دین

خیبر پښتونخواه د جوماتونو او امامامونو په هکله اصلاحات پلي کوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

مولوي محمد طاهر په پيښور کې په يو جومات کې د سپتمبر په ۱۵ مه د جمعې د ورځې خطبه ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

مولوي محمد طاهر په پيښور کې په يو جومات کې د سپتمبر په ۱۵ مه د جمعې د ورځې خطبه ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت د ولایت د جوماتونو لپاره اصلاحات پیل کړي چې موخه یې افراطیت کنټرولول او د مذهبي درسونو څارنه کول دي.

د خیبر پښتونخوا د اوقاف، حج، مذهبي او اقلیتي چارو وزير، حبیب الرحمان، د وینا له مخې، حکومت په خیبرپښتونخوا کې د جوماتونو او امامانو شمیرې راټولوي او بیا به د رجسټر شوي مدرسو او تعليمي ادارو نه یوازې مسلکي امامان تعينات کوي.

رحمان پاکستان فارورډ ته وویل، چې په صوبه کې د امامتي کوونکو مشرانو (امامانو) او د جوماتونو د شميرې راټولولو نه وروسته، دا وزارت هڅه کوي چې د عمل ملي پلان لاندې په صوبه کې د مذهبي لارو چارو اصلاح وکړي او جوماتونه د حکومت د قانون لاندې راولي."

په ملي کاري پلان، چې په جنوري ۲۰۱۵ کال کې پلي شوی وو، کې د مذهبي مرکزونو ارزول شامل دي چې افرطي ايډيالوژۍ ته د وده ورکولو لپاره د مذهبي پليټ فارمونو د ناوړه استعمال مخه ونیسي.

رحمان وويل، چارواکي هيله لري چې د جوماتونو او امامانو شمېره به د سپتمبر تر پایه پورې بشپړه کړي.

هغه وويل: "دا یقیني کول د اسلامي حکومت دنده ده چې د جوماتونو مشري هغه مسلکي امامان وکړي کوم چې په سمه توګه د اسلامي اخلاقياتو ساتنه کولی شي او دا يقيني کولی شي چې ټولنه د اسلام د رښتينو زده کړو مطابق وده وکړي."

د مدرسو فارغانو لپاره غوره امکانات

ه پېښور کې يو ديني عالم، خالد رحمان، وويل، د خيبر پښتونخوا حکومت لخوا د جوماتونو د اصلاحاتو نوښت د رجسټرپ شوي مدرسو طالب علمانو ته فرصت ورکوي چې د صوبې په جوماتونو کې په منظمه توګه تقررۍ ترلاسه کړي.هغه وويل، پخوا، د مدرسو زياتره فارغ شوي کسانو د مناسب راتلونکي لپاره فرصتونه نه لرل.هغه پاکستان فارورډ ته وویل:

"اوس مهال د مدرسو زده کونکي کولی شي چې د خپل راتلونکي په اړه په هوسا زړه ساه واخلي او د مالي اندیښنو څخه بې فکره شي." هغه زياته کړه چې دوی به د اسلام تبلیغاتو ته په بشپړه توګه پام وکړي، له دې امله دوی به نه یوازې د مذهب بلکې د ټولنې او دولت هم خدمت وکړي.

"هغه وويل، د دې نه علاوه، د حکومت د قانون لاندې د امامانو راوستل به د هغوی انحصار په خيراتونو او چندو باندې ختم کړي، چې دا به د هغوی عزت خوندي وساتي.انور وويل: "اصلاحات په سم لوري روان دي." خو هغه د دې اصلاحاتو د پلي کولو لپاره د حکومت د وړتيا په اړه انديښنه څرګنده کړه.

"هغه وويل، حکومت به توان ولري چې د جمعې او نورو مهمو مذهبي ورځو په موقع د خطبو او تقريرونو معاينه وکړي. هغه زياته کړه، چې دا اصلاحات به دا يقيني کړي چې خلک د متفقه مذهب په اړه بيانونه واوري، چې دا به په ټولنه کې د شخړو په راکمولو کې مرسته وکړي.خو، په صوبه کې په ځینو جوماتونو کې، مذهبي پوستونه د وراثت سره تعلق لري. هغه زیاته کړه، حکومت باید د دې پوستونو په اړه حساسیتونه په پام کې ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 8

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې هیواد لپاره خورا مهم

ځواب

غوره غوره

ځواب

غوره کار

ځواب

جناب، د امامانو لپاره سکالرشپونه ماته په هيڅ يو ځای کې ملاو نه شول.

ځواب

دا د خیبر پښتونخواه د حکومت لخوا یو ښه کوشش دی. الله دې عمران خان او په صوبه کې د هغه حکومت په دې ښه کار کې کامياب کړي.

ځواب

مهرباني وکړئ د جوماتونو د ثبت کولو په طریقه موږ پوهه کړئ؟

ځواب

دا ډير ښه نوښت دی او إن شاء الله دا به کاميابي ترلاسه کړي.

ځواب

ښه ګام

ځواب