تروريزم

سوله ایز اختر په خیبر پښتونخوا کې روان امنیتي بریالیتوب څرګندوي

د جاويد خان لخوا

يو پوليس په پیښور کې د سپتمبر په لومړۍ نیټه مهمات او چاوديدونکي توکي ښیي. پوليسو دغه توکې په ستر عملیاتو کې نيولې ول. پولیسو په دغه عملياتو کې ۸۷ کسان نیولي وو. [جاوید خان]

يو پوليس په پیښور کې د سپتمبر په لومړۍ نیټه مهمات او چاوديدونکي توکي ښیي. پوليسو دغه توکې په ستر عملیاتو کې نيولې ول. پولیسو په دغه عملياتو کې ۸۷ کسان نیولي وو. [جاوید خان]

پيښور -- چارواکو د يو شمير لوی تروریستي ډلو له منځه وړلو ته اشاره وکړه او پاکستان فارورډ ته يې وويل، پوليسو او نورو امنيتي ادارو په خیبر پښتونخواه کې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.

کيدې شې چې دغه بریالیتوبونو د اختر په ورځو کې د وژنې مخه نيولې وي.

په پېښور کې د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د خيبر ايجنسۍ په سرحدي سيمو کې په کليو کې د استخباراتو پر بنسټ عملياتو کې د مهماتو يوه لويه زيرمه ونيوله او يو ستر تروريستي پلان مو ناکامه کړو."

هغه وویل چې په دغه عملياتو کې چې د سپتمبر په لومړۍ نيټه په لومړیو ساعتونو کې -- د اختر په موقع -- ترسره شول، ۴۵۰ پولیس افسران او ۱۲۰ عسکر شامل ول.

خان، چې د پيښور ايس ايس پي دی، وويل، چې چارواکو د ريګي پوليس سټيشن په سيمه کې په عملياتو کې د راکټ ۵۱ شيلونه، ۱۷ لاسي بمونه، ۱۸ ای کې-۴۷ ټوپکونه، ۱۶ ټوپکونه او ۲۸ تومانچې ونيولې.

هغه زياته کړه، په دې عملياتو کې ۸۷ شکمن کسان ونيول شول، چې د اختر په ورځو کې په پېښور کې د بريد ترسره کولو لپاره په پلان جوړولو کې تورن ول.

ډان خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۴ مه) راپور ورکړو، په عين حال کې، د صوابۍ پولیسو د اختر د روانو امنیتي تدابیرو په تړاو د تلاشۍ په عملیاتو کې ۱۲۰ شکمن کسان ونیول.

روان بریالیتوب

د خیبرپښتونخوا د پولیسو سپرنټنډنټ، وقار احمد، وویل: "په تروریزم کې ښکیل يو شمیر ډلې دړي وړي شوي دي او د هغوی ډیر غړي په تیرو څو میاشتو کې نيول شوي دي، چې دې په پېښور او د خيبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د نظم او قانون په ښه کولو کې مرسته کړې ده."

هغه په چاودنو، هدفي وژنو، اغواکارۍ، شوکې او په پوليسو او نورو ځواکونو باندې په بریدونو کې کموالي ته اشاره وکړه او پاکستان فارورډ ته يې وویل، "که چيرې تاسو د دې موازنه د تیرو کلونو سره وکړئ، نو په دې کال کې د پیښو شمېره د تیرو ۱۰ کلونو په پرتله ډیره ښه ده."

هغه څوک چې د پیښو په اړه راپور ورکوي، هغوی هم په حالاتو کې ښه والی ليدلی دی.

قيصر خان، چې يو خبريال دی او په خیبر پښتونخوا کې يې د تاوتریخوالي په اړه د يوي عشرې راهيسې راپورونه ورکړي دي، وویل: "په خیبر پښتونخوا کې په تیرو څو میاشتو کې د قانون او نظم په وضعیت کې ښه والی راغلی دی."

خان زياته کړه چې پوليسو او نورو ځواکونو قربانۍ ورکړې دي او د سولې د بيا بحالۍ لپاره يې يو لړ مهم عمليات ترسره کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "تل يو ځواک يا بل د خطرې خبر ورکوي، خو پولیسو ښه کار ترسره کړی دی. هغوی د ډیرو پیښو مخنيوی د ګروپونو، د هغوی د پلان ترسره کولو نه مخکې، له منځه وړلو سره کړی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500