روغتیا

ښه امنیت د پاکستان ډاکټران هیواد ته بیرته په راتلو مجبوروي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو ډاکټر په پیښور کې د جولای په ۱۵ مه په لیډي ریډنګ هسپتال کې د يو مريض معاینه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

یو ډاکټر په پیښور کې د جولای په ۱۵ مه په لیډي ریډنګ هسپتال کې د يو مريض معاینه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

پیښور -- پاکستاني ډاکټران په پاکستان کې او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د امنیت د ښه کیدو وروسته د وسطي ايشيا او يورپ نه بيرته راځي.

ډاکټر ظفر سلطان په هغه ۲۰ متخصص ډاکټرانو کې دی کوم چې په دې وروستیو کې په پیښور کې په لیډي ریډنګ هسپتال کې د کار کولو لپاره په انګلستان کې له دندې څخه استعفی ورکړه.

سلطان، چې د صوابۍ ډسټرکټ اوسېدونکی دی، وويل، چې په بهر کې د ډيرو کلونو نه وروسته د هغه بيرته راتلل په خيبر پښتونخوا کې د امنيت د ښه والي له امله دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "ما د خپلې مېرمنې او درې ماشومانو سره بهر ۱۴ کاله تير کړل، خو کله چې موږ ولیدل چې ترهګري کمه شوې ده او ژوند په بشپړه توګه نورمال حالت ته راغلی دی نو ما بيرته د راتلو پریکړه وکړه."

د نورو راستنيدونکو ډاکټرانو په څير، سلطان وویل چی هغه پاکستان پریښودو چی بهر اعلی تعليم او روزګار ترلاسه کړي، او په پاکستان کې د ناامنۍ له کبله هلته کې په پاتې کيدو مجبوره شو.

هغه وويل: "زموږ يو شمېر نور ملګري په ترهګرۍ کې د کموالي له کبله اوس راستانه شوي او د سولې د شتون له امله ډير خوشحاله دي."

نوي راستانه شوي ډاکټران په هسپتالونو کې د کار ښه حالاتو او تنخواګانو او په ټول پاکستان کې د قانون او نظم ښه والي ته اشاره کوي او وايي چې دا ستر وجوهات دي چې دوی په بهر کې د خپلو کارونو پريښودلو پرېکړه وکړه.

ډاکټر حامد شهزاد، چې په دې ورستيو کې د بهر نه بيرته راغلی دی، په بریتانيه کې د ټراما په يو ستر مرکز -- کوين الزبت هسپتال برمنګم -- کې د ۱۵ کلونو راهيسې کار کولو.

اوس هغه په ليډي ريډنګ هسپتال کې د بیړنۍ څانګې مشري کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "زما لومړیتوب دا دی چې د ټراما يو عصري مرکز جوړ کړم او په بمي چاودونو او ځانمرګي بریدونو کې ټپي شوو ناروغانو ته چټک علاج چمتو کړم."

د ايل آر ايچ د پوسټ ګريجويټ د طب د انسټيټوټ مشر، ډاکټر ارشد جاوید، وویل، د وسله والو په وړاندې د جګړې بریالیتوب د متخصصانو لپاره لاره هواره کړه.

پاکستاني ډاکټران له بهر څخه بيرته راځي چې په نورو ښارونو کې کار وکړي.

ډاکټر احمد يار، چې د تېرو اتو کلونو راهيسې یې د دوبۍ په روغتون کې د جنرل سرجن په توګه دنده ترسره کوله، اوس په مردان ميډيکل کمپليکس کې کار کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "زه ډير خوشحاله وم چې زه بيرته راشم او د خپلو خلکو علاج وکړم." "د تیرو څو کلونو په پرتله، د اورپکۍ په اړه حالت ډیر ښه شوی دی."

په فاټا کې پرمختیاوې

په فاټا کې ډاکټران، چې پخوا به د اورپکۍ لخوا په ځپل شوي سیمو کې د کار کولو څخه ډارېدل، د روان پوځي کمپاینونو له کبله اوس یوازې کوچني امنیتي اندیښنې لري.

د فاټا د صحت ادارې ډاکتر اختر علي پاکستان فارورډ ته وویل: "چې د ۴.۵ ميليونو خلکو لپاره، په ۹۷۰ روغتیایی مرکزونو کې ۶۰۰ ډاکټران، د ۱۱۰ متخصصانو په شمول موجود دي."

هغه وويل، د وسله والو لخوا ويجاړ شوي تقريبا ۵۰ کلينکونه مرمت شوي او فعال شوي دي. هغه زياته کړه، اوس ښځينه ډاکټرانې هم په فاټا کې کار کول غواړي.

هغه وويل، د ۲۰۱۲ کال تر نيمايي پورې، په وسله والو سيمو کې هسپتالونه د کارکوونکو نه خالي وو او مريضان به مجبوراً خيبرپښتونخوا ته تلل.

هغه وويل: "زموږ دا تګلاره چې په سختو سيمو کې کارکوونکو ته زياتې تنخواګانې ورکړو، کاميابه شوې ده ځکه چې روغتيايې متخصصینو په لرې پرتو سيمو کې سهولتونه ترلاسه کړي دي."

علي په فاټا کې د سولې بیا راوستلو له کبله د پاکستان د پوځ ستاینه وکړه.

'روښانه بدلون'

د پیښور خیبر میډیکل کالج يو فارغ شوي طالب علم، ډاکټر محمد سلیم، چې په ۲۰۰۳ کال کې انګلستان ته تلې وو، پاکستان فارورډ ته وویل، "یو ښکاره بدلون شته چې مونږ يې دلته راوستلو."

سلیم، چې اوس په خیبر ټيچنګ هسپتال کې کار کوي، وويل، "دا ستره موقع ده چې زه دا توان لرم چې د خپلې تجربې سره د ځایی ناروغانو خدمت وکړم."

د کی ټي ايچ ویاند فرهاد خان وویل: راستنیدونکي ډاکټران اوس طبي زده کونکو او متخصص زده کونکو ته د طبي ټیکنالوژۍ په اړه درسونه ورکوي ځکه چې دوی خیبرپښتونخوا ته خپل راتلل خوندي ګڼي.

خان وويل، حکومت نږدې ۲،۰۰۰ امنيتي پرسونل استخدام کړي او هغوی يې په هېواد کې په روغتيايي مرکزونو کې تعينات کړي چې کارکوونکي د تاوتريخوالي نه خوندي کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ په وار وار بهرني استازي ترلاسه کوو او هغوی د ناروغانو اپريشنونه کوي او د ویډیو له لارې په صوبايي هسپتالونو کې ډاکټرانو ته درسونه ورکوي."

په سوات ډسټرکټ کې د روغتيا افسر ډاکټر غلام سبحاني وویل چې چارواکو د ډسټرکټ په ۹۰ روغتونونو کې ٪۱۰۰ پوسټونه ډک کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ناروغان د طالبانو د غیرقانوني واکمنۍ پرمهال د ښځينه ډاکټرانو او نرسانو د نشتوالي له کبله د ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس هلته کې په بشپړه توګه امنیت شتون لري."

سبحاني په دوبۍ کې د ۱۰ کلونو لپاره د سرجن په توګه کار وکړو او په دې وروستیو کې بیرته راغلی دی.

هغه وويل: "څو کاله مخکې، خلک سوات د تلو نه ويريدل، خو اوس د طالبانو فصل تړل شوی دی او پوځ د خلکو ساتنه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه. إن شاء الله اوس به پاکستان خوندي او ښه وي.

ځواب

ایا دا په ډيره اسماعيل خان او مردان کې هم تطبیق کیږي؟ د کی پي کې د ځوان ډاکټرانو د اتحاديې څه موقف دی؟ د خیبر پښتونخوا لوی شمیر ډاکټران او د خیبر پښتونخوا نږدې یو میلیون کارګران په سعودي عرب کې کار کوي چې هغوی به په نږدې راتلونکي کې بیرته راستانه شي. دوی به د تحریک انصاف حکومت لخوا د غوره حالاتو له امله نه بلکې په سعودي عرب کې د خرابو حالاتو له کبله بيرته راستانه شي.

ځواب

پاکستانيانو د نورو هیوادونو په پرتله خورا بېوزلي او د ژوند خورا خراب معیارونه لیدلي دي ... اوس وخت دی چې خپل هېواد ښه کړو چې بهر ټول پاکستانيان بيرته هیواد ته راستانه شي او پاکستان یو لوی هیواد جوړ کړي.

ځواب