امنیت

روان امنیتي بریالیتوبونه د پاکستان مثبت انځور وړاندې کوي

د محمد شکيل لخوا

د پاکستان پوځ د جولای په میاشت کې د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر ایجنسۍ ساتنه کوي. د پاکستان پوځ د خيبر ايجنسۍ په راجګال دره کې خيبر-۴ عمليات ترسره کړل او د وسله والو پټنځايونه يې له منځه ویوړل. [محمد شکیل]

د پاکستان پوځ د جولای په میاشت کې د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر ایجنسۍ ساتنه کوي. د پاکستان پوځ د خيبر ايجنسۍ په راجګال دره کې خيبر-۴ عمليات ترسره کړل او د وسله والو پټنځايونه يې له منځه ویوړل. [محمد شکیل]

پیښور -- څارونکي وايي چې د اورپکۍ پر وړاندې د پاکستاني عسکرو وروستي بریالیتوبونه په حکومت باندې د خلکو باور زیاتوي اونړۍ ته د هیواد مثبت انځور وړاندې کوي.

تر ټولو وروستی بریالیتوب په لرې راجګال دره کې د اګست په وروستیو کې د خیبر-۴ عملیاتو پای ته رسیدل وو. د دې موخه دا وه چې وسله والې ډلې لکه داعش پاکستان ته داخليدو او د ځايي منع شوي ډلو سره د اتحاد جوړولو نه منع کړي.

روان رد الفساد عملیات، چې موخه یې د سرحدونو ساتل، د وسله والو پټنځايونه ویجاړول او خوندي ځایونه له مینځه وړل دي، د بریا یوه بله بیلګه ده.

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پیښور کې د امنیت شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "وسله وال هغه وخت د ماتې سره مخامخ شول کله چې عسکرو په خيبر-۴ عملياتو کې د وسله والو مرکزونه تباه کړل."

هغه پيش ګويي وکړه چې "په خیبر-۴ عملياتو کې د [افغان] سرحد امنیت به په هیواد کې دننه په امنیتي وضعیت باندې مثبت او تلپاتې اغیزې رامنځته کړي." "دا به د خلکو باور زیات کړي او د پاکستان انځور به ښه کړي."

هغه په عراق او سوريه کې د حالاتو سره موازنه وکړه او ويي وويل چې پاکستان د اورپکۍ د ملا تير مات کړو.

د فرقو ترمنځ یووالی زیاتول

یو شمیر کسان وایي، چې يوه بله ګټه دا ده چې په هغه اقليتي ټولنو کې ډیر باور رامنځته شوی دی کومو چې په ځانګړي توګه د اسلامي افراطیانو لخوا ګواښ محسوسوو.

هارون سراب ديال، چې په پاکستان کې د هندوانو د حقونو د غورځنګ چيرمين دی، پاکستان فارورډ ته وويل، په پاکستان کې د امنیت ښه والی او په هغه سيمو کې د حکومت واک بحالول کومې چې يو ځل د وسله والو قوي مرکزونه ګڼل کيدل، د پام وړ برياليتوب په ګوته کوي." هغه د دغه لاسته راړونو کريډټ د ځواکونو بې مثاله قربانو ته ورکړو.

هغه وويل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لړۍ چې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د مشرۍ لاندې [په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو] سره پيل شوي وه، د پاکستان په مختلفو خلکو کې يوالی رامنځته کوي.

هغه وويل: "پخوا، د اقليتونو لپاره مشکله وه چې د مذهبي ازادۍ نه خوند واخلي." "خو د پوځي عملیاتو نه وروسته یو نوی انځور راڅرګند شوی دی. د اقلیت هر يو غړی ازاد دی چې د پاکستان د يو وګړي په شان خپل [حق] يا حقونه استعال کړي."

هغه وويل: "د مذهبي نه زغم غلط تاثر ختم شوی دی کوم چې په مذهبي ځايونو باندې د حملو نه وروسته جوړ شوى وو." هغه زياته کړه، "هندوان، مسلمانان، عيسايان او سکهان اوس د يو بل جشنونه د هم آهنګۍ او د زغم په فضا کې لمانځوي."

په پراخه کچه ستاينه

په پیښور کې د سکول یو ښوونکي، جمیل یعقوب، پاکستان فارورډ ته وویل، چې د دولت تر ټولو مهم مسؤليت دا یقیني کول دي چې د دې خلک په آزادۍ او په خوندي توګه خپل حقونه استعالولی شي.

هغه وویل، پاکستان هم بس دغه کار کوي.

د افراطیت او اورپکۍ پر وړاندې د حکومت هڅې نه یوازې د پاکستان نړیوال انځور پیاوړې کړی دی بلکې خپلو خلکو، د هغه اقليتونو په ګډون کومو چې د پاکستان د خپلواکۍ د وخت نه مخکې دلته ژوند کړی دی، ته يې امید او د امنیت احساس ورکړی دی.

هغه وويل: "د امنيت ښه والى او د سولې پرمخ وړلو چاپېريال د پاکستاني چارواکو ستره لاسته راوړنه ده."

جمیل وویل: اقليتي او مسلمان اکثریتي ټولنو د ۲۰۱۴ کال راهیسې د تروریزم سره د مبارزې د بریالیتوبونو له امله په خپله ويره باندې غلبه موندلې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500