رسنۍ

'د پاکستان جینۍ' موخه داده چې ځوانان د ظلم سره مبارزې ته وهڅوي

ای ايف پي

یو سړی په اسلام آباد کې د سپتمبر په ۱۵ مه 'د پاکستان جینۍ' مزاحيه سيريز يوه کاپی لولي. د پاکستان نوي سپرهيروين ژمنه لري چې د کرپشن په وړاندې مبارزه وکړي او د ځپل شوي میرمنو ساتنه وکړي، په داسې حال کې چې د هغې خالق هڅه کوي چې راتلونکی نسل وهڅوي چې د ظلم سره مبارزه وکړي. [فاروق نعیم /ای ايف پي]

یو سړی په اسلام آباد کې د سپتمبر په ۱۵ مه 'د پاکستان جینۍ' مزاحيه سيريز يوه کاپی لولي. د پاکستان نوي سپرهيروين ژمنه لري چې د کرپشن په وړاندې مبارزه وکړي او د ځپل شوي میرمنو ساتنه وکړي، په داسې حال کې چې د هغې خالق هڅه کوي چې راتلونکی نسل وهڅوي چې د ظلم سره مبارزه وکړي. [فاروق نعیم /ای ايف پي]

اسلام اباد -- د پاکستان نوي سپرهيروين ژمنه لري چې د کرپټ چارواکو پر وړاندې مبارزه وکړي او د ځپل شوي ميرمنو ساتنه وکړي، په داسې حال کې چې د هغې خالق هڅه کوي چې راتلونکی نسل وهڅوي چې په هغه ټولنه کې د ظلم سره مبارزه وکړي کومه چې زياتره د نارينوو د کنټرول تر لاندې ده.

"د پاکستان جینۍ" مزاحیه سيريز په سارا باندې جوړ کړل شوی دی. سارا یوه عادي ځوانه ده او يوه پيشو لري. په خپل کلي کې د يوې چاودنې له کبله د کوما نه وروسته، هغې ته د دې پته ولګيده چې هغه د يو لوړ بشر طاقت لري.

د یوې شنې ټوپۍ پسرولو سره، سارا د سيريز په لومړي کتاب کې چې په دې اوړي کې خپور شو يو نارينه په کوړه وهې کله چې هغه په یو مارکیټ کې یوه ښځه ووهله او یوه ځوانه نجلۍ یې د رشوت غوښتونکي د پولیسو افسر، چې د غه نجلۍ يې يرغماله کړې وه، نه بچ کړه.

د انګلیسي ژبې مزاحیه سيريز ليکونکی وایي چې هغه هیله لري چې سپر هيروين به په ټول پاکستان کې ځوانو جینکو ته يو رول ماډل ورکړي او هغوی به وهڅوي چې د کرپشن او تاوتریخوالي سره مبارزه وکړي.

لیکوال حسن صديقي ای ايف پي ته وویل، "چې په مرکزي ميډيا کې د ښځو د رول ماډلونو او سپرهيروينونو ډير زيات کمی دی."

"موږ غواړو چې په پاکستان کې د جینکو لپاره یو پیاوړي ښځینه شخصیت رامنځته کړو او حتی د پاکستان ځوان هلکان هم د دې رول ماډلونو پيروي کولی شي."

ښځو په پاکستان کې د خپلو حقونو لپاره د څو لسیزو راهیسې جنګ کړی دی، چیرته چې د "ناموس وژنې" او د ښځو په وړاندې نور تاوتریخوالی د معمول خبره ده.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د دې مزاحیه سيريز هرکلی وکړو او د دې په هکله يې په پراخه کچه انلاین مثبت نظرونه ولیکل او په راتلونکي کې يې د نورو سپر هيرو کیسو لپاره غوښتنه وکړه.

يو مينه وال، سيد حسن ناصر، په فيسبوک باندې وليکل، "دا ستاسو لخوا ډير لوړګام دی... زه د مارویل او ډي سي مزاحيه کيسو زیات مينه وال يم او د دې لپاره هم لیوالتیا لرم."

صديقي وويل چې هغه اوس د دې مزاحيه کتاب په اردو نسخه باندې کار کوي چې موخه يې په ټول هېواد کې په مليونونو لوستونکو ته رسېدل دي. هغه د دې کتاب په انيميشن جوړولو باندې هم غور کوي.

نوو خلکو ته رسېدل

په پاکستان کښې د انپړه خلکو شرح زیاته ده خو دا نوې مزاهیه سیریز به په دې کښې لاس امداد اوکړی-

خو نوي مينه واله او د سکول پرنسپله سعدیه عدنان هیله لري چې دا مزاحیه سيريز به د ماشومانو د زده کړې لپاره نوې لاره برابره کړي، په داسې حال کې چې دوی هڅه کوي چې دا د جنس پراساس د امتیازونو نه پاک کړي.

په دوکان کې د کتاب د لوستولو نه وروسته، عدنان وویل: "زه فکر کوم چې موږ باید د دې ډول زده کړو له لارې درس ورکړو ځکه چې په حقیقت کې په دې کچه عمر کې هغوی د خپل راتلونکي ژوند په اړه خپل انځورونه جوړوي."

پخواني اتلان

د صدیقی وروستی تخلیق د هغه د پخواني مزاحيه سيريز "د پاکستان سړی" د بریالیتوب نه وروسته رامنځته شو. 'د پاکستان سړی' يو هيرو دی او هغه بريت لري. هغه د يو دښمن "کرپټ" او د يو بل مجرم چې د يوټيوب په تړلو کې ښکيل وو، سره مبارزه کوي.

سعید احمد، چې په اسلام آباد کې د کتابونو د تر ټولو لوی سټور، سعيد بوک بينک، خاوند دی، وويل، "د صدیقي لومړی مزاحیه کتاب 'دپاکستان سړی' ډير زيات خرڅ شوی وو، او زه هیله لرم چې دا کتاب، چې له مخکې نه يې سيل ډير ښه روان دی، به هم د مخکيني کتاب په څير خرڅ شي."

"د پاکستان جینۍ" هم په ۲۰۱۳ کال کې د هيواد د "د برقه اوينجر" قدمونو پيروي کوي، چې په دې کې يې د یو نرم مزاجه ښوونکي کيسې بيان کړي دي. دغه ښوونکي د هغه جنايتکارانو سره مبارزه کوي کوم چې د هغې د کار پرځای کې د جینکو د سکولونو د بندولو هڅه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500