روغتیا

پاکستان د طبي مرستو ډلې ته وویل چې په کرم ایجنسۍ کې کار ودروي

پاکستان فارورډ

ماه پري د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۷ مه د خپل زوي، ګل میر سره د خوړولو په ګرځنده مرکز کې د خپل وار لپاره انتظار کوي. د بې سرحده ډاکټرانو د مرستې موسسه دغه مرکز د بلوچستان په ناصر آباد ډسټرکټ کې په ډیره مراد جمالی کې جوړ کړی دی. پاکستاني چارواکو ايم ايس ايف ته وويل چې چې په کرم ایجنسۍ کې خپل طبي تاسیسات بند کړي. [سارا فرید / ای ايف پي]

ماه پري د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په ۷ مه د خپل زوي، ګل میر سره د خوړولو په ګرځنده مرکز کې د خپل وار لپاره انتظار کوي. د بې سرحده ډاکټرانو د مرستې موسسه دغه مرکز د بلوچستان په ناصر آباد ډسټرکټ کې په ډیره مراد جمالی کې جوړ کړی دی. پاکستاني چارواکو ايم ايس ايف ته وويل چې چې په کرم ایجنسۍ کې خپل طبي تاسیسات بند کړي. [سارا فرید / ای ايف پي]

پيښور -- دغې موسسې د چهارشنبې (د سپتمبر په ۱۳ مه) وويل، چې پاکستاني چارواکو د بې سرحده ډاکټرانو مرستندویې ډلې ته وويل چې دا دې د فاټا په کرم ایجنسۍ کې خپل طبي تاسیسات وتړي.

هغه بهرني وګړي او سازمانونه چې په پاکستان کې کار کوي، هغوی له پکار ده چې په ځینو سیمو کې د فعالیت لپاره د حکومت نه د اعتراض نه کولو سند ترلاسه کړي.

ايم ايس ايف وویل چې حکومت د اين او سي نوي کولو څخه انکار کړی، چې دوی يې په دې ډسټرکټ کې، چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې د پاکستان په ناامنه شمال لویدیز کې موقعیت لري، روغتیایی پروژو ته د دوام ورکولو نه منع کړی دی.

کيترين مودي، چې د دغه ډلې په هیواد کې استازي ده، په يو بيان کې وويل، "ايم ايس ايف د چارواکو د پریکړې له امله د خفګان څرګندونه وکړه کوم چې په کرم ایجنسۍ کې د نادولتي موسسو د کار کولو لپاره ذمه دار وو."

قبایلي ډسټرکټونه د پاکستان ترټولو بېوزلي سیمې دي او په دې کې یو ناوړه قانوني سیسټم نافذ دی چې د بریتانیې استعماري حکمرانانو د يوې پیړۍ نه مخکې معرفي کړی وو.

د کرم ايجنسۍ یو سينير حکومتي چارواکي تایید وکړو چې ايم ايس ايف ته ويلی شوي چې د پرمټ د نيټې د ختميدو نه وروسته په دغه ډسټرکټ کې کار کول بند کړي.

هغه وويل، چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۴ مه) ای ايف پي ته وويل، "چې هغوی ته ويلی شوي چې دوی دې د پرمټ د نوي کيدو پورې خپل کار ودروي." هغه زياته کړه چې چارواکي په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په قبیلي سیمو کې د غیر دولتي موسسو په کلکه څارنه کوي.

د فاټا د روغتیا ریاست يو چارواکي پاکستان فارورډ ته د پنجشنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۱۴مه) وویل، چې د قانون مطابق، غیر انتفاعي سازمانونو له پکار ده چې د سیمه ایزو چارواکو سره په همغږی کې د کار کونکو استخدام وکړي چې په سيمه کې د نظم او قانون حالت ټینګ کړي، خو ايم ايس ايف په دې هکله د قانون پيروي ونه کړه او له دې کبله د دغه سازمان پرمټ نوی نه کړې شو.

ايم ايس ايف وویل چې چارواکو د دې وضاحت نه دی کړی چې ولې دی ته په هغه سيمه کې اجازه ورنه کړل شوه چېرته چې دا له ۱۴ کلونو راهيسې روغتیایی خدمتونه چمتو کوي.

که څه هم، د ياغيانو په وړاندې د يو لړ پوځي عملياتو نه وروسته، په پاکستان کې په دې وروستيو کلونو کې تاوتریخوالی کم شوی، خو کرم د وسله والو ډلو لپاره خورا مهم هدف دی.

پاړه چنار، چې د شیعه ګانو د قبایلي ډسټرکټ اصلي مرکز دی، د جون په میاشت کې د وژنې یو ډګر جوړ شو، کله چې د ګڼې ګوڼې په مارکيټ کې د وړوکي اختر د جشن نه يو څو ورځې مخکې غبرګ چاودنې وشوې.

د ځايي خبرونو او راپورونو له مخې، په دغه برید کې، چې لشکري جهنګوي يې ادعا کړې وه، لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي ول.

د هغې نه مخکې، د مارچ په ۳۱ مه د ښار په بل بازار کې د طالبانو موټر بم وچاودیدلو، چې لږ تر لږه ۲۲ کسان په کې ووژل شول، او بیا د جنورۍ په ۲۱ مه ترهګرو د سبزۍ يوه منډۍ په نښه کړه چې لږ تر لږه ۲۴ کسان په کې ووژل شول.

په پاکستان کې د ايم ايس ايف اوږد مهاله تاریخ

ايم ايس ايف په پاکستان کې اوږد مهاله تاریخ لري، چې د ۳۰ کلونو نه د زياتې مودې راهيسې د هغه ټولنو سره کار کوي کومې چې د طبیعي پېښو، شخړو او د ناکافي روغتیایي سهولتونو له امله ځپل شوي دي.

دا ډله د ۲۰۰۴ کال راهیسې په کرم کې کار کوي، چیرته چې دا د پنځو کلونو نه د کم عمر نا داخله ماشومانو لپاره او د ۱۲ کلونو پورې د زيات ناروغه داخل شوي ماشومانو لپاره ذمه داره وه.

په بيان کې راغلې: "موږ به، چې څومره کيدی شې، په پیښور کې د ايم ايس ايف ښځینه روغتون له لارې د فاټا ښځو ته د آبسټيټريک او نوي زیږون خدمات چمتو کړو."

د پاکستان د طبي اتحادیې صدر، ډاکټر قیصر رشید، په کرم ایجنسۍ کې د ايم ايس ايف د فعالیتونو د تړلو د پريکړې په هکله د خفګان څرګندونه وکړه.

هغه وويل، ايم ايس ايف په نړیواله کچه يو معزز سازمان دی چې په ټوله نړۍ کې يې د جګړې په سیمو کې کار کړی دی چې زیان منونکي او بې برخې خلکو ته روغتیایی پاملرنې برابرکړي.

رشيد پاکستان فارورډ ته وويل: "د دې سازمان فعاليتونه تړل به په قبايلي سيمو کې خلکو ته ډير زيات زيان ورسوي، کوم چې له مخکې نه د وسله والو له کبله ډير زيات ځپل شوي دي." هغه زياته کړه: "پکار ده چې ايم ايس ايف ته اجازه ورکړل شي چې ضرورت مندو خلکو ته روغتیایی خدمات برابر کړي."

سربېره پر دې، دا د حکومت مسوولیت دی چې په هیواد کې د ايم ايس ايف فعالیتونه خوندي کړي.

هغه وويل، "ايم ايس ايف د اورپکۍ په سیمو کې په فعاله توګه کار کوي او د پاکستان په ځيني سیمو کې خلکو ته د میندو او ماشوم روغتیایي خدمتونه برابروي." هغه زياته کړه: "پي ايم ای په کلکه د ايم ايس ايف خلاف د ګواښونو غندنه کوي او د اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د هغه خلکو خلاف ګامونه پورته کړي کوم چې د دوی کار ته ګواښ کوي او يا د دې په کار کې خنډ جوړيږي."

[د پيښور نه اشفاق يوسفزۍ په دې راپور برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500