تروريزم

چارواکي: طالبان د افغانستان د مخدره توکو لوړ سوداګران جوړ شوي دي

د سليمان لخوا

يو افغانی امنیتي افسر د می په ۱۷ مه د بدخشان نه بهر غیرقانوني کوکنار ویجاړوي. [شریف شایق / ای ايف پي]

يو افغانی امنیتي افسر د می په ۱۷ مه د بدخشان نه بهر غیرقانوني کوکنار ویجاړوي. [شریف شایق / ای ايف پي]

کابل -- کله چې طالبانو په افغانستان کې حکومت کولو نو دوی د کوکنارو په کښت باندې بنديز لګولی وو، خو اوس داسې ښکاري چې دوی په هیواد کې د هیرویین په تولید باندې د پام وړ کنټرول لري او هغوی ته د خپلو فعالیتونو جاري ساتلو لپاره ډیرې پیسې ورکوي.

طالبانو د اوږدې مودې راهيسې د کوکنارو د کروندګرو نه مالیه راټوله کړې ده چې د خپلو کلونو اوږد بغاوت لپاره فنډونه چمتو کړي، خو چارواکي اندیښمن دي چې دوی خپلې فيکټرۍ چلوي چې کوکنار د صادراتو لپاره مارفینو او هیروینو ته اړوي.

د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت ویاند سید مهدي کاظمي ای ايف پي ته وویل، "طالبان ډیرو پیسو ته اړتیا لري چې د جنګ ماشین وچلوي او وسلې واخلي؛ له همدې کبله دوی د نشه یي توکو په فيکټرو باندې کنټرول ترلاسه کړی دی."

یو شنونکی چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې ای ايف پي ته وویل او وزارت ته يې وړاندیز وکړو چې د کیمیاوي موادو لکه د ایسډ اين هايډرينو نيول د طالبانو لخوا د مخدره توکو په کاروبار کې زياتوالی ښایي. ایسډ اين هايډرين کوکنار په مارفینو کې د بدلولو لپاره پکار وي. دا د هيروين جوړيدو نه مخکې لومړی پړاو دی.

د نشه يي توکو روږدي کسان د جولاى په ۱۸ مه په جلال آباد کې هيرويين څکوي. [نورالله شيرزاده / ای ايف پي]

د نشه يي توکو روږدي کسان د جولاى په ۱۸ مه په جلال آباد کې هيرويين څکوي. [نورالله شيرزاده / ای ايف پي]

د افغانستان یو پولیس د جولای په ۱۱ مه د هرات څخه بهر د اور لګولو نه مخکې په ضبط شوي ايسټک ايسډ باندې تيل اچوي. [هوشینګ هاشمي / ای ايف پي]

د افغانستان یو پولیس د جولای په ۱۱ مه د هرات څخه بهر د اور لګولو نه مخکې په ضبط شوي ايسټک ايسډ باندې تيل اچوي. [هوشینګ هاشمي / ای ايف پي]

په ۲۰۱۶ کال کې شپیته ټنه کیمیاوي توکي نیول شوي دي، په داسې حال کې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۰ ټنه کيمياوي توکي نيول شوي دي.

هغه وویل، د جولای په لومړیو کې د ایران پولې ته څېرمه په لویدیځ افغانستان کې ۱۵ ټنه کيمياوي توکې ضبط شوي وې. دا د ترکیې له لارې اروپا ته د نشه یي توکو ليږدولو د یوې مشهورې لارې پیل دی.

شنونکي زياته کړه چې د مارفینو نيول هم زیات شوي دي. په ۲۰۱۶ کال کې د ۴۳ ټنو په پرتله د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ نیمايۍ کې اوه پنځوس ټنه کيمياوي توکې ترلاسه شوي وې. هغه زياته کړه چې چې یوازې ٪۱۰ تولید شوي کيمياوي توکې کشف کیږي.

رجحان بدلول

افغان حکومت او د هغې نړیوال متحدین، چې د دې خطرناک رجحان بیرته راګرځولو په لټه کې دي، د افغانستان د مخدره موادو ضد د عمل پلان جوړ کړو او د دې عملي کول يې پيل کړل.

د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانش یار سلام ټایمز ته وویل: "د دې کاري پلان پلي کولو سره، موږ په جدي توګه د غیرقانوني مخدره توکو سره مبارزه کولی شو."

دانش يار وويل، چې "د دې پلان په اهدافو کې د کوکنارو کښت کمول، د مخدره موادو تولید او قاچاق کمول، د نشه یي توکو اړتیا کمول، د نشه يي توکو پر ضد پوليس پياوړي کول، قانون پلي کول، د افغانستان د سرحدونو امنيت پیاوړي کول، د هغه کیمیاوي موادو مخنیوی کول چې د هیروینو په جوړیدو کې کارول کیږي، د نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره د درملنې مرکزونو ظرفیت لوړول، عامه پوهاوی رامنځته کول، او د بزګرانو او د ځمکې مالکانو ملاتړ کول او هغوی ته روزګار ورکول او د کوکنارو د کښت بدلولو لپاره زراعتي محصولات چمتو کول شامل دي."

هغه وويل، "کله چې هم د کوکنارو کښت ختم شي ... نو د مخدره توکو پرضد وزارت پلان لري چې د هغه بزګرانو سره مرسته او ملاتړ وکړي کوم چې قانوني کښت کوي." هغه زياته کړه چې "دا وزارت به د هغوی په پټو کې د اوبو د نشتوالي ستونزه حل کړي او کوڅې، سړکونه او همداراز روغتیایي مرکزونه او سکولونه به جوړ کړي."

ګټه ترهګر اخلي، ځپل کيږي کروندګر

څارونکي وايي چې تاوتریخوالی، تروریزم او مخدره مواد یو علامتي تعلق لري.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې يو شنونکی، حکمت الله حکمت، سلام ټايمز ته وويل: "د نشه يي توکو د قاچاق ګټه ترهګريز ډلي او د نشه يي توکو سودګران ترلاسه کوي او هغه کروندګر او د ځمکې مالکان د دې ګټه نه پورته کوي کوم چې دا کري."

هغه د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت ته په اشاره سره وويل، "د افغانستان د مخدره توکو کلنيز ماليت نږدې ۷۰ ملیارد امريکايي ډالره [۴.۸ ټریلیونه] دی، چې د دې ٪۹۹ برخه ترهګريز ډلو او د مخدره موادو قاچاق وړونکو ته ځي."

حکمت وويل: "د نشه يي توکو د قاچاق له عوايدو پرته، طالبان به توان ونه لري چې د يوې مياشتې لپاره هم جګړه وکړي."

هغه وويل، "د نشه يي توکو د خطرونو او د هغې منفي پایلو په اړه د خلکو خبرول د دې وژونکې عمل په وړاندې د مبارزې لپاره يوه لاره ده." هغه زیاته کړه، چې زياته عامه پوهاوی رامنځته کول به د مخدره موادو کښت، تولید او کارول کم کړي.

هغه وويل: "که چيرې تاسو د نشه يي توکو توليد کم کړئ، نو د ترهګرو اصلي مالي سرچينه به تر ټولو زيات زيانمنه شي." "کله چې ترهګر مالي ملاتړ نه لري، نو هغوی جګړه نه شي کولی."

نشه يي توکي، بې ثباتي او ناامني

عبدل جبار قهرمان، چې د صوبايي اسمبلۍ غړی دی او د هلمند صوبې استازیتوب کوي، وویل، مخدره مواد د بې ثباتۍ او د امنیت د نشتوالي سره په مستقیم ډول تړاو لري.

هغه وويل: "په افغانستان کې هغه سيمې چېرته چې د نشه يي توکو کښت او توليد تر ټولو لوړه کچه لري هغه سيمې دي چيرته چې ډير زيات کم امنيت دی." "د بیلګې په توګه، هلمند د ټولو صوبو په پرتله تر ټولو زياته نا امنه صوبه ده. [په هلمند کې]، د افغانستان د مخدره توکو نږدې نیمه برخه کرل کيږي او پيدا کيږي."

"په هلمند کې د طالبانو ترټولو لوی مالي سرچینه د مخدره توکو غیر قانوني سوداګري ده. په حقیقت کې مخدره توکي د طالبانو جنګي ماشین فعال او ښه ساتي."

قهرمان وویل، "چې د کوکنارو ډیر کښت په هغو سیمو کې موقعیت لري چېرته چې طالبان زيات کنټرول لري."

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانې وزیر، جنرال خداداد، سلام ټايمز ته وویل: "د مخدره موادو مرض نه یوازې د افغانستان لپاره يو خطر دی بلکې په سیمه کې د نورو هیوادونو لپاره هم يو ګواښ دی." "له دې کبله، دا اړینه ده چې په سیمه او نړۍ کې ټول هیوادونه د مخدره موادو، د قاچاق وړونکو او تروریزم سره مبارزه وکړي."

هغه وويل: "د نشه يي توکو سره د مبارزي يوه لاره عامه همکاري، همغږي او پوهاوي رامنځته کول دي." "په ټول افغانستان کې خلک باید په دې پوهه کړی شي چې يو دښمن چې د ترهګرۍ په پرتله ډير زيات خطرناک دی، موجود دی -- دا دښمن غیرقانوني مخدره توکي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500