تروريزم

ځانمرګي بریدګر په بلوچستان کې په يو صوفي مزار کې په کلنيز جشن باندې برید وکړو

د عبدل ناصر خان لخوا

د صوفي سید چيسال شاه پيروان د بلوچستان صوبې په جل مګسي ډسټرکټ کې د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۵ مه) په کلنيز جشنونو کې لږ ساعت وړاندې له هغې برخه اخلي کله چې يوه بمي چاودنه رامنځته شوه او لږ تر لږه لسګونه کسان يې ووژل. [د عبدل ناصر خان نه په مننه]

کویټه -- چارواکو تاييد وکړو چې د بلوچستان صوبې په جل مګسي ډسټرکټ کې د سیمې په يو صوفي مزار کې په يوې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

د جل مګسي ډسټرکټ ډپټي کمیشنر ډاکټر اسد کاکړ ځايي رسنیو ته وویل: "تر اوسه پورې په دې چاودنه کې ۱۸ کسان، د درې ماشومانو په ګډون، وژل شوي دي."

د بلوچستان حکومت وياند، انورالحق کاکړ، پاکستان فارورډ ته وويل: "دا پېښه د صوفي سينټ سيد چیسال شاه د زيارت په دروازه کې وشوه."

کاکړ وويل: بريد کوونکي زيارت ته د ننوتلو هڅه هغه وخت وکړه کله چې خلک د کليزې لمانځلو لپاره راټول شوي ول، خو هغه وخت یې خپل چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه کله چې پوليسو ودرولو. هغه زياته کړه، په وژل شوي کسانو کې دوه پوليس هم شامل دي.

پاکستاني پيروان وروسته له هغې په چاودنه کې وژل شوي کسانو ته راټول شول کله چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۵ مه د جل مګسي ډسټرکټ په ګنداوا سیمه کې يو صوفي زيارت ته نږدې يو ځانمرګي بريد وکړې شو. [ايس ټي ار/ ای ايف پي]

پاکستاني پيروان وروسته له هغې په چاودنه کې وژل شوي کسانو ته راټول شول کله چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۵ مه د جل مګسي ډسټرکټ په ګنداوا سیمه کې يو صوفي زيارت ته نږدې يو ځانمرګي بريد وکړې شو. [ايس ټي ار/ ای ايف پي]

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي رسنیو ته وویل، "د مرګ ژوبلې شمیر به لوړه شوي وای که چیرې بريدګر مزار ته دننه داخل شوی وای، چیرته چې په سلګونه خلک راټول شوي ول." هغه زياته کړه چې پولیسو د سلګونو کسانو، کوم چې نږدې موجود ول، د ژغورلو لپاره خپل ژوند قربان کړو.

کاکړ پاکستان فارورډ ته وویل، قربانیان د ډسټرکټ مرکزي هسپتال ته راوړل شول او سخت ټپي شوي کسان به کویټې او په نږدې ډسټرکټونو کې نورو روغتونونو ته واستول شي.

يو ځايي ژورناليست توفيق احمد پاکستان فارورډ ته وويل، "سید چيسال شاه د سیمې يو مشهور صوفي سینټ دی او معمولاً خلک د هرې پنجشنبې په ورځ راټوليږي، خو نن د هغه کلیزه وه نو ځکه دا غونډه د معمول په پرتله لويه وه."

احمد وويل: "کيدی شي چې بريد کوونکي غوښتل چې هغه خلکو ته لاسرسی ترلاسه کړي کومو چې د چيسال شاه شعرونه اورېدل، او که چيرې هغه غونډې ته په رسيدو کې بريالي شوې واې نو د مرګ ژوبلې شميره به د سلګونو نه زياته وه."

احمد وویل چې د مسلمانانو پيروانو سره، د هندوانو ټولنې او د نورو مذهبونو ډيرو خلکو په دغه مزار کې په کلنيز جشن کې هم برخه اخيستې وه.

دا پیښه وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې په ۲۰۰۵ کال کې په ورته زيارت کې، چې د تيلو او ګيس نه ډک په بلوچستان صوبه کې موقعيت لري او د افغانستان او ايران سره پوله لري، چاودنه رامنځته شوي وه او ۳۵ کسان په کې وژل شوي ول.

هيڅ يوې ډلې د دغه چاودنې فوري مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستلی.

جيو نيوز راپور ورکړو چې د پاکستان وزير اعظم خاقان عباسي او نورو سينير چارواکو د دې بريد غندنه وکړه او ویې ویل چې ترهګر مذهب نه لري او د دولت دښمنان دي.

هغه وویل چې دولت به له بشپړ قوت سره ځواب ورکړي او ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي چې سولې ته زیان ورسوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500