چترال ډسټرکټ -- د خيبر پښتونخوا په چترال ډسټرکټ کې د هندوکش غرونو په منځ کې د کالاش خلک خپل کلتور، ژبه او مذهب خوندي ساتي.
د کالاش خلک د یو مذهب، کالاشا، پيروي کوي چې د اسلام او پخواني هندویزم مرکب دی.
د کالاش يوې ښځې، شاهین ګل، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ یو بې ساري کلتور لرو." سیلانيان زموږ کورونو ته راځي او د کالاش جامې اخلي او زموږ د کلتور په اړه زده کړه کوي."
ګل د پېښور يونيورسټۍ نه فارغه شوې ده او په ککرال کلي کې اوسيږي. ککرال کلی د کالاش په ۱۲ کلیو کې يو کلی دی.
هغې يادونه وکړه: "جنرال پروېز مشرف [د پاکستان پخوانې صدر] زما کور ته راغلې وو."
د کالاش يوه بله ښځه، شيره، ۲۷ کلنه، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ په ۱۲ کلیو کې یوازې ۴،۱۰۰ خلک یو." هغه د کالاش لومړۍ ښځه ده چې د پېښور يونيورسټۍ نه يې په نړيوالو اړيکو کې د ماسټرز ډګري ترلاسه کړې ده.
هغې وويل: "غريبۍ او د تعليم نشتوالي زما قبيله شاته پاتې کړه او هغه د اساسي بشري حقونو نه خبر نه ده."
یوازې سږ کال، د پېښور عالي محکمې د پاکستان حکومت ته امر وکړو چې په سرشمیرنې کې د کالاشا مذهب د يو انتخاب په توګه شامل کړي.
د کېلاش خلک د تاجک او ایغور خلکو په څیر ښکاري. د دوی دودیزې جامې د چین د سویلي شنجيناګ د ایغور سیمې په شان دي.
ځوابتبصرې 2
ډېر ښه
ځوابتبصرې 2