د ښځو حقوق

خیبر پښتونخوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په لټه کې دی

د دانش يوسفزۍ لخوا

پاکستانۍ ښځي په پیښور کې د ۲۰۱۵ کال د می په ۳۰ مه د محلي ټاکنیزو ارګانونو د پريزايډنګ افسرانو نه چار چاپيره راټوليږي. خیبر پښتونخواه د ښځو د ګټې لپاره قوانین نافذول غواړي. [ای ايف پي / ای مجيد]

پاکستانۍ ښځي په پیښور کې د ۲۰۱۵ کال د می په ۳۰ مه د محلي ټاکنیزو ارګانونو د پريزايډنګ افسرانو نه چار چاپيره راټوليږي. خیبر پښتونخواه د ښځو د ګټې لپاره قوانین نافذول غواړي. [ای ايف پي / ای مجيد]

پیښور -- د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ډیرو ارقامو سره، په خیبر پختونخواه کې چارواکي او د ښځو د حقونو فعالين غواړي چې دغه محافظه کاره صوبه د نیمې آبادۍ لپاره ښه چاپیریال رامنځته کړي.

د دې مسلې په هکله په پیښور کې د خیبر میډیکل کالج لخوا جوړ شوي ارقامونه زاړه دي خو د اندېښنې وړ دي: چارواکو په خيبر پښتونخوا کې د ۲۰۰۹ کال نه د جولای ۲۰۱۱ پورې د کورني تاوتریخوالي له امله د ښځو ۳۰۵ مرګونه ثبت کړي دي. په دغه مرګونو کې، ۱۱۵ په ۲۰۰۹-۲۰۱۰ کال کې او ۱۹۰ په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کال کې رامنځته شوي ول. په دغه ۳۰۵ مرګونو کې زياتره (۱۸۲) په کلیوالو سیمو کې رامنځته شوي ول.

کتونکي ډار لري چې په محافظه کاره ټولنه کې د تاوتریخوالي ډیری قضیې پټې پاتې کیږي چیرته چې ښځې که چيرې شکايت وکړي نو د بدنامۍ یا د ډير ناوړه حالت سره مخامخ کيږي.

متحد کيدل

شنونکي وايي، د دې ستونزې د حل کولو لپاره د حکومت او نادولتي ادارو ترمنځ ګډې همکارۍ ته اړتیا ده او انفرادي فعالین په یوازې توګه څه نه شي کولی.

د آسټریليا او د آيريش د خيراتي موسسې ټروکير په ملاتړ، بلیو وينز، چې په پيښور کې د ښځو د حقونو يوه نادولتي موسسه ده، د پالیسۍ مشورې او څیړني پروژه تطبیق کوي چې د ښځو په اړه قانون سازي پياوړي کړي او د جنس پر بنسټ د تاوتریخوالي پر ضد ګامونه پورته کوي.

په پيښور کې د اګست په ۲ مه په يو ورکشاپ کې ګډون کوونکو، چې د نادولتي موسسو او د خیبرپښتونخوا د حکومت استازيتوب يې کولو، د صوبې په کچه يو نيټ ورک جوړ کړو چې د "جنس پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي او غبرګون لپاره شراکت" په نامه یاديږي.

ګډون کوونکو ژمنه وکړه چې د جنس پربنسټ د تاوتريخوالي په وړاندې همغږي رامنځته کړي. موجوده اتحادیې، د خیبرپښتونخوا حکومتي ادارې او نورو همکارانو هم د دې سره موافقه وکړه.

د بليووينز پروګرام کوآرډينيټر قمر نسیم پاکستان فارورډ ته وويل، "ټول موجوده همکاران په یو واحد پليټ فارم باندې متحد شوي دي ... چې د جنس پر بنسټ د تاوتريخوالي په اړه د غبرګون په میکانیزم کې کمزورۍ په ګوته کړي او د ژوندي پاتې شوي کسانو لپاره د خدماتو د ښه کولو لپاره د حل پر بنسټ ستراتیژۍ رامنځته کړي."

اوس مهال دا شبکه ۲۵ غړي لري، چې په دې کې د خیبرپښتونخوا د صحت ادارې، د خیبرپښتونخوا د پولیسو، د پیښور يونيورسټۍ د جنس د مطالعې ډیپارټمنټ، د ښځو د وضعیت په اړه د خیبرپښتونخوا د کمیسون او د نورو ادارو غړي شامل دي کوم چې په خیبرپښتونخوا کې د ښځو په اړه قانوني یا سیاسي ښکليتيا لري.

دې نيټ ورک هغه نادولتي مؤسسو ته یو فليټ فارم چمتو کړی کوم چې له مخکې نه په خيبر پښتونخوا کې د جنس پر بنسټ تاوتريخوالي سره مبارزه کوي. په دې کې د خيبر پښتونخوا د مدني ټولنو شبکه، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ختمول او د خیبرپښتونخوا او فاټا لپاره د نجونو اتحاد او نورې نادولتي موسسې شامل دي.

د بليو وينز پروجيکټ ډايريکټرې، طاہرہ کلیم، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا شبکه به په ټوله صوبه کې د جنس پر بنسټ د تاوتريخوالي د راټیټولو لپاره ستراتیژیکي، مسلکي او په منظمه توګه لارې چارې استعمال کړي." هغې زياته کړه، "دا به د غبرګون په خدماتو کې نیمګړتیا په ګوته کړي."

ثنا ګلزار، چې په پيښور کې د بار ايسوسيشن غړي ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ښځو او نجونو په اړه د جنس پر بنسټ د تاوتريخوالي احتمالي اغيزو ته په پام سره، د خيبر پښتونخوا يو شمير ادارې په خپله مرضۍ کار کوي، خو دوی ... ډير کم چانس لري چې دغه مسله په مجموعي توګه ختمه کړي."

قانوني اصلاحات، د پولیسو ملاتړ

د خیبرپښتونخوا د پارلمان غړي هڅه کوي چې په قانون کې د ښځو خوندیتوب يقيني کولو کې مرسته وکړي.

دوی پلان لري چې د کورنيز تاوتریخوالي په اړه د يو بل په باره کې بحث وکړي. دغه بل د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د ښځو يوې ډلې د مختلفو متخصصینو سره د مشورې نه وروسته جوړ کړو.

په مارچ کې، د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ د جهيز، د ناوې ډالۍ او د ودونو د مراسمو د مخنيوي قانون ۲۰۱۷ تصويب کړو، چې دا د ناوې کورنۍ د زوم کورنۍ ته د جهيز پیسو ورکولو نه منع کوي.

د خیبرپښتونخوا پولیس افسران د جنس پر بنسټ د تاوتريخوالي په وړاندې د ټولنیز چلند د هڅو ستاینه کوي او وايي چې دا به د جنس پر بنسټ د تاوتريخوالي قضیو په اړه راپور نه ورکول کم کړي او د خیبرپښتونخوا په ښځو کې به د حقونو پوهاوی رامنځته کړي.

رضوانه حمید خان،چې هغه په تاريخ کې لومړۍ ښځه ده چې سټیشن هاوس افسره ده او په پيښور کې د نارينه پوليسو مرکز مشري کوي، وويل، دا پليټ فارم د ګډون کوونکو سره مرسته کوي چې دوی هغه ملګري په ګوته کړي کوم چې د جنس پر بنسټ د تاوتريخوالي په وړاندې جګړه کوي..

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "بليو وينز د دې مقصد لپاره صحیح خلکو ته په رسیدو کې بریالي شوی دی."

یوه مذهبي تګلاره

د پي سي ايس اين کوآرډينيټر، تیمور کمال، وړاندیز وکړو چې په ټولنه کې د ښځو د رول په باره کې د غلط خيالاتو سره د مبارزې لپاره يوه لاره دا ده چې د اسلامي ښځينه رول ماډلو، لکه حضرت خدیجه او حضرت فاطمه ته اشاره وکړو، کومې چې د تقوی، زړورتيا، عقلمندۍ او مشرۍ لپاره مشهورې وې.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې د ښځو په وړاندې د نارینه لخوا د بد چلند سره د مقابلې لپاره بله لاره د اسلامي مذهب په رحم او سخاوت باندې ټینګار کول دي.

په پېښور کې په صفيد ډهري جومات کې يو عالم مولانا سراج علي خان وويل، خیبرپښتونخوا د سختو عقایدو له لارې د لسیزو راهيسې د ترهګرۍ سره مخامخ شوې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "ټولنه د بدلون لپاره چمتو ده." "دا نوښتونه لکه [دا پلیټ فارام] نه یوازي د هرکلي وړ دي، بلکې دا د ښځو، چې مخکې په بشپړ ډول له نظرغ غورځول شوي وې، د پرمختګ لپاره ډير امکانات برابروي."

دا شبکه پلان لري چې، په پيل کې د درې کالو د مودې لپاره، په میاشت کې دوه ځله غونډه وکړي چې د دې د پرمختګ په اړه خبرې وکړي. ګډونوال هیله مند دي چې د خیبرپښتونخوا حکومت یوه اداره به د دې د اختتام نه وروسته دا پروګرام په خپله ولقه کې واخلي، چې دا به د دې هڅو ته دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500