امنیت

د پاکستان حاجیان د ایران په عسکري ګروپونو کې ګمارل کيږي

د عبدل غني کاکړ لخوا

چارواکي وايي چې دوه پاکستانيان چې په سوريه کې د راپورونو له مخې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ زینبیون بريګيډ لپاره په جګړه کې وژل شوي ول، د ایران په قوم سیمه کې د می په ۱۸ مه دفن کيږي. پاکستان ګامونه پورته کوي چې د ايران د پراکسي جنګ لپاره د ایران د شیعه ګانو د استخدام مخه ونيسي. [واررپورټس]

چارواکي وايي چې دوه پاکستانيان چې په سوريه کې د راپورونو له مخې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ زینبیون بريګيډ لپاره په جګړه کې وژل شوي ول، د ایران په قوم سیمه کې د می په ۱۸ مه دفن کيږي. پاکستان ګامونه پورته کوي چې د ايران د پراکسي جنګ لپاره د ایران د شیعه ګانو د استخدام مخه ونيسي. [واررپورټس]

کویټه -- د پاکستان د شیعه حاجیانو په اړه د دې اندېښنې سره، چې دوی د ايران د نفوذ ښکار کيږي او د ايران په هغه عسکري ګروپونو کې ګمارل کيږي کوم چې په عراق او سوريه کې جګړه کوي، د پاکستان استخباراتي او امنیتي چارواکي د دې پيښې د مخه نيولو لپاره ګامونه پورته کوي.

په اسلام آباد کې د دفاع يو چارواکي وويل، د پاکستان د استخباراتي راپور، چې د سپتمبر په لومړیو کې خپور شو، له مخې، د ۲۵ نومبر ۲۰۱۵ او جون ۲۰۱۷ کال ترمنځ، نږدې ۴،۰۰۰ شیعه حاجيان د پاکستان نه ایران ته لاړل او هیڅکله بیرته راستانه نه شول.

په زرګونو نور پاکستاني شیعه ګان، چې د جون نه وروسته ایران ته تلي دي اوس د پاکستاني حکومت تر څارنې لاندې دي.

سرچينې زياته کړه: "د تېرو دوو کلونو راهيسې، هغه شيعه حاجيان چې د تفتان پولې له لارې د پاکستان څخه ايران ته ننوځي، تر کلکې څارنې لاندې دي."

د ایران په قوم سيمه کې ماتم کوونکي د زینبیون بريګيډ د يو پاکستاني غړي تابوت وړي کوم چې په سوریه کې د جګړې په ترڅ کې وژل شوی وو. [فايل]

د ایران په قوم سيمه کې ماتم کوونکي د زینبیون بريګيډ د يو پاکستاني غړي تابوت وړي کوم چې په سوریه کې د جګړې په ترڅ کې وژل شوی وو. [فايل]

یو پاکستانی عسکر د می په میاشت کی د هیواد د پولې ساتنه کوي. د ایران د پولې په اوږدو کې کړکيچ وروسته له هغې زيات شوی دی کله چې تهران په پاکستان کې دننه په ترهګرو باندې د برید کولو ګواښ وکړو. [د پاکستان د دفاع وزارت]

یو پاکستانی عسکر د می په میاشت کی د هیواد د پولې ساتنه کوي. د ایران د پولې په اوږدو کې کړکيچ وروسته له هغې زيات شوی دی کله چې تهران په پاکستان کې دننه په ترهګرو باندې د برید کولو ګواښ وکړو. [د پاکستان د دفاع وزارت]

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ د تروریزم ضد ادارې څرګنده کړه چې د شیعه ګانو لوی شمیر په ایران کې د ویزې د ختميدو نه وروسته د اوږدې مودې لپاره پاتې شول."

اندیښنې دا دي چې د ایران اسلامي انقلاب ګارډ ځیني پاکستانيان استخداموي چې په سوریه کې د زينيبيون بريګيډ د برخې په توګه جګړه وکړي.

د دفاع وزارت يو چارواکي وویل، "د پاکستاني او افغان شيعه مسلمانانو يو لوی شمير د فبروري ۲۰۱۶ او اګست ۲۰۱۷ ترمنځ استخدام شوی دی چې په سوريه کې د بشارالاسد، حزب الله او د ایران پلوه عراقی ملېشې په ملاتړ کې جګړه وکړي."

هغه وويل: "د بهرنيو او د دفاع وزارتونه د دې معاملې کلکه څارنه کوي چې د هغو عناصرو په وړاندې مناسب ګامونه پورته کړي کوم چې پاکستاني وګړي د سياسي ګټو لپاره کاروي."

هغه وويل، يو شمېر پاکستانيانو د حاجيانو په جامه کې د ايران ويزې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې دوی د ملېشې غړي دي. هغه زياته کړه چې "ځيني شيعه جنګيالان، چې په پاکستان کې ګمارل شوي دي، د کویټې څخه تفتان ته د تلو لپاره د حاجیانو نوم کاروي."

هغه وويل: "يو استخباراتي راپور، چې وفاقي حکومت ته وړاندې شوی دی، وړانديز وکړو چې د هغه شيعه حاجيانو سخته تلاشي وکړې شي او د هغوی ريکارډ وڅيړلې شي کوم چې د پاکستان نه ايران ته ځي." "په دغه راپور کې سپارښتنه وشوه چې فدرالي حکومت دې دا مسله له ایراني چارواکو سره د سفارتي لارو چارو له لارې حل کړي."

د ایران په مداخلت باندې کلک نظر ساتل

په راولپنډۍ کې د استخباراتو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ د خپلو اتباعو په اړه ډیر اندیښمن یو." هغه زياته کړه چې "هغه عناصر چې زموږ اوسیدونکي د پوځي او سیاسي لاسته راوړنو لپاره په بهر کې کاروي، به هیڅکله خپل اهداف تر لاسه نه کړي."

هغه وويل: "حکومت قانون پلي کوونکو ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې په ټولو فرقه ييزو عناصرو باندې کلک نظر وساتي." هغه زياته کړه، "د استخباراتو چارواکو، چې د تروریزم سره د مبارزې په اداره کې کار کوي، ته لارښوونې شوې چې د هغه ډلو پر ضد سخت ګامونه پورته کړي کوم چې د شیعه جنګیالانو په ګمارولو کې ښکیل دي."

هغه وويل، پاکستان له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ له منځه وړلو ته ډير ژمن دی. "ځايي او بهرني تروریستي سازمانونه غواړي چې د دلته کې د خپلو ګټو لپاره سولې ته زیان ورسوي، خو موږ به هیڅکله د سولې لپاره په خپلې ملي اجنډا باندې روغه جوړه ونه کړو."

هغه وويل، "د فدرالي حکومت لارښوونې سره سم، د پاکستان قانون پلي کوونکو ادارو د زینبیون بريګيډ د شکمنو غړو او په هیواد کې د هغوی د پټنځايونو پر وړاندې په پراخه کچه مبارزه پيل کړې ده."

هغه وويل، په پاکستان کې په فرقه يې ترهګرۍ کې ښکيل ډلې په پراخه توګه له منځه وړل شوي دي، چې په دې کې د لشکر جهنګوي او جيش الاسلام ستر مشران هم شامل دي. هغه زياته کړه، "ځيني سني وسله والې ډلې له پاکستاني طالبانو سره تړاو لري."

ايران اورپکۍ او فرقه واريت ته هوا ورکوي

په کویټه کې يو امنیتي شنونکي، محمد نديم، پاکستان فارورډ ته وویل: "ایران اورپکۍ ته هوا ورکوي او هڅه کوي چې د سوریې شخړه د مذهبي جګړې په توګه مشروع کړي."

هغه وويل: "ايران د تېرو څو کلونو راهيسې په پاکستان کې شيعه جنګيالان استخداموي، او د زينبيون بريګيډ د پاکستاني شيعه ملېشې فعاليتونه ورځ په ورځ زياتېږي." "د دې ننګونې سره مبارزه کول آسان کار نه دی؛ نو پاکستان ته پکار ده چې دې مسلې ته د لومړیتوب په سترګه وګوري."

هغه وويل، "ایران هڅه کوي چې په ټولو مسلمان هيوادونو کې د شیعه جنګیالو شبکه جوړه کړي او غواړي چې فرقه پرستۍ ته پراختیا ورکړي چې خپله نظریه صادره کړي او د مسلمانانو ترمنځ ویش رامنځته کړي."

هغه وویل: "دا معلومه شوې ده چې د ایران مخ په زیاتیدو نفوذ په سیمه کې د سولې بهیر ته زیان رسوي." "دا د حیرانتیا خبره ده چې د دغو ټولو ظلمونو په اړه د معلوماتو لرلو سره، مسلمان هیوادونه، د پاکستان په شمول، اوس هم د ایران په منفي رول باندې خاموش دي."

هغه وويل: "په پاکستان کې د ايران پراکسي ښکيلتيا د [پاکستان] ملي امنيتي تګلارې ته زيات زيان رسوي." هغه زياته کړه، د زينبيون بريګيډ ښه قوي شوی او په ۲۰۱۳ کال کې رامنځته شوی دی.

د ایران ایډیالوژي صادرول

په اسلام آباد کې د دفاع شنونکي، کرنل (ريټايرډ) نزاکت حسین، پاکستان فارورډ ته وویل، "د شیعه جنګیالانو په ګمارولو سربیره، د تهران راډیو څخه په منظمه توګه د پروپيګنډې خپرونه د ایران د هڅو یوه برخه ده چې خپله ایډیالوژی ګاونډي هېوادونو ته صادر کړي."

هغه وويل، پکار ده چې په سيمه کې د ايران مخ پر زياتېدونکي اغېز مخه د هر ډول وسيلې له لارې ونيول شي.

حسين وويل، "ایران داسې پلان لري چې خپل انقلاب اسلامي نړۍ ته صادر کړي، او تهران دا نظر لري چې ګمارل شوي شیعه ګان به د دوی پاليسۍ د دوی د دښمنانو په وړاندې خوندي کړي." هغه خبرداری ورکړو چې د ایران د مدخلت له کبله اقتصادي اغیز رامنځته کيدې شي.

هغه وويل: "په پاکستان، افغانستان او د سيمې په نورو هېوادونو کې د ايران ملاتړي ناکراري د تېلو د کارکوونکو لخوا د ورانکارۍ او بريدونو لامل جوړيدې شي، ځکه چې د منځنۍ ختيځ د انرژۍ سرچينې په شيعه سيمو کې موقعيت لري."

کمزوري پاکستانيان ګمارول

په اسلام آباد کې يو سينير امنیتي ماهر میجر (ريټايرډ) محمد عمر پاکستان فارورډ ته وویل، "په شیعه مسلمانانو باندې بریدونه په پاکستان او افغانستان دواړو هیوادونو کې زیاتیږي، او زه فکر کوم چې د دغو بریدونو لامل د ایران د نفوذ یو رد عمل دی."

هغه وويل: "د زياتيدونکي تاوتريخوالي له امله، په پاکستان کې شيعه نفوس ډير زيات ډاريږي ځکه چې دا د هغه سني جنګي ډلو لپاره خورا مهم هدف دی کوم چې په هېواد کې په بيلابيلو برخو کې په شيعه مسلمانانو باندې په بريدونو کې لاس لري."

عمر زياته کړه، سربيره پر دې، د زينبينون بريګيډ هغه شيعه عالمان مشري کوي کوم چې له ايران سره پياوړي اړيکې لري. هغه زياته کړه: "د پاکستان يو شمېر شيعه عالمانو د ايران په مشهد او قوم سیمو کې په بېلابېلو مدرسو کې زده کړې کړې دي."

هغه وويل، "د ایران لپاره، په پاکستان کې د استخدام لپاره ډيرې ښې سیمې پاړه چنار، ګلګت بلتستان، کویټه، حیدر آباد، سوات او د کرم ځينې قبایلي سیمې دي چې له افغانستان سره سرحد لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 9

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان د پوځ ۲۰۰۰۰ وهابي پوځیان په یمن کې د هوتيانو په وړاندې جنګ کوي. ویريږئ مه، دا د شيعه مسلمانانو حق دی چې هر ځای خپله دفاع وکړي.

ځواب

سلام .......... نن سبا، ایران په پاکستان کې ډیر فعال دی. حقیقت دا دی چې ایران د دین په نوم د داعش په وړاندې پاکستان او افغان شیعه ګان کاروي. دا يوه ناوړه لوبه ده. د پاکستان حکومت باید په اغیزمنه توګه د دې په وړاندې ګامونه پورته کړي. په حقيقت کې، داعش یو خطرناک ګروپ دی. یوازې یو منظم پوځ کولی شي چې د دې سره مقابله وکړي. لکه څنګه چې پخواني مجاهدین نن ترهګر جوړ شوي دي، همدغه شان دوی بیرته راتلې شي او د سپاه محمد (منع شوې تنظیم) لپاره کار کولی شي، چې خورا خطرناکه خبره ده.

ځواب

ښه، زه شاهد یم

ځواب

زه د ښاغلی فیضو سره موافقه کوم. زمونږ سیسټم د هغه تش په نامه مشرانو په لاس کې برمته شوی دی کوم چې د انسانیت او د مذهبي حقونو د غوښتنې ادعا کوي. دا روان رد الفساد عملیات د دې عناصرو له منځه وړولو لپاره یو مهم او مناسب ګام دی.

ځواب

ستونزه دا ده چې ایران او سعودي خپلې جګړې په نورو خاورو باندې کوي ... او زموږ بیوقوفه خلک په لنډه جنت ته د تلو لپاره قاتلان جوړیږي ..... دوی دا احساس نه لري چې دا جهاد نه بلکې په ځمکه باندې يو فساد دی. .......

ځواب

سعودي عربستان هم استخدام کوي خو پاکستان يو سني هيواد دی او له دې کبله سعودي عربستان ته د سوریې او عراق لپاره د استخدامولو خلاف د اقدام ضرورت نشته. یوځل بیا مننه

ځواب

نه یوازې ایران! سعودي عربستان هم د سوریې د جګړې لپاره جنګياليان استخداموي ..... ولې خلک دا نظریات نه په ډاګه کوي؟

ځواب

بې شکه دا یوه ډیره جامع مقاله ده. شاباش پاکستان فارورډ. هیله لرم چې تاسو به د سولې ضد عناصرو ریښتینې مخ ښکاره کول جاري وساتئ. تل دې وي پاکستان

ځواب

یو ډير لړزوونكي او د حیرانتیا راپور. هیله لرم چې مرکزي حکومت به د پاکستان د دښمنانو په وړاندې سخت ګام پورته کړي.

ځواب