امنیت

د پاکستان صوبې د انتهايي مطلوب ترهګرو د نيولو لپاره همغږي کوي

د محمد آهل لخوا

په ډيره اسماعيل خان کې ګډ ځواکونو د سپتمبر په ۲۴ مه په استخباراتي عملیاتو کې، چې د رد الفساد عملياتو يوه برخه وه، په ګره مده سيمه کې درې مطلوب ترهګر ووژل او يو شمير نور يې ونیول. دا ډول عملیات وروسته له هغې ګړندې کړې شول کله چې چارواکو د ټولو صوبو او فاټا سره د ۱۰۹ انتهايي مطلوب ترهګرو ليست شريک کړو. [د ډیره اسماعيل خان پولیس]

په ډيره اسماعيل خان کې ګډ ځواکونو د سپتمبر په ۲۴ مه په استخباراتي عملیاتو کې، چې د رد الفساد عملياتو يوه برخه وه، په ګره مده سيمه کې درې مطلوب ترهګر ووژل او يو شمير نور يې ونیول. دا ډول عملیات وروسته له هغې ګړندې کړې شول کله چې چارواکو د ټولو صوبو او فاټا سره د ۱۰۹ انتهايي مطلوب ترهګرو ليست شريک کړو. [د ډیره اسماعيل خان پولیس]

د امنیت شنونکي وايي، د مطلوب ترهګرو د نيولو لپاره د صوبو تر منځ همغږي به د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان په جګړه کې بریالي ثابته شي.

امنیتي چارواکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د خپلو مرکزونو نه د شړلو نه وروسته، ډیر لوړ پوړي ترهګر په تيښته دي او په ښاري سیمو کې د پناه په لټه کې دي. خو ګډې هڅې او د معلوماتو شریکول به د ترهګرو لپاره دا ناممکنه کړي چې دوی د اوږدې مودې لپاره پټ پاتې شي.

دا په نظر کې د نیولو سره، د پنجاب صوبې امنیتي چارواکو د سپتمبر په نیمایي کې د نورو صوبايي چارواکو، د خیبر پختونخواه حکومت او د فاټا په ګډون، سره د هغه ۱۰۹ انتهايي مطلوب ترهګرو لیست شريک کړو د کومو په سر چې د ۵۰۰،۰۰۰ روپو (۴۷،۰۰ امريکايي ډالره) نه تر ۱۰ ميليونو روپو (۹۵،۰۰۰ امريکايي ډالره) پورې پيسې مقرر کړی شوي وې.

دا کسان د ملکي کسانو او همدارنګه د پاکستاني چارواکو او امنیتي پرسونلو په وړاندې د ترهګرۍ په شکمن فعالیتونو کې د لاس لرلو له کبله مطلوب دي.

د پنجاب صوبایي چارواکي د ۲۰۱۵ کال راهیسې (ښودل شوي) د ۱۰۹ انتهايي مطلوب ترهګرو لیست جوړوي. دوی په دې وروستیو کې دغه ليست په ټول پاکستان کې خپور کړو چې د ترهګرو د مالومولو او نیولو لپاره هڅو ته وده ورکړي. [فايل]

د پنجاب صوبایي چارواکي د ۲۰۱۵ کال راهیسې (ښودل شوي) د ۱۰۹ انتهايي مطلوب ترهګرو لیست جوړوي. دوی په دې وروستیو کې دغه ليست په ټول پاکستان کې خپور کړو چې د ترهګرو د مالومولو او نیولو لپاره هڅو ته وده ورکړي. [فايل]

د پاکستان تر ټولو انتهايي مطلوب کسانو لیست

په دغه لیست کې، چې پنجاب يې له ۲۰۱۵ کال راهیسې جوړوي، د هغه مطلوبه ترهګرو او کسانو نومونه شامل دي کوم چې په تاوتریخوالي افراطیت کې ښکيل دي. په دغه ليست کې د هغوی پر وړاندې تورونه، د منع شوي سازمانونو سره د هغوی اړیکي، او د هغوی انځورونه، که وي، شامل دي.

په دې ليست کې هغه ستر ترهګر شامل دي کوم چې د پخواني وزير اعظم شوکت عزيز، پخواني صدر پروېز مشرف او پخوانۍ وزير اعظمې بينظير بهټو (چې په ۲۰۰۷ کال کې وژل شوي وه) او د نورو کسانو د وژلو په هڅه کې د لاس لرلو له کبله مطلوب دي.

په دغه لیست کې د القاعدې ۸، د تحریک طالبان پاکستان يا د تحریک طالبان پاکستان ډلې ۳۶، د منع شوي سپاه محمد پاکستان ۳۰، د لشکر جهنګوي ۲۸، د تحریک الجعفريه ۲۷، سپاه صحابه پاکستان ۱۴ او د جيش محمد ۳ غړي شامل دي، په داسې کي چې۱۴ کسان د ترهګرۍ په انفرادي اعمالو کې ښکیل دي او د هیڅ يوې ډلې سره تړاو نه لري. ځینې کسان د ډیرو ډلو سره اړیکې لري.

د دې لیست په سر کې د پنجاب صوبې د ډسټرکټ بهاولپور مطيع الرحمن دی. هغه د صمد الیاس استاد په نامه هم ياديږي. مطيع الرحمن د ترهګرۍ په ډيرو بریدونو کې ښکيل دی چې په دې کې په ۲۰۰۴ کال کې په شوکت عزیز باندې يو ځانمرګی بريد، په ۲۰۰۲ کال کې د کراچۍ شیرټن هوټل بهر يو بريد او په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ کې يوه بمي چاودنه شامله ده چې هدف يې د تروریزم پرضد د مبارزې ادارې سول لینونه وو.

په دې ليست کې د کراچۍ يو ترهګر منصور شامل دی، چې د ابراهیم چوټا په نوم ياديږي. هغه د لشکر جهنګوي او ټي ټي پي سره تړاو لري او د هغه په سر ۵ ميليونه روپۍ (۴۷،۵۰۰ امريکايي ډالره) مقرر شوي دي. هغه په يو ځانمرګي بريد کې د لاس لرلو له کبله مطلوب دی. په دغه بريد کې، چې هدف يې مشرف وو، ۱۷ کسان ووژل شول او ۴۹ نور ټپیان شوي ول.

په دې لیست کې فیض محمد شامل دی. هغه د دارالعلوم حقانيه، چې د خيبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې يوه مدرسه ده، پخوانی زده کونکی دی. هغه د بهټو په وژلو کې د لاس لرلو له کبله تورن دی. په دغه بريد کې ۲۴ کسان وژل شوي ول. د فیض محمد او د جنوبي وزيريستان ايجنسۍ د یو بل سړي، اکرام الله، چې د بهټو په وژلو کې تورن دي، دواړو په سر ۲ ميليونه روپۍ ( ۱۹،۰۰۰ امريکايي ډالره) مقرر شوي دي.

معلومات شريکول

دغه لیست په خیبر پښتونخوا او فاټا کې د استخباراتي ادارو سره شریک کړی شوی دی، او د مطلوبه ترهګرو د نیولو لپاره ځانګړي ټیمونه جوړ شوي دي.

په پیښور يونيورسټۍ کې د نړيوالو اړیکو ډیپارټمنټ چيرمين پروفیسر سید حسين شهيد سهروردي، چې د اورپکۍ او قبايلي سيمو کارپوه دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د داسې استخباراتي معلوماتو شریکول خورا اړین دي ځکه چې دا د سختو مفرور ترهګرو چارچاپيره حلقه تنګوي او د چارواکو سره مرسته کوي چې ترهګر په ګوته کړي او د هغوی تعقيب وکړي."

هغه وويل، "د خیبر پښتونخوا د قانون پلي کونکي ادارې د داسې لوی ترهګرو په نیولو او وژلو کې د پام وړ وړتیا لري." "په پاکستان کې د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او حتی اوس د داعش شبکې په قبایلي سیمو کې نیول شوي دي."

هغه وويل: دا ممکنه نه ده چې مطلوبه ترهګر په خيبرپښتونخوا يا فاټا کې پټ دي.

هغه وويل، "بلکې، يو شمير کسان د پولې نه تیر شوي دي او د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې په غیرو علاقو کې پناه اخلي." هغه زیاته کړه، "دا یوه ښه نښه ده چې د هغوی په اړه معلومات شتون لري ... چې هغوی په ګوته کړي او هغوی ونيسي."

انصاف پکار دی

رستم شاه مهمند، چې په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر وو او اوس په پيښور کې ميشت دی، د معلوماتو شریکولو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا کار باید ډیر مخکې ترسره شوی وې.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا بریدونه يو څو کاله مخکې ترسره شوي ول." "اوس د دغو ترهګرو په اړه معلومات نا مکمله دي، خو پکار ده چې دوی ته سزا ورکړی شي."

هغه وويل، انصاف دې بايد د وخت تېرېدو سربيره غالب پاتې شي. "یوازینۍ لاره دا ده چې دغه ترهګر دې ونيولې شي او هغوی ته دې مثالي سزا ورکړی شي."

مهمند وویل، "دولت باید د مطلوبه ترهګرو د نیولو، د محاکمه کولو او هغوی ته د سزا ورکولو لپاره یوه اغیزمنه ستراتیژي جوړه کړي." نوموړي زیاته کړه چې د تروريستي شبکو د ویجاړولو نه علاوه بله يو لاره نشته او یوازینۍ لاره هغوی ته سزا ورکول دي.

په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې د مطالعاتو په انسټيټوټ کې يو کارپوه، اختر امین، وویل، د پاکستان تر ټولو مطلوب ترهګرو په اړه معلومات شریکول په دوو لارو چارو کې مرسته کوي.

لومړی، دا ليست د قانون پلي کونکو ادارو سره په فعاله توګه مرسته کوي چې د هغوی تعقيب وکړي، او دوهم، عام خلک د معلوماتو ورکولو او د دولت سره د مرستې لپاره رامخکې کيږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې ترهګرو په سر پيسې د دې ترهګرو په معلومولو کې او هغوی ته په سزا ورکولو کې ډير اهميت لري." "دا نه يوازې د خلکو تر منځ د اعتماد بیا بحالولو لپاره مهم ده، بلکې د ددې مطلوبه ترهګريز ډلو نیول او سزا به د افراطي او ترهګريز ذهنیت له منځه وړلو کې په راتلونکې کې خپل رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ان شاء الله

ځواب

هیله لرم چې انشاء الله زه به له پوځ سره یوځای شم، زه به د پاکستان نه یو بشپړه هیواد جوړ کړم. زه پوځ او هغه خلکو ته سلام کوم کوم چې د پاکستان لپاره کار کوي

ځواب

ډیرښه

ځواب