کډوالان

په پاکستان کې د افغان کډوالو رجسټريشن ګړندی کيږي

د جاويد خان لخوا

یوه افغان کورنۍ د اګست په ۲۲ مه په پیښور کې يو مرکز ته د رجسټريشن لپاره راځي. پاکستان د اګست په ۱۶ مه په ټول هيواد کې د ۶۰۰،۰۰۰ نه تر ۱ ملیونو پورې د بې سنده افغانانو رجسټر کولو لپاره د شپږو میاشتو اوږد کمپاين پيل کړو. [جاوید خان]

یوه افغان کورنۍ د اګست په ۲۲ مه په پیښور کې يو مرکز ته د رجسټريشن لپاره راځي. پاکستان د اګست په ۱۶ مه په ټول هيواد کې د ۶۰۰،۰۰۰ نه تر ۱ ملیونو پورې د بې سنده افغانانو رجسټر کولو لپاره د شپږو میاشتو اوږد کمپاين پيل کړو. [جاوید خان]

پیښور -- پاکستاني چارواکي په ټول هیواد کې کار کوي چې په هیواد کې د افغان کډوالو لویه آبادي رجسټر کړي.

په پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو رجسټر کولو لپاره د شپږو میاشتو اوږد کمپاين په چټکۍ سره روان دی ځکه چې زياتې کورنۍ په خیبر پښتونخواه او په ټول هېواد کې جوړ شوي مرکزونو ته راځي.

په ټول هيواد کې په ۲۰ مرکزونو کې نيم مرکزونه په خیبرپښتونخوا کې جوړ شوي دي ځکه چې ډیر ثبت شوي کډوال او همداراز بې سنده افغانان تقریباً د تیرو ۴۰ کلونو راهيسې په دې صوبه کې ژوند کوي.

وقار معروف، چې د خیبر پښتونخوا د کډوالو ډايريکټر جنرل دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا کمپاين په رسمي توګه په ټوله صوبه [او هیواد] کې د اګست په ۱۶ مه پیل شو. د دې کمپاين له مخې به هغه افغانان رجسټر شي چې هیڅ ډول سند نه لري او هغوی ته به د افغانستان د تابعیت کارډونه ورکړل شي."

هغه وويل، په پېښور او نوښار کې دوه مرکزونه جوړ شوي دي. هغه زياته کړه، چې نور مرکزونه په مردان، مانسهره، دير، هنګو، کوهاټ او هري پور کې شتون لري.

معروف وويل، "تر اوسه پورې غبرګون ښه دی، ځکه چې په ټوله صوبه کې په ۱۰ مرکزونو کې هره ورځ په په اوسط ډول نږدې ۲،۲۰۰ کسان رجسټر کیږي."

معروف زياته کړه چې "په خيبر پښتونخوا کې د اګست د ۲۶ مې نيټې پورې ۱۴،۰۰۰ کسان رجسټر شوي دي، په داسې حال کې چې نور نږدې ۱۱،۰۰۰ افغانان د هیواد په نورو صوبو کې رجسټر شوي دي."

هغه وويل، د خیبرپښتونخوا چارواکو د اګست په ۲۶ مه یوازې ۲،۲۱۳ بې اسناده افغانان رجسټر کړل.

د پاکستان د دولتونو او سرحدي سیمو چارو وزارت، د ملي ډیټابیس او د رجسټريشن ادارې او د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په مرسته د دې پروژې څارنه کوي.

د شپږو میاشتو د رجسټريشن دا ستر پروګرام يوازې په پيښور او اسلام آباد کې د جولای په ۲۰ مه پيل شو، خو په ټول هیواد کې دا کمپاين په رسمي توګه د اګست په ۱۶ مه پیل شوی وو.

نوي کارتونه، امنیتي اندیښنې

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په پاکستان کې د بې اسنادو افغانانو د رجسټريشن پروژې ته هرکلی وکړو، او دا اټکل کوي چې دا کډوال د ۶۰۰،۰۰۰ نه تر ۱ ملیونو پورې دي.

دنيا اسلم خان، چې د سویل آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ويانده ده، پاکستان فارورډ ته وویل: "دا ګام ډیر مهم دی او دا به د هغه زرګونو پاتي کیدونکي افغانانو په منظم کولو کې مرسته وکړي کوم چې خپل هېواد ته بیرته تلې نه شي."

هغې وويل، د افغانستان د تابعيت کارډونه چې افغانان يې ترلاسه کوي، هغوی ته به د نيولو په صورت کې قانوني خوندیتوب چمتو کړي. هغې زیاته کړه، د افغانستان د تابعيت کارډونه به افغانانو ته توان ورکړي چې دوی په پاکستان کې تر هغه وخته پورې پاتې شي تر څو چې دوی پاسپورټ یا نور سفري سند نه وي ترلاسه کړی.

د جولای په مياشت کې د يو رسمي بيان له مخې، هغې وويل: "دا پروسه د افغان او پاکستاني حکومتونو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ تر منځ د درې کلونو د مشورو نه وروسته پيل شوه."

د کارډ جاري کول د هغه امنيتي مسلې په لړ کې يو رسمي غبرګون دی د کومې سره چې پاکستان د لسیزو راهیسې مخامخ دی. د قانون پلي کوونکي اداره، په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا کې، د زرګونو بې اسناده بهرني میلمنو له کبله د ستونزو سره مخامخ وه.

د هغه افغان کډوالو معلومول ګران کار وو کوم چې به په جرم يا تروريزم کې ښکيل وو او د حکومت یا نړیوالې ادارې سره نه رجسټر شوی نه وو.

وقار احمد، چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو فوکل پرسن دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "رجسټريشن به د حکومتي ادارو سره د هغه ټولو خلکو په معلوماتو ترلاسه کولو کې مرسته کوي کوم چې په پاکستان کې ژوند کوي." "هغوی ته جاري شوي کارډونه به د هغوی سره په پاکستان کې په قانوني توګه پاتې کيدو کې مرسته وکړي."

احمد زياته کړه چې "دا به د قانون او نظم حالات ښه کولو کې مرسته وکړي." "اوس به هیڅوک بې سنده پاتې نه شي."

د افغانانو لپاره فرصتونه

يو شمير افغانان چې د نیولو او بیرته د تلو نه ډارېدل، د دې پروسې نه خوشحاله دي.

حبیب الله، يو افغانی وګړی چې په پیښور کې زیږیدلی وو خو هیڅکله یې په پاکستان کې په قانوني توګه د استوګنې لپاره شناختي کارډ نه وو ترلاسه کړی، وويل، "دا پروسه به لږ تر لږه موږ ته يو سند راکړي چې په پاکستان کې به زمونړ استوګنه قانوني وګرځوي او مونږ به د نيولو او بيرته د تلو نه خوندي کړي."

هغه وويل، هغه او د هغه ماشومان غواړي چې دلته پاتې شي. هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زما ماشومان غواړي چې زده کړه ترلاسه کړي او ښه ژوند وکړي." هغه زیاته کړه، د هغه ډیر بې ځایه شوي خپلوان د پاسپورټونو او ويزو ترلاسه کولو له لارې پاکستان ته بيرته راستون شوي دي.

د پیښور يونيورسټۍ يو طالب علم، سعد خان، وویل: "پکار ده چې د رجسټريشن پروسه ډیره مخکې ترسره شوی وې." "هيڅوک هیڅ ځای هم د باوري اسنادو پرته ژوند نه شي کولی."

په یوه کوچنۍ اصلاح کې، پاکستان د هغه افغان سکولونو ماشومانو ته د پولې ځانګړي کارډونه صادر کړي دي کوم چې د پاکستان په خیبر ايجنسۍ کې پرايويټ سکولونو ته ځي.

دا کارډونه وروسته له هغې ضروري شول کله چې پاکستان په دې کال کې په افغان سرحد باندې خپل کنټرول سخت کړو، چې د دغه ماشومانو لپاره يې په کلاسونو کې ګډون کول ناممکنه کړو. زياتره ماشومانو په منظم ډول په سکولونو کې حاضري بیا پیل کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500