روغتیا

خیبر پښتونخواه د بیړني طبي غبرګون ګرځنده یونټ کاروي

د محمد آهل لخوا

د خيبر پښتونخوا چارواکي په پېښور کې د سپتمبر په ۲۲ مه د صوبې د لومړي د بیړني طبي غبرګون د ګرځنده یونټ سره نږدې ولاړ دي. [محمد آهل]

د خيبر پښتونخوا چارواکي په پېښور کې د سپتمبر په ۲۲ مه د صوبې د لومړي د بیړني طبي غبرګون د ګرځنده یونټ سره نږدې ولاړ دي. [محمد آهل]

پیښور -- چارواکو پاکستان فارورډ ته وویل چې د لومړي بیړني طبي غبرګون یونټ په خیبر پښتونخواه کې کار پیل کړی دی.

عروج شيرازي، چې په خيبر پښتونخوا کې د ريسکيو ۱۱۲۲ صوبايي وياند دی، د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر په ۲۸ مه) پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ دا يونټ ترلاسه کړی او اوس کار کوي."

هغه وويل، "دا يونټ ډير مهم دی ځکه چې دا د ناروغانو بیړني ضروريات پوره کوي، په ځانګړي توګه په هغه لري پرتو سيمو کې چيرته چې روغتیایی خدمتونه شتون نه لري." نوموړي زیاته کړه، دا يونټ هغه ټول وسايل لري کوم چې د بیړني حالاتو لکه طبیعي پیښو، ترهګریز بریدونو او حادثو سره مقابله کولی شي او د لنډ مهاله طبي کيمپ په توګه د کارولو لپاره مناسب دی.

شیرازي وویل، دا هڅه په خیبرپښتونخوا کې یوه لويه پروژه ده او چارواکي پلان لري چې دا نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

د ژغورنې د ادارې کوآرډينيټر بلال احمد فیضي پاکستان فارورډ ته وویل، د خیبرپښتونخوا حکومت د دې يونټ لپاره ۲۰ ميليونه روپۍ ( ۱۹۰،۰۰۰ ميليونه امريکايي ډالره) ورکړې او دا يې په تيره هفته کې ریسکیو ۱۱۲۲ ته وسپارلو.

عصري وسایل

د بیړني طبي غبرګون ګرځنده یونټ يو آپريشن تهيټر، د ناروغانو لپاره بیړنۍ کمره، د څلورو بسترو جدي پاملرنې خونه او یو اتوماتييک بهرني ډيفبريليټر لري.

په دغه ګرځنده يونټ کې په عصري آلاتو کې اليکټرکارډيوګرافي مانيټر، اکسیجن کومپريسر او يو وړوکې ليب شامل دی.

زاهد اشرف، چې په پيښور کې په خیبر میډیکل کالج کې پروفیسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "که چیرې دا ګرځنده یونټ د ژوند ژغورنې اسانتیاوې ولري، نو دا به د بیړنۍ پاملرنې چټکه سرچینه وي او د قیمتي ژوند ساتنه به وکړي."

مجاهد خان، چې په پیښور کې د ايدهي فاونډيشن د ژغورنې کارکونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل: په خیبرپختونخوا او قبايلي سيمو کې بیړني یونټ ته ډير زيات ضرورت دی، چيرته چې يو شمير هسپتالونه موجود دي خو ډير لږ سهولتونه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500