ديپلوماسي

د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ په پیښور کې خلک د سولې او یووالي پیغام ورکوي

د محمد آهل لخوا

افغان کډوال په پیښور کې د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۱۷ مه د پاکستان د ثبت کولو مرکز نه بهر د خپل وار انتظار کوي. په پیښور کې د اګست په ۱۹ مه د افغانستان د آزادۍ اته نوي يمې کليزې لمانځلو په موقع د افغان قونسلګرۍ لخوا په یوه غونډه کې ويلی شوي چې په یو هیواد کې وینه تويږي، نو بل هيواد د هغې درد محسوسوي. [عبديل مجيد / ای ايف پي]

افغان کډوال په پیښور کې د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۱۷ مه د پاکستان د ثبت کولو مرکز نه بهر د خپل وار انتظار کوي. په پیښور کې د اګست په ۱۹ مه د افغانستان د آزادۍ اته نوي يمې کليزې لمانځلو په موقع د افغان قونسلګرۍ لخوا په یوه غونډه کې ويلی شوي چې په یو هیواد کې وینه تويږي، نو بل هيواد د هغې درد محسوسوي. [عبديل مجيد / ای ايف پي]

پېښور -- د دې غونډې موضوع د تروريزم سره په مبارزه کې همکاري کول وو، په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان ستر چارواکو په پېښور کې د شنبې په ورځ (د اګست په ۱۹ مه) د افغانستان د آزادۍ اته نوي يمه کليزه ولمانځله.

په پېښور کې افغان قونسلګرۍ د دې غونډې انتظام وکړو، چې په دې کې سیاستوالانو، ملکي خلکو او د مختلفو هيوادونو استازو، چې په پېښور کې سوداګریز یا ډیپلوماتیکي شتون لري، ګډون وکړو.

په دې مراسمو کې، د پاکستان او افغانستان چارواکو په ګډه د تروریزم سره د همغږيزې جګړې پر اړتیا ټینګار وکړو چې په پایله کې به سوله او پرمختګ رامنځته کړي.

په دغه غونډه کې په یو بیان کې وویل شو، که چیرې په يو هيواد کې وینه تويږي، نو بل هيواد د دې درد محسوسوي.

د سولې او پرمختګ غوښتنه

په شیراز ارینا کې په یو په زړه پورې پروګرام کې، د افغان قونسلګرۍ جنرال عبدالله وحید پويان خپل هیواد ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه او د آزداۍ لپاره یې د دې د پلرونو د مبارزې یادونه وکړه.

هغه وويل: "سوله هغه يو څيز دی کوم ته چې افغانستان تر ټولو زيات اړتيا لري." "وروسته اقتصادي او ټولنیز زیربنې دي."

هغه وويل: "پاکستان او افغانستان له پکار ده چې د سوله ييز شتون لپاره يوځاى شي او هغه دښمنانو ته ماتې ورکړي کوم چې د دواړو هېوادونو بنسټونو ته ګواښ کوي." هغه زياته کړه، "دا د وخت ضرورت دی چې د هر قسم او شکل تروریزم ته د ماتې ورکولو لپاره ګډه جګړه پيل کړو."

پويان وويل: "که افغانستان ناامنه وي، نو پاکستان به د دې درد محسوسوي."

د عوامي نیشنل پارټۍ جنرل سيکريټري میاں افتخار حسین په دغه غونډه کې پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې په دواړو هیوادونو کې د سولې مخالف عناصر له منځه ویوړل شي." "دواړه هیوادونه باید د خپلې پالیسۍ بیا کتنه وکړي او دا يقيني کړي چې د افغانستان او پاکستان خاوره ترهګر استعمال نه کړي."

هغه وويل: "پاکستان او افغانستان بايد پوهه شي چې ترهګر بې ګناه خلک وژني او په پښتنو کې ويره رامنځته کوي." "د بد او ښه طالبانو مفهوم دې باید ختم کړی شي."

هغه وويل: "په دواړو هيوادونو کې پرمختګ او اقتصادي سوکالي به يوازې هغه وخت راشي که چيرې سوله د ترهګرۍ له منځه وړلو له لارې بيا بحال شي."

د سرحد دواړو غاړو ته باور رامنځته کول

په پيښور کې حسيم بابر، چې د قومي وطن پارټۍ مشر دی، وويل، د ګاونډي هيوادونو ترمنځ باور رامنځته کول د سولې او سوکالۍ لپاره اړين دی.

بابر د دې پروګرام په اړه وویل: "تاریخ شاهد دی چې د دې خاورې زړور خلکو ته هیڅکله هم ماتې نه دی ورکړل شوی." که چيرې دوی يوځای شي، نو دوی ترهګرۍ ته ماتې ورکولی شي."

هغه وويل: "موږ له پکار ده چې د راتلونکي نسلونو د روښانه راتلونکې لپاره کوچنۍ شخړې ختم کړو."

د پاکستان د بار کونسل مشر، عبدل لطیف افریدي، پاکستان فارورډ ته وویل: "د پولې دواړو غاړو ته پښتانه باید پوهه شي چې د دوی راتلونکې موجودیت د سولې په بیا رغونې پورې تړلی دی، او دوی د ترهګرۍ په وړاندې جګړه هله ګټلی شي که چيرې دوی متحد وي."

د پيښور يو اوسيدونکي رميز خان پاکستان فارورډ ته وويل: "دا د حيرانتيا خبره ده چې د پښتنو رښتيني رنګونه مو د يو چت لاندې وليدل." "موږ ډيره جګړه وليدله. موږ سولې او پرمختګ ته اړتیا لرو."

په پېښور کې یو افغاني سوداګر، عبدل سلام افغان، وویل: "دا وخت دی چې موږ د هر هغه کس تعقيب وکړو کوم چې مونږ د لسیزو راهیسې د مذهب په نامه وژني."

د جشن نور هم خوندور کولو لپاره، د خیبر پښتونخواه د نوشهرہ ډسټرکټ یوې سندرغاړي، زرڅانګې، د پښتو فولکلوريکي سندرې او د افغانستان ملي سندري وويلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500