټي کمشنر د فتر]

د خیبرپښتونخوا د سیمه ییز حکومت، ټولټاکنو او کلیوالي پرمختیا وزير عنايت الله خان او نور چارواکي د اکتوبر په ۶ مه په بره دير کې د وسلو لپاره د کمپيوټري لايسنس مرکز پرانېسته کوي. [د بره دير د ډپټي کمشنر د فتر]

هغه وویل، دغه مرکز به نږدې ۸،۰۰۰ موجوده لايسنسونه ثبت کړي او په هغې سره هغوی کولی شي چې د ملي ډیټابیس او نوم لیکنې د ادارې نه یې تصديق کړي.

نادرا د هر پرمټ د تصديق لپاره د ايس ايم ايس ټکنالوجي کاروي. د بیلګې په توګه، که چيرې یو پولیس افسر يوه وسله ومومې، نو هغه نادرا ته په ايس ايم ايس کې د لايسنس نمبر استولی شي او نادرا به هغه چارواکي ته بيرته ايس ايم ايس واستوي چې نمبر او وسله قانوني ده.

پولیسو او امنیتي چارواکو به مخکې دغه ورته سيسټم د کمپیوټري شناختي کارډونو د تصديق لپاره کارولو.

غیر قانوني وسلې جرم او ترهګرۍ ته وده ورکوي

محمد علي، چې د خیبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ يو غړی دی او په اسبملۍ کې د بره دير استازيتوب کوي، پاکستان فارورډ ته وويل، د وسلو د ناوړه استعمال د وجې نه دا ضرورت راپیښ شوی چې د وسلو او د وسلو د ساتونکو یو شان ډيټابیس جوړ کړی شي.

هغه وويل، دا نوښت نه يوازې د وسلو د لايسنسونو ترلاسه کولو لپاره يوه اسانه لاره ده، بلکې د غير قانوني وسلو د ثبت کولو له امله په عامو خلکو کې د امنيت احساس هم رامنځته کوي.

علي وويل، که څه هم، د وسلو ملکيت پخپله د شخړې او تاوتریخوالي وجه نه ده، خو غير رجسټر شوي وسلې او د دې په آزادانه توګه شتون د جرم کچه او په ټولنه کې افراطیت زیاتولی شي.

هغه وويل، د ناقانونه وسلو ترټولو خطرناکه اغیزه دا ده چې د ترهګرو په شمول هغه کسان، چې ناوړه ارادې لري، د دې نه ناوړه ګټه پورته کولی شي.

هغه وويل: "د وسلو د ثبت کولو او په ناقانونه توګه د وسلو د قاچاق کولو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه ... به يقيناً اورپکۍ کنټرول کړي او زموږ په ټولنه کې به د جرمونو کچه راټيټه کړي."

په اسانۍ سره تصديق کول

د خیبر پښتونخوا د ايليټ ځواک وقار علی وويل، رجسړيشن په مناسبه توګه پلي کول او د لايسنسونو د صادرولو پالیسي به نه يوازې د وسلو شمير کم کړي بلکې په دې سره به د وسلو د ناوړه استعمال امکانات هم کم کړي.

هغه په تفصيل سره وويل، په ناقانونه توګه جاري شوي لايسنسونه اکثر د زياتو وسلو د ساتلو لپاره کارول کيږي، چې د وسلو په قاچاق کولو کې اساني راولي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "کوم کسان چې کمپيوټري لايسنسونه لري، د هغوی معلومات به په اتوماتيک ډول د څارنې لاندې راشي او دا به په ناقانونه توګه د صادر شوي وسلو د لايسنسونو پیژندلو پروسه خورا اسانه کړي."

طارق سنګين، چې په پيښور کې د وسلو هټيوال دی، وويل، هغه د نوي کمپيوټري رجسټريشن سيسټم ملاتړ کوي ځکه چې دا به د وسلو د ناوړه استعمال او د ناقانونه وسلو د منتقل کولو په کنټرولولو کې مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، کله چې د لايسنسونو اتهارټي د هرې وسلې د ترلاسه کولو، ملکيت او د انتقال يو جامع ريکارډ د وسلو د جوړوونکو او کاروونکو نه راټول کړي نو د وسلو معلومول به د چارواکو لپاره آسان وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500