امنیت

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل وایي چې وسله وال په دفاعي حالت کې دي

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان مسعود په پيښور کې د اګست په ۹ مه له پاکستان فارورډ سره د ترهګرو او جنایتکارانو په وړاندې د پوليسو د ګامونو او په صوبه کې د پلان شوي اضافي تدابیرو په اړه خبري کوي. [جاوید خان]

د خیبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان مسعود په پيښور کې د اګست په ۹ مه له پاکستان فارورډ سره د ترهګرو او جنایتکارانو په وړاندې د پوليسو د ګامونو او په صوبه کې د پلان شوي اضافي تدابیرو په اړه خبري کوي. [جاوید خان]

پیښور -- د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د ترهګرو پر ضد د اغيزمن عملیاتو کريډټ پوځ او پوليسو ته ورکوي ځکه چې دوی د پاکستان په ټولو برخو کې د نظم او قانون حالت "ډير ښه" کړی دی.

هغه په پيښور کې د اګست په ۹ مه په خپل دفتر کې په يوې مرکه کې پاکستان فارورډ ته وويل، د پاکستان د پوځ لخوا د عملیاتو سربیره، د هيواد په ښاري سيمو کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو ګامونو د قانون او نظم حالت په ښه کولو کې مرسته کړې ده."

هغه وويل، امنيتي ځواکونه خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې په خيبر پښتونخوا کې د پاتې ترهګريز ډلو تعقيب وکړي.

د پوليسو انسپکټر جنرل په ځانګړې توګه د خیبرپښتونخوا د پولیسو د تروریزم ضد ادارې د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دې د ۱،۳۰۰ څخه زيات ترټولو مطلوب شکمن ترهګر ونیول چې د مختلفو ډلو سره په تړاو لرلو کې تورن ول.

محسود، چې د مارچ په میاشت کې يې د سي ټي ډي د دوو کالو لپاره د مشرۍ کولو نه وروسته د خیبر پښتونخوا د پوليسو چارج واخيستو، وویل: "د سپتمبر ۲۰۱۴ کال راهیسې، له ۱،۳۰۰ څخه زیات وسله وال نيول شوي دي چې په دوی کې تقريبا د ټولو تروريستي ډلو غړي شامل دي کوم چې په پاکستان کې دننه او يا د پولې هاخوا فعاليت کوي."

هغه وويل، د يو شمير تروريستي ډلو ډېر قوماندانان په پېښور، چارسده، مردان او د صوبې په نورو ډسټرکټونو کې د پوليسو سره په ډزو کې وژل شوي دي.

هغه وويل: "موږ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د وروستيو تروريستي پېښو نه وروسته د پلټنې او ګوزار عمليات ګړندي کړي دي، او پوليسو ته امر ورکړل شوی چې په ناقانونه کرايه دارانو باندې ځانګړی نظر وساتي او په عامه ځايونو او حساس تاسيساتو کې امنيت ښه کړي."

محسود وويل، سږکال، ستر ترهګريزې ډلې، چې په پيښور او مردان کې يې په پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو باندې بريدونه کړي وو، له خيبرپښتونخوا څخه له منځه وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، زموږ يو شمېر زړور کسانو په دې عملياتو کې د خپل ژوند قرباني ورکړه، خو موږ ترهګرو ته اجازه ورنه کړه چې دوی بېرته راوګرځي او بريدونه ترسره کړي. هغه زياته کړه، د تېرو ۱۱ کلونو په اوږدو کې د خيبرپښتونخوا ۱،۲۶۱ پوليسو د هېواد لپاره خپل ژوند قربان کړی دی.

ښه زده کړې او اسانتیاوې

محسود وویل، عصري ټیکنالوژي او ښه زده کړې د خیبرپښتونخوا د پولیسو توان لوړ کړی دی او دوی د تروریزم او جرمونو سره مبارزه وکړي.

هغه وويل، "موږ د پوليسو لپاره د ځانګړي سکولونو، د ځانګړي يونټونو جوړولو، د ټیکنالوژۍ په کارولو، د زیاتو اغيزمنو قوانینو جوړولو، د ساختماني اصلاحاتو پلي کولو او د عامه خدماتو د ښه کولو له لارې د خیبرپښتونخوا د پولیسو ظرفیت ته وده ورکړه چې دوی د ترهګرۍ او جرم سره مبارزه وکړي."

محسود وويل: "په ټوله صوبه کې ځانګړي سکولونو په تحقيق، استخباراتو، تاکتيکونو او د چاودېدونکو توکو په کارولو کې د هغوی روزنې ته وده ورکړه."

"موږ په پېښور کې فورنسک ساینس ليبارټري ښه او نوي کړه چې د هغه شواهدو ساينسي معاينه ګړندي کړي کوم چې له ترورريستي بریدونو یا جرایمو د پیښو څخه راټول شوي وي." اوس موږ په ليبارټرو کې هیڅ ډول کيسونه نه لرو. "

عامه خدمت او حساب ورکونه

د محسود په وینا، د ترهګرۍ او جرم سره د مبارزې نه علاوه، د خیبرپښتونخوا پولیسو د عامه خدماتو وړاندې کولو له لارې په خلکو کې خپل ايميج هم ښه کړی دی.

هغه وويل، "په ټولو ډسټرکټونو کې جوړ کړل شوي د شخړو د حل کولو شوراګانو په زرګونو کيسونه د شخړې د بديل حل له لارې حل کړي دي، په داسې حال کې چې پولیسو ته د لاس رسۍ خدمت خلکو ته توان ورکړی چې دوی د پوليسو د غلطۍ، کرپشن او يا د نورې څه غلطۍ په اړه په مستقیمه توګه د پوليسو انسپکټر جنرل ته شکایت وړاندې کړي."

هغه وويل، "د خیبرپښتونخوا د پولیسو قانون ۲۰۱۷، چې د جنورۍ په میاشت کې تصويب شوی وو، له مخې، د صوبې او د ډسټرکټ په کچه، د پولیسو د احتساب لپاره يو اغيزمن سسټم موجود دی. دا احتساب د ټاکل شوي ادارو له لارې ترسره کيږي." هغه زیاته کړه، د خیبرپښتونخوا پولیس هم د احتساب داخلي سسټم لري چې د کرپټ او يا نااهله افسر خلاف فوري اقدامات يقيني کړي."

آی جي پي زیاته کړه چې د صوبې او ډسټرکټ په کچه د عامه خوندیتوب کمیسیونونه او د ډويژن په کچه د ځايي شکایتونو ادارې جوړيږي چې د پولیسو د فعالیت څارنه وکړي.

محسود وویل: "د احتساب سسټم سربیره، موږ د هغو پولیسو لپاره انعامونه او جايزې لرو کوم چې د ترهګرو او جنایتکارانو په وړاندې ښه کار کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 9

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په نړۍ کې ښه کار

ځواب

ډسټرکټ ناروال، تحصيل شکر ګړ، کلی تاجوال

ځواب

دا ستر پوليس دي. او شاباش پوليسو.

ځواب

سلامونه ... د پاکستان پوليس ښه کار کوي... او زمونږ د پوليسو اداره د مخکې په پرتله ډيره ښه شوې دی... زه هم غواړم چې د پاکستان په پوليسو کې شامل شم او د خپل هيواد لپاره څه وکړم.

ځواب

د پوليسو ښه افسران

ځواب

ښه کار پوليسو

ځواب

په نړۍ کې ښه کار

ځواب

ډير ښه کار، پوليسو

ځواب

آی جي پي صاحب د تروريزم له منځه وړلو او په پوليسو کې د اصلاحاتو لپاره ډير ښه ګامونه پورته کړي دي. زه آی جي پي او ايډيشنل آی جي پي ته سلامې وړاندې کوم چې دوی د عامو خلکو د سوکالۍ لپاره د پام وړ کوششونه وکړل.

ځواب